• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زرداري: له ترهګرو سره د مبارزې لپاره باید حکومت، پارلمان، اپوزیسیون او سیاستوال سره یو شي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۲ GMT+۰

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د دغه هېواد پارلمان ته په خبرو کې ویلي، چې له «ترهګرو سره د مبارزې» لپاره باید د خلکو استازي، حکومت، اپوزیسیون او سیاستوال سره یو موټي شي. نوموړي ویلي، چې پاکستان لا له وړاندې ترهګرو ته ماتې ورکړې.

بلاول بوټو زرداري د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) د پاکستان په پارلمان کې ویلي، چې په دغه هېواد کې ټول سیاستوال، حکومتي مامورین او د خلکو استازي باید خپلمنځي اختلافات پرېږدي.

هغه ویلي: «که سره یو نه شو، ترهګر يو ځل بيا سر راپورته کوي، خو د شکر خبره دا ده چې پاکستان لا دمخه دغو ترهګرو ته ماته ورکړې ده.»

بوټو د خپلو خبرو په ترڅ کې همداراز ویلي، په خپله خاوره کې یې داسې کار کړی چې ناټو او ټولې نړۍ په افغانستان کې نه و کړی.

هغه د خبرداري‌ په ډول وویل: «که خدای کول نو بيا به هم موږ هغوی ته (ترهګرو) ماتې ورکړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې ناامنیو زور اخیستی. تېره ورځ د پاکستان د پلازمېنې په جي ۱۱ سیمه کې د یوه ځانمرګي برید امله ۱۲ کسان ووژل شول او نږدې ۳۰ کسان ټپيان شول.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۴

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۵

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

•
•
•

نور کیسې

منظور پشتین: د پېښور په امن جرګه کې د پښتون ژغورنې د استازو بې احترامي شوې

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۷ GMT+۰
منظور پشتین: د پېښور په امن جرګه کې د پښتون ژغورنې د استازو بې احترامي شوې
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین ویلي، چې د پېښور امن جرګه کې د غورځنګ د استازو بې احترامي شوې او هغوی ته د وینا ورکولو اجازه نه ده ورکړل شوي. پشتین ویلي، د جرګې له تالار نه تر وتلو وروسته د غورځنګ د استازو ګرځند ټیلیفونونه بند دي او بیا هېڅ اړیکه ورسره نه ده شوې.

منظور احمد پشتین ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ استازو د پېښور په امن جرګه کې د ګډون بلنه د پښتونولي له مخې منلې وه، خو په جرګه کې د ګډون پر مهال د یاد غورځنګ استازو سره د جرګې د تالار په دروازه کې سپک چلند او بې احترامي شوې ده.

نوموړي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي:«په جرګه کې د سیاسي ګوندونو او ټولنیزو تنظیمونو لپاره لومړۍ څوکیو کې ځای او د خبرو کولو زمینه برابره شوې وه، خو د پښتون ژغورنې غورڅنګ استازو لپاره ځای په پام کې نه و نیول شوی.»

نوموړي ویلي، چې د امن جرګې د تنظیم کوونکو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ استازو ته د وینا اجازې نه ورکولو په اړه ویل شوي وو:«پر موږ لږ فشار دی، موږ هڅه کوو.»

نوموړي زیاته کړې، چې د پښتون ژغورنې غورڅنګ پر استازو په امن جرګه کې د پاکستان د ملي سرود په احترام د نه دریدو له امله فشارونه ډېر شوي او د هغوی پر ضد تبلیغات شوي دي.

پشتین ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ استازیو په جرګه کې تر وروستیو شیبو او انتظار کولو وروسته له جرګې سره پریکون کړی او د اعتراض په ډول د جرګې له تالار څخه وتلي دي.

منظور احمد پشتین ویلي، چې د پېښور جرګې له تالاره د پښتون ژغورنې غورځنګ استازو له وتلو وروسته د هغوی موبایلونه بند دي او بیا هېڅ ډول اړیکه ورسره نه ده نیول شوې.

منظور احمد پشتین په ټینګار سره ویلي، چې دغه ډول ستونزې به یاد غورځنګ له خپلو موخو څخه پر شا نه کړي.

پشتین زیاته کړې:«موږ د خپل مظلوم وطن او پښتنو لپاره قرباني ورکړې ده او لا هم د قربانۍ، سختې او هوډمنې مبارزې لپاره چمتو یو. موږ نه د واک شوق لرو او نه د لنډمهاله ګټو لپاره بل چاته امتیاز ورکوو، زموږ مبارزه د پښتنو د ستونزو د حل او له حقوقو څخه د دفاع لپاره ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې نن د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو نظیف خان اشنغر، حنیف پشتین او نورالله ترین د خیبر پښتونخوا د امن جرګې له تالار نه تر راوتلو وروسته خبریالانو ته وویل، چې دوی ته په دې جرګه کې د خبرو او وینا وخت نه دی ورکړل شوی او دوی له دې امله د اعتراض په ډول له جرګې سره پرېکون کوي. دوی ویلي، چې دا جرګه دولتي ده او د ریاست تر چتر لاندې جوړه شوې ده.

اصف درانی: ملا برادر سوداګري ناقانونه بولي خو د ټي ټي پي تاوتریخوالی غیرقانوني نه اعلانوي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۰ GMT+۰
اصف درانی: ملا برادر سوداګري ناقانونه بولي خو د ټي ټي پي تاوتریخوالی غیرقانوني نه اعلانوي
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د طالبانو پر دریځ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې داعجیبه ده چې ملا برادر له پاکستان سره سوداګري «ناقانونه» بولي، خو د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) تاوتریخوالی غیر قانوني نه اعلانوي.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي:« ایا دا ټوکه نه ده چې ملا برادر له پاکستان سره سوداګري ناقانونه بولي، خو د ټي ټي پي وحشت ته د ناقانونه عمل نوم نه ورکوي؟»

د هغه دا څرګندونې وروسته له هغې راځي چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو ته په یو غونډه کې وویل، هغه کسان چې له پاکستان سره قراردادونه لري، درې میاشتې وخت لري، چې خپل حسابونه تصفیه کړي.

هغه ویلي، د پاکستان د وارداتو د ټیټ کیفیت له امله باید صادرات او واردات له بدیلو لارو ترسره شي.

تر اوسه د طالبانو چارواکود دراني د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

امن جرګه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې دې ژر تر ژره د سوداګرۍ پر مخ پرانېستل شي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۶ GMT+۰
امن جرګه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې دې ژر تر ژره د سوداګرۍ پر مخ پرانېستل شي
100%

د خیبرپښتونخوا امن جرګې د ایالت د ټولو سیاسي ګوندونو په تایید سره په ۱۵ مادو کې د یادې جرګې اعلامیه خپره کړه. په یاده اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ژر تر ژره د لارو پر پرانېستلو او د افغانستان په اړه د پاکستان د حکومت پالیسۍ جوړولو کې د ایالتي حکومت پر مشورې ټینګار شوی.

د خېبر پښتونخوا د سیاسي ګوندونو ترمنځ نن د چار شنبې په ورځ په پېښور کې د خیبر امن جرګه وشوه، چې د یاد ایالت د روانو ناامنیو او افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې په اړه اندیښنو او حل لارو باندې خبرې پکې وشي.

یاده جرګه د ټولو سیاسي ګوندونو په تایید د یوې ۱۵ مادیزې اعلامیې په خپرېدو سره پای ته ورسېده.

د جرګې په اعلامیه کې غوښتنه شوې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې دې د هر ډول سوداګرۍ پر مخ ژر تر ژره خلاصې شي.

همدارنګه د یادې اعلامیې په ۱۳ ماده کې راغلي، چې د پاکستان مرکزي حکومت دې د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ په جوړولو کې کې له ایالتي حکومت سره مشوره وکړي او ډیلوماسۍ ته دې لومړیتوب ورکړل شي.

د امن جرګې په اعلامیه کې د مرکزي او ایالتي حکومت ترمنځ د اړیکو د نرمښت، د ناامنیو په مهارولو کې پر ایالتي حکومت باور، کانونو او نورو مسایلو په اړه یادونه شوې ده.

په جرګه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ته له بلنې سره سره، د وینا وخت نه دی ورکړل شوی او دغه غورځنګ له جرګې سره پرېکون اعلان کړی.

د خېبر پښتونخوا امن جرګه پر داسې مهاله ترسره شوه، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته د دواړو لوریو ترمنځ په قطر او استابنول کې درې ځلې مذاکرات پرته له کومې مطلوبې پایلې پای ته ورسیدل او له کابو یوې میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې د سوداګرۍ ترمنځ تړلې دي.

د تحریک انصاف ګوند ایالتي مشر: د پاکستاني طالبانو بیا میشتول د ریاست پالیسي وه

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۰
د تحریک انصاف ګوند ایالتي مشر: د پاکستاني طالبانو بیا میشتول د ریاست پالیسي وه
100%

د تحریک انصاف ګوند ایالتي مشر جنید اکبر د خیبر پښتونخوا په امن جرګه کې ویلي، چې سیاسي ګوندونو د پاکستاني طالبانو په بېرته راګرځېدو کې لاس نه درلود، بلکې د پوځ او استخباراتو د مشرانو له خوا ورسره همکاري کېده.

جنید اکبر زیاته کړه:« د هغه وخت د پوځ او استخباراتو مشرانو موږ ته ویل، چې باید بېرته طالبان راولو، ځکه د افغانستان حکومت دا وړتیا نه لري چې د دوی خلاف ګامونه واخلي. موږ ته ویل کېدل، چې د دوی کورنیو ته امتیازات ورکوو. هغه وخت ټولو سیاسي ګوندونو په دې اړه نیوکه لرله.»

نوموړي دا څرکندونې پرداسې مهال کړې، چې واک ته د طالبانو د رسېدو پرمهال د پاکستان حکومت د تحریک انصاف ګوند په لاس کې و او هغه مهال کابل ته د پاکستان د ای اېس ای د رییس سفر ډیر غبرګونونه را وپارول.

د امن جرګې دغه ناسته په داسې مهال کې ترسره کېږي، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت خورا ترینګلې شوي، د دواړو لوریو ترمنځ مذاکرات ناکام شوي او پاکستان کې بریدونه هم زیات شوي دي.

ملا برادر: افغان سوداګر دې له پاکستان سره خپل قراردادونه درې میاشتو کې تصفیه کړي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۹ GMT+۰
ملا برادر: افغان سوداګر دې له پاکستان سره خپل قراردادونه درې میاشتو کې تصفیه کړي
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو ته ویلي، هغه کسان چې د پاکستان سره قراردادونه لري؛ درې میاشتې وخت لري، چې خپل حسابونه تصفیه کړي. هغه ویلي، د پاکستان د وارداتو د ټیټ کیفیت له امله باید صادرات او واردات له بدیلو لارو ترسره شي.

ملا عبدالغني برادر نن د یوې ناستې پرمهال افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو ته څرګنده کړه، چې پاکستان په تېرو وختونو کې او په ځانګړي ډول د مېوو په موسم کې د سوداګرۍ لپاره لارې تړلې دي. هغه زیاته کړې، چې د پاکستان وارداتي توکي بیا تر ډېره ټیټ کیفیت لري.

هغه وايي، که دا ځل پاکستان له افغانستان سره د لارو پرانیستل غواړي؛ نو باید تضمینونه ورکړي چې بیا دغه لارې نه تړي.

ملابرادر ټینګار کړی، چې د افغانستان صادرات او واردات باید له بدیلو لارو څخه ترسره شي؛ ترڅو سوداګري خوندي او د هېواد اقتصادي ګټه تضمین شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په تېرو وروستیو کې اړیکې خورا ترینګلې شوې دي. له تېرې یوې میاشتې راهیسې له افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې هم تړلې دي.
د دواړه خواوو سوداګر شکایت کوي، چې د لارو تړل پاتې کېدو له امله یې سخت زیانونه لېدلي دي.