• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېرکال له یو مېلیون څخه ډېر کسان د نري رنځ له امله مړه شوي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۵ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي، چې (توبرکلوز) نري رنځ تېر کال له ۱.۲ مېلیونو څخه ډېر کسان مړه کړي او له ۱۰ مېلیونو څخه ډېر کسان بیا په دغې ناروغۍ اخته شوي دي. د نري رنځ ناروغي په نړۍ کې یو له وژونکو ساري ناروغیو څخه ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي رییس ټېډروس اډانوم د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) وویل: «دا واقعیت دی، چې نری رنځ هر کال له یو مېلیون څخه ډېر خلک وژني؛ سره له دې چې دا یوه د مخنیوي او درملنې وړ ناروغي ده.»

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴
ستاسو روایت

یو طالب جنګیالی: د جګړې د ډګر جنګیالي اوس یا اوزګار دي او یا هم په کمو پیسو عسکري‌ کوي

۵

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له ډنمارکۍ کمېټې سره د ۱ میلیون او۸۰۰زره ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۰ GMT+۰
100%

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې د افغان کډوالو د مرستو لپاره له ډنمارک کمېټې سره یې د یو میلیون ۸ سوه ۱۰۹۴ ډالرو په ارزښت د کډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه. طالبانو ویلي، چې په دې سره به د ۵ ولایتونو په ۳۳ ولسوالیو کې خلکو ته اساسي او وقایوي پروژې تطبیق کړي.

د طالبانو دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۲مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغې ادارې رييس نورالدین ترابي د ډنمارک کمېټې له سرپرست نور ګل نوري یاد تفاهم لاسلیک کړی دی.

ترابي ویلي: « خوښ یو چې نن یو داسې تفاهم لیک لاسلیک کوو، چې په هغه سره د ۵ ولایتونو ۳۳ ولسوالیو کېخلکو ته اساسي او وقایوي پروژې تطبیق کیږي.»

طالبان د ورته پروژې د تطبیق او خلکو ته د اسانتیاوو د برابرولو په پلمه له زياتو بنسټونو او مرستندویه ادارو مرستې اخیستي؛ خو دغې ډلې خلکو ته د شفافیت په برخه کې هېڅ ځواب نه دی ویلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جي۷ هېوادونو ادعاوې بې‌ بنسټه او نامسوولانه وبللې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۹ GMT+۰
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د جي۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو وروستي بیان ته غبرګون ښودلی او د ایران په اړه یې د دغې ډلې ادعاوې بې‌اساسه، نامسوولانه او د نه منلو وړ بللې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دجي۷ هېوادونو دریځ د امریکا او درېیو اروپايي هېوادونو له هغو غیرعادلانه کړنو سره یو شان دي او هغوی هم هڅه کوي د ملګرو ملتونو پخواني بندیزونه بېرته پر ایران تطبیق کړي.

اسماعیل بقايي ویلي، دا ډول دریځونه د نړۍوالو اصولو خلاف دي او هېڅ ډول قانوني مشروعیت نه‌لري.

بقایي د اسراییلاو امریکا له لوري پر ایران د بریدونو او د دې هېواد پر سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو د حملو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اوو هېوادونو د ډلې غوښتنه له ایران سره د نړۍوال اټومي انرژۍ اژانس په همکارۍ کې، پرته له دې چې د امریکا او اسراییل د ګډو بریدونو یادونه وکړي، دوه‌مخي او لاسوهنه ده.

هغه وویل: «امریکا د ایران له برجام څخه د ۲۰۱۸ کال له یو اړخیز وتلو وروسته د اوسني وضعیت اصلي لامل ده او درېیو اروپايي هېوادونه د خپلو ژمنو په نه‌پوره کولو او د امریکا او اسراییل له تیري په ملاتړ سره د اټومي تړون څرګند نقض کړی دی.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاند د فلسطین په اړه د جي۷ هېوادونودریځ هم غیر مسوولانه وباله او زیاته یې کړه، چې د فلسطینیانو پر وړاندې د اشغال او نسل‌وژنې ملاتړ د نړۍوالو ژمنو ښکاره نقض دی.

هغه د اوکراین جګړې په اړه د جي۷ هېوادونو ادعاوې هم رد کړې او څرګنده یې کړه، چې ایران د جګړې مخالف دی او د شخړې د حل یوازنۍ حل لاره یې خبرې او ډېپلوماټیکې هڅې بولي.

د جي۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چې په‌کې کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او د امریکا متحد ایالتونه او د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست همغږي کوونکي شامل دي د چهارشنبې په ماښام (د نومبر ۱۲مه) د دوه ورځنۍ غونډې پای کې په کاناډا کې په یوې ګډې اعلامیې کې له ایران څخه وغوښتل، چې له متحده ایالاتو سره مستقیمې خبرې پیل کړي.

په ګډه اعلامیه کې راغلي: «موږ له ایران څخه غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړو او د اټومي وسلو د نه‌خپرېدو تړون (NPT) له‌مخې خپلې ژمنې په بشپړ ډول عملي کړي.»

دجي۷هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې ایران باید د نړۍوال اټومي انرژۍ له اژانس (IAEA) سره خپله بشپړه همکاري بېرته پیل کړي او اجازه ورکړي چې د دې اژانس د تفتیش ډلې د دغه هېواد ټولو اټومي موادو او تاسیساتو ته لاسرسی ولري.

په اعلامیه کې له تهران څخه همداراز غوښتل شوي، چې د اروپا درې‌ګونو هېوادونو (جرمني، فرانسه او بریتانیا) په ملاتړ، له متحده ایالاتو سره مستقیمو خبرو ته داخل شي.

بی‌بي‌سي له ټرمپ څخه بښنه وغوښته

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۷ GMT+۰
100%

بی‌بي‌سي ټلویزیون دپنجشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د هغه د وینا د ایډیټ له امله، بښنه وغوښته. خو بي‌بي‌سي د ټرمپ د تاوان غوښتنه رد کړې ده.بي‌بي‌سي د ټرمپ وینا داسې ایډیټ کړې وه، چې ګواکې هغه د تاوتریخوالي ملاتړ کړی دی.

رویټرز د بي‌بي‌سي له قوله لیکلي، چې بی‌بي‌سي د زړه له تله د ویډیو د ایډیټ کولو له امله خواشیني څرګنده کړې، خو دا چې د ټرمپ د بدنامه کولو یا سپکاوي قصد یې کړی دا نه مني.

بي‌بي‌سي زیاته کړې: «موږ دا نه منو چې موږ هغه بدنام کړی، نو د تاوان غوښتنې قانوني دلیل نه‌شته.»

بی‌بي‌سي همدارنګه ویلي چې د هغه وینا به نوره نه خپروي.

یاده دې وي، چې څو ورځې مخکې د بي‌بي‌سي مشرټیم ډېوي او د خبرونو اجرایيه مسوولې د همدې وینا د ایډیټ د فشارونو له امله له خپلو دندو لاس پر سر شول.

بي‌بي‌سي چې د نړۍ یو له تر ټولو پخوانیو رسنیو ګڼل کېږي، په دې وروستیو کلونو کې د بې‌پلوۍ په اړه له ګڼو پوښتنو سره مخ ده.
یو افشا شوی داخلي راپور ښيي، چې د بي‌بي‌سي العربیه د غزې جګړې په پوښښ کې د اسراییل پر هم ضد تعصب ښودلی و.

چارواکی: د امریکا له لوري اسراییل ته نظامي مرسته د افغانستان لګښتونو پرتله ډېره کمه ده

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۰
100%

یوه لوړپوړي اسراییلي چارواکي ویلي، هغه مرستې چې متحده ایالات یې هر کال اسراییل ته ورکوي، د امریکا د هغو لګښتونو پرتله چې په افغانستان او منځني ختیځ کې شوي ډېرې کمې دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د اسراییل او امریکا ترمنځ د ۲۰ کلن امنیتي تړون د امکان په اړه راپورونه خپاره شوي دي. د «اکسیوس» د راپور له مخې، اسراییل امریکا ته د داسې یوه اوږدمهاله تړون وړاندیز کړی چې تر ۲۰۴۸ کال پورې، د اسراییل د سل کلنۍ، دوام وکړي.

دغه چارواکي چې د نوم څرګندونه یې نه ده شوې ویلي، موخه دا ده چې د مرستو تمرکز له مستقیم نظامي تمویل څخه ګډو څېړنو، دفاعي ټکنالوژۍ او استخباراتو ته واړول شي، څو اسراییل له دفاعي اړخه لا تقویه شي.

دغه چارواکي زیاته کړه: «زموږ نظامي مرسته د هغه څه پرتله چې امریکا په افغانستان یا منځني ختیځ کې لګولې ده، ډېره کمه ده.»

هغه دا هم وویل، چې له دې مرستې ۸۰ سلنه په امریکا کې لګول کیږي او دندې هم رامنځته کوي.

د راپور له مخې، د نوي تفاهم لیک خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستیو اونیو کې پیل شوي، خو د غزې جګړې له امله تر ډېره ځنډېدلې وې.

په ورته وخت کې، د اسراییل لومړي بنیامین نتنیاهو دغه ډول راپورونه رد کړي دي.

د برېتانیا اټومي هڅو د امریکا اندېښنه راپارولې ده

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۲ GMT+۰
100%

رویټرز د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۲مه) راپور ورکړی، چې برېتانیا غواړي په «شمالي ویلز» کې خپل لومړی وړوکی اټومي بټۍ جوړه کړي. دغه پرېکړې د امریکا غوسه پارولې، ځکه واشنګتن غوښتل دغه ځای کې د امریکایي شرکتونو په مشرۍ لویه اټومي بټۍ جوړه شي.

برېتانیا وايي، چې وړې اټومي بټۍ ارزانه، چټک جوړېدونکې او د انرژۍ د خونديتوب او د اقلیم د اهدافو لپاره غوره دي. د دې بټۍ د طرحې مشري «رولزرویس » شرکت کوي.

په برېتانیا کې د امریکا سفیر ویلي، چې دغه پرېکړه مایوسه کوونکې ده، ارزانه او چټکې نورې لارې هم شته. امریکا هیله درلوده، چې «ویسټینګ هوس» شرکت به په وایل‌فا کې لویه بټۍ جوړه کړي، خو برېتانیا خپله داخلي پروژه غوره کړه.

رویټرز په دغه راپور کې زیاته کړې، د برېتانیا حکومت ویلي چې کېدای شي په بل ځای کې لویه بټۍ هم جوړه کړي او د ۲۰۲۶ کال تر مني پورې به مناسب ځای معلوم کړي.
سربېره پر دې برېتانیا وايي، چې غواړي له امریکا سره په اټومي انرژۍ کې همکاري وساتي.

راپور زیاتوي، چې نوې وړوکې بټۍ به درې میلیونه کورونو ته برېښنا برابره کړي او د جوړېدو پر مهال به تر ۳۰۰۰ پورې کارکونکي وګوماري. دغه بټۍ به تر ۲۰۳۰ کاله پورې د ملي شبکې سره ونښلول شي. همدا راز، په برېتانیا کې دوه نورې لویې اټومي بټۍ هم د جوړېدو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د برېتانیا د انرژۍ پر سیاست نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې برېتانیا باید د شمالي سمندر څخه د تېلو استخراج زیات کړي.