• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر خبرو اترو ټینګار کړی

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۷ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت صلاح کابل کې د یوې ناستې پر مهال د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر وروستي کړکېچ خبرې کړې دي.

پنج‌شنبه د (لړم ۲۲مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې متقي په یاده ناسته کې د اسلامي همکاریو سازمان استازي ته له اسلام‌اباد سره د وروستي کړکېچ او مذاکراتو په تړاو معلومات ورکړي. متقي ویلي، دوی له پاکستان سره د شخړو د حل لپاره پر خبرو اترو باور لري.

خبرپاڼه کې د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي په حواله راغلي، چې نوموړي هم د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند ستاینه کړې او د مسایلو لپاره یې په خبرو ټینګار کړی. په یاده ناسته کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو په تړاو هم خبرې شوې دي.

د متقي په خبره؛ د ژمي په رارسېدو سره د بېرته ستنېدونکو افغانانو لپاره کافي مرستو ته اړتیا ده او له یاد سازمان څخه یې د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د روان زېږدیز کال له پیله یوازې پاکستان او ایران نه څه باندې ۲مېلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو او سیاسي کړکېچ په ډېرېدو سره اسلام‌اباد یو ځل بیا په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی. د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو سازمانونه اندېښنه لري، چې د بېرته ستنېدونکو پراخو څپو په افغانستان کې وار دمخه رامنځته شوی بشري ناورین لا پسې پراخ کړی دی. یاد سازمان له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه سازمانونو غوښتي؛ څو د بېرته ستنېدونکو افغانانو سره لازمې بشري مرستې وکړي.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۳

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۴

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

۵

ټي‌ټي‌پي د پښتونخوا په سوات کې د درېو کسانو د وژلو پړه منلې ده

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه وایي، افغانستان د بېرته‌ستنوونکو له کړکېچ سره مخ دی

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۶ GMT+۰
ملګري ملتونه وایي، افغانستان د بېرته‌ستنوونکو له کړکېچ سره مخ دی
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک خبرداری ورکړی، چې افغانستان له پرله‌پسې زلزلو، اقلیمي بدلونونو او ناسم اقتصادي وضعیت سره هم‌مهاله د مېلیونونه بېرته ستنېدونکو له سختو څپو سره مخ دی.

سټیفان دوجاریک د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) د تازه راپور په اړه په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د بېرته‌ستنېدونکو له کبله افغانستان له زیات فشار سره مخ شوی دی. د هغه په وینا؛ د افغانستان اقتصادي رکود، د اقلیم بدلون او طبیعي پېښې د دې لامل شوې چې سیمه‌ییزې ټولنې د بېرته‌‌ ستنو شویو کسانو د جذب او ملاتړ توان له لاسه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام له نظره، باید طالبان د ښځو پر ضد ټول بندیزونه په سملاسي توګه لرې کړي او د هغوی د کار حق، د تګ راتګ ازادي او د زده‌کړو فرصتونه باید بېرته ورته چمتو شي. دغه سازمان ټینګار کړی، چې د نجونو ښوونځیو بېرته پرانېستل د بشري مرستو د ډېرېدو او دوام لپاره یو مهم شرط دی.

د ملګرو ملتونو د دغه سازمان د تازه راپور له مخې؛ افغانستان ته د ۲.۲ مېلیونه افغانانو بېرته ستنېدنه د دغه هېواد پر ثبات او اقتصادي وضعیت ژور فشارونه راوستي دي. راپور زیاتوي، چې له هر لسو افغان کورنیو څخه نهه یې له لوږې سره مخ دي او هم پوروړې دي.

راپور همدا راز څرګندوي، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر داسې مهال پراخ شوی چې په کور دننه د روغتیایي بنسټونو خدمتونه هم کمزوري شوي او په بې ثباته حالت کې دي. یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې د بېرته ستنېدو دغه بهیر کولای شي افغانستان کې د بې‌وزلۍ او ټولنیزې نا امنۍ کچه نوره هم لوړه کړي.

ایران او پاکستان دوه هغه ګاونډي هېوادونه دي، چې د روان زېږدیز کال له پیله یې له ۲مېلیونو ډېر افغان کډوال په جبري توګه اېستلي او دغه لړۍ لا هم ګړندۍ روانه ده.

اسټرالیا ښایي پر طالبانو نوي بندیزونه ولګوي

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۳ GMT+۰
اسټرالیا ښایي پر طالبانو نوي بندیزونه ولګوي
100%

د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان خبر ورکړی، چې د اسټرالیا حکومت پر طالبانو د خپلو بندیزونو په اړه د مقرراتو د بدلونونو څېړنه کوي. دغه سازمان وایي، دا د طالبانو هغو کسانو پر وړاندې یو مهم ګام دی چې په افغانستان کې یې له بشري حقونو جدي سرغړونې کړې دي.

د اسټرالیا خپلواکو بندیزونو د مقرراتو د وړاندیز شويو بدلونونو له مخې؛ د افغانستان لپاره نوي معیارونه ټاکل شوي دي. دغه بدلونونه به د اسټرالیا حکومت ته دا واک ورکړي، چې پر هغو افرادو او ادارو بندیزونه او پر اشخاصو د سفر بندیزونه ولګوي چې د ښځو، نجونو، لږکیو یا د خلکو د عمومي ازادیو په ځپلو کې لاس لري او یا هم مرسته ورسره کوي.

د یاد سازمان په وینا، دغه مقررات به اسټرالیا ته دا توان هم ورکړي؛ څو د هغو کسانو پر وړاندې اقدام وکړي، چې د قانون د واکمنۍ او ښې حکومتولۍ د کمزوري کولو هڅې کوي.

د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان د اسټرالیا څانګې مشره دانیلا ګاووش وایي: «دا خورا مهمه ده، چې د اسټرالیا حکومت د طالبانو هغو مشرانو په تړاو اقدام وکړي چې د ښځو او نجونو پر حقونو بریدونه کوي او له بشري حقونو ښکاره سرغړونې کوي».

د بشري حقونو سازمانونه د ښځو او نجونو پر ضد د طالبانو اقدامات «د بشریت پر ضد جرم» او «د جنسیت پر بنسټ ځورونه» بولي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو او د افغان ښځو د حقونو فعالانو د طالبانو دغه پالیسۍ «جنسي اپارټایډ» نومولې دي.

طالبانو په افغانستان کې د مدني ټولنې فضا خورا محدوده کړې ده، پراخ سانسور یې رامنځته کړی او ګڼ شمېر خبریالان او مدني فعالان یې هم نیولي او شکنجه کړي دي.

ګاووشن زیاتوي: «د استرالیا حکومت باید له هدفمنو بندیزونو څخه د خپلې بهرنۍ تګلارې د مهمې وسیلې په توګه ګټه واخلي؛ څو پر طالبانو فشار زیات کړي او هغوی د بشري حقونو د سرغړونو له امله ځواب‌ویلو ته اړ باسي. د هغو مشرانو پر وړاندې بندیزونه چې د بشري حقونو سرغړونه کوي، کولای شي د دغه ډول جرمونو بیه لوړه کړي».

امریکا، د ملګرو ملتونو سازمان او یو شمېر نورو هېوادونو لادمخه پر طالبانو سخت بندیزونه وضعه کړي دي. همدا راز د یادې ډلې پر یو شمېر لوړ پوړو غړو ځینو هېوادونو ته د سفرونو بندیزونه هم لګول شوي او د جرمونو نړۍوالې محکمې بیا د طالبانو د مشر ملاهبت الله د نیول کېدو امر هم کړی دی.

امرالله صالح: قطر له پاکستان نه د افغانستان د «څوکیدارۍ» رول اخیستی دی

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۶ GMT+۰
امرالله صالح: قطر له پاکستان نه د افغانستان د «څوکیدارۍ» رول اخیستی دی
100%

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام مرستیال ولسمشر امرالله صالح وایي، پاکستان يا د قطر هغه رول نه‌دی درک کړی چې د طالبانو د جوړونې په بهير کې يې لاره او يا يې قصداً له پامه غورځولی دی. هغه وایي، د افغانستان د څوکیدارۍ رول اوس د پاکستان له لاسه وتلی دی.

صالح پر اېکس پاڼه په یوه پوسټ کې لیکلي، اسلام‌اباد هيله‌من و چې يو ځل بيا د افغانستان «څوکيدار» شي او د طالبانو له لارې د امريکا او اروپا د بشري مرستو د ترلاسه کولو وسيله پيدا کړي. صالح وایي، پاکستان د هغه رول په تمه و چې په ۱۹۹۰ لسيزه کې يې لاره. د هغه په خبره؛ دا ځل قطر وتوانېد، چې دغه رول له پاکستان نه واخلي.

نوموړي زياته کړې ده، قطر د لوېديځو هېوادونو څخه د ښکاره مالي مرستو ترلاسه کولو پرته د طالبانو د بودجې يوه برخه په پټه تمويلوي؛ څو د یادې ډلې له ړنګېدو مخنيوی وکړي. د صالح په وينا؛ دوحه په دې کار سره د طالبانو د واکمنۍ په ټينګښت کې ځانګړې برخه لري او په غيرمستقيم ډول د نجونو د ښوونځيو د تړلو او د طالبانو د ځپونکو تګلارو ملاتړ هم کوي.

صالح خبرداری ورکړی، ښایي قطر د پاکستان هغه وړانديز ومني چې غواړي په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ «ټي‌ټي‌پي» دفتر پرانېزي؛ ځکه قطر د طالبانو د ملاتړ تجربه لري او ښايي يو ځل بيا ورته رول د سيمې په کچه تکرار کړي.

صالح دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د اسلام‌اباد او افغان طالبانو ترمنځ د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو پر سر کړکېچ ورځ تر بلې زیاتېدونکی دی او د دوحې په ګډون استانبول کې یې درې ځله ترمنځ مذکرات ناکام شول. پاکستان له افغان طالبانو غواړي، چې په خپله خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والې ډلې پناه ځایونه ختم کړي او په مقابل کې یې طالبانو بیا له اسلام‌اباد غوښتي چې په خپله خاوره کې د داعش مرکزونه ختم کړي.

د بښنې نړۍوال سازمان: طالبانو‌ په سیسټماټیک ډول افغان نجونې او ښځې له ټولنې حذف کړې دي

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۰ GMT+۰
د بښنې نړۍوال سازمان: طالبانو‌ په سیسټماټیک ډول افغان نجونې او ښځې له ټولنې حذف کړې دي
100%

د بښنې نړۍوال سازمان پنج‌شنبه د (لړم ۲۲مه) ویلي، طالبانو په سیسټماټیک ډول افغان نجونې او ښځې د ژوند له ټولو برخو حذف کړې او له حقونو یې محرومې کړې دي. دغه سازمان وایي، نړۍواله ټولنه باید د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره مبارزه وکړي.

یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې د طالبانو بندیزنو د افغان نجونو او مېرمنو انساني کرامت هم له‌منځه وړی دی. د پښنې نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د طالبانو پر دغو بندیزونو او محدودیتونو باید نړۍواله ټولنه غږ پورته کړي او باید ورسره حساب هم وکړي.

له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې پر افغانستان واکمنو طالبانو د ښځو پر کار، سفرونو، د نجونو پر زده‌کړو او د ژوند په بېلابېلو برخو د محدودیتونو تر څنګ ګڼ بندیزونه هم لګولي دي. د معلوماتو له مخې؛ ملا هبت الله د خپل واک په موده کې تر ۱۰۰ډېر فرمانونه د ښځو او نجونو خلاف صادر کړي او په ټولنه کې یې د هغوی ژوند لا پسې محدود کړی دی. دغه ډله د خپلو سختدریځه تګلارو له کبله نړۍوالې انزوا سره مخ ده او د جرمونو نړۍوالې محکمې یې د ځینو مشرانو د نیولو امر هم له همدې امله کړی دی.

د طالبانو ترمنځ دننه هم د نجونو زده‌کړو او د ښځو د کار په تړاو ژور مخالفتونه شته؛ خو دې درزونو هم د ملا هبت الله پر دریځ هېڅ ډول اغېز نه‌دی کړی او لا یې خپلو سختدریځه تګلارو ته زور ورکړی دی. نیوکې دا دي، چې یو شمېر لوېدیځو هېوادونو او د بشري حقونو ملاتړو پر طالبانو د فشارونو برعکس دې ډلې سره تعامل ته غاړه اېښې ده.

افغان ښځینه فعالانو هم په وار وار له هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو غوښتي؛ څو د نجونو د زده‌کړو بندیزونو او پر ښځو د محدودیتونو له کبله پر طالبانو سخت محدودیتونه وضعه کړي. د ملګرو ملتونو سازمان له افغان نجونو او مېرمنو سره د طالبانو روان چلند د «جنسي اپارټایډ» په توګه هم پېژندلی دی.

سراج الحق وایي، د طالبانو او پاکستان جګړه د هند په ګټه ده

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۴ GMT+۰
سراج الحق وایي، د طالبانو او پاکستان جګړه د هند په ګټه ده
100%

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق په پښتونخوا کې د امن جرګې پر مهال وینا کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه د هند په ګټه ده. هغه زیاته کړې، چې دواړه لوري باید د خبرو اترو له لارې سره مسایل حل کړي.

هغه همدا راز د افغانستان انټرنشنل – پښتو خبریال سره چهارشنبه د (لړم ۲۱مه) ویلي، د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د جګړې پلوی نه‌دی او باید بیا ځل مذاکراتو ته مخه شي.

د هغه په خبره: «ضرور دا وایو، که د دوحې مذاکرات ناکام شول، که د استانبول ناکام شول؛ نو باید بل پړاو وشي او بیا پسې بل پړاو وشي». هغه زیاتوي: «که د دوو وزیرانو د ناولو خبرو په پایله کې دواړه قومونه وجنګېږي، دا ډېره د بدقسمتۍ خبره ده».

دغه پاکستانی سیاست‌وال وایي، که د طالبانو حکومت وغواړي؛ نو پاکستان کې روان کړکېچ او نا امنۍ ختمولای شي. د نوموړي په وینا؛ که پر کابل واکمن طالبان د پاکستاني طالبانو غورځنګ ته سپارښتنه وکړي، چې له جګړې لاس واخلي نو د جګړې د پای ته رسېدو امکان شته.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ په دې وروستیو کې کړکېچ اوج ته رسېدلی دی. اسلام‌اباد دعوه لري، چې افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو غورځنګ غړو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او له هماغه ځایه پاکستان کې بریدونه پلانوي. د ترکیې په مذاکراتو کې لانجمن ټکي دا بلل شوي، چې اسلام‌اباد له طالبانو تضمینونه غوښتي؛ څو د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌وال به نور پاکستان کې بریدونه نه کوي؛ خو طالبانو یې دې شرطونو ته غاړه نه‌ده اېښودلې.

د طالبانو د مذاکراتي پلاوي یوه غړي او د کورنیو چارو وزارت مرستیال یې حاجي نجیب الله تېره ورځ چهارشنبه د (لړم ۲۱مه) یوې خبري غونډه کې ویلي، دوی په دوحې او استانبول کې پاکستاني پلاوي ته په ډاګه کړې چې د دوی د کورني امنیت مسوول نه‌دي او نه هم په دې تړاو تضمین ورکولای شي.

هاخوا طالبان بیا ادعا لري، چې د داعش ترهګره ډله پاکستان کې پناه ځایونه لري او د دغه هېواد پوځ یې د افغانستان پر ضد کاروي. دوی وایي، په دې تړاو یې شواهد هم منځګړو هېوادونو ته سپارلي دي. ورسره هم‌مهاله د طالبانو د ریاست الوزا اقتصادي مرستیال له پاکستان سره په هره ډول سوداګریزې راکړې ورکړې هم بندیز ولګاوه او افغان سوداګرو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په بدیلو لارو غور وکړي.

د چارو کارپوهانو په وینا؛ په نږدې راتلونکي کې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو ښه والي لپاره کوم څرک نه لیدل کېږي او ښايي دغه کشاله لا پسې اوږده او نوره هم کړکېچنه شي.