• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له یو شمېر هېوادونو سره د بندیانو د رالېږد په تړاو خبرې روانې دي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د بندخونو چارو د سمون اداره وايي، له هغو هېوادونو سره د افغان بندیانو د رالېږد خبرې رواني دي، چې اوسمهال پکې د بند شپې او ورځې تېروي. د طالبانو د بندخونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري وایي، ډېری افغان بندیان په ایران او پاکستان کې دي.

هغه همدا راز ویلي، چې په چین کې ۲۳ بندیان او روسیه کې تر دېرشو ډېر افغان بندیان موجود دي.

مستري همداراز زیاته کړې، چې تر اوسه پورې تر ټولو ډېر بندیان ایران دوی ته سپارلي دي او اوسمهال په دې برخه کې له ګڼو هېوادونو سره په خبرو بوخت دي، چې افغان بندیان هېواد ته راستانه کړي.

هغه ویلي: «ایران ۱۶۰۰ بندیان، چین یو بندي، جرمني ۲۷ بندیان، کویټ درې بندیان، اذاربایجان درې، یمن درې بندیان، اماراتو شاوخوا ۵ بندیان موږ ته سپارلي.»

هغه زیاته کړې، چې په دغو بندیانو کې ځیني انتقال شوي او ځینې د انتقال په حال کې دي.

د بندخونو چارو د سمون اداره وایي، په هېواد کې یې بندیانو ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي، چې زیات شمېر یې د دیني او عصري زده کړو ترڅنګ په حرفوي زده کړو بوخت دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

ادریس زمان: د افغانستان د ننګونو مدیریت د سیمې له چلند سره تړاو لري

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۷ GMT+۰
ادریس زمان: د افغانستان د ننګونو مدیریت د سیمې له چلند سره تړاو لري
100%

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون د افغانستان د تېر نظام د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال ادریس زمان له قوله لیکلي، چې د سیمې راتلونکې په دې پورې تړلې ده چې د مرکزي او سوېلي اسیا هېوادونه د افغانستان له ننګونو سره څنګه چلند کوي.

دغه ورځپاڼه وايي، ادریس زمان د اسلام‌اباد د پالیسۍ څېړنیز انسټيټیوټ له لوري د «مارګله امنیتي ډيالوګ» په دوه ورځنۍ غونډه کې افغانستان د سیمې د ثبات محور وباله او زیاته یې کړه: «د سیمې راتلونکې د افغانستان له ننګونو سره د منځنۍ او سوېلي اسیا د چلند له څرنګوالي سره تړلې ده. سیمه‌ییزه سوله په افغانستان کې له ثبات پرته ناشونې ده.»

د هغه په باور، د جنایي شبکو او غېر دولتي وسله‌والو ډلو منفي اغېز «ستراتېژیک فلجوالی» رامنځته کړی دی.

د دغې ورځپاڼې په وینا، په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د پاکستان د ملي امنیت پخواني سلاکار معید یوسف بیا وویل، سمدستي د پاکستان لپاره تر ټولو ستره ننګونه افغانستان دی.

هغه زیاته کړې: «د پاکستان پر وړاندې د کابل دریځ کې د نرموالي هېڅ نښې نښانې نه ښکاري.»

معید یوسف همداراز وړاندیز وکړ، چې پاکستان باید اقتصادي او امنیتي مسایل له یو بل څخه جلا کړي او د منځنیو قدرتونو په مرسته د افغانستان د ناورین پر حل تمرکز وکړي.

له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې ډېرې ترینګلې شوې او له څو وارې مخامخ جګړې وروسته له اوربند پرته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د سولې خبرو هم څه پایله ورنه‌کړه او لا هم یو بل ګواښي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلام‌اباد د پالیسۍ څېړنیز انسټيټیوټ د «مارګله امنیتي ډيالوګ» دوه ورځنۍ غونډه د «نړۍوال نظم راتلونکی، همکاري که تقابل» تر سرلیک لاندې له پاکستان سربېره د یو شمېر نورو هېوادونو د پوهانو، ډيپلوماتانو او نورو څېړونکو په ګډون د نومبر پر ۱۱مه او ۱۲مه په اسلام‌اباد کې جوړه شوې وه.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د نړۍوال نظم د بدلون، د امریکا او چین د سیالۍ او د افغانستان پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې شوې دي.

ملګرو ملتونو په افغانستان او نړۍ کې د جرمي شبکو پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۱ GMT+۰
ملګرو ملتونو په افغانستان او نړۍ کې د جرمي شبکو پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی
100%

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو ضد دفتر د «سرحدونو هاخوا د سازمان‌شویو جرمونو د مبارزې نړۍوالې ورځې» په مناسبت اعلان کړی، چې له جنایي شبکو سره مبارزه کولای شي په افغانستان او نړۍ کې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د کیفیت د لوړوالي لامل شي.

د دغه دفتر استازي پولیک اوکیسیري په یوې ویډیو کې د جرمي شبکو د مهارولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه وویل، چې دا شبکې خلکو، ټولنې، د هېواد اقتصاد او چاپېریال ته جدي زیان رسوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان د تریاکو د کر او تولید د کمېدو او په سیمه کې د مصنوعي نشه‌یي توکو د قاچاق د زیاتېدو له امله ښایي جنایي شبکې د خپلو پخوانیو عوایدو د جبران لپاره د مصنوعي نشه‌یي توکو تولید او قاچاق ته لا ډېره مخه کړي.

هغه وویل: «د نشه‌یي توکو تولید او قاچاق لا هم د فراملي جنایتکارو شبکو د عوایدو سرچینه ده. دغه عواید د وسلو قاچاق، د انسان او کډوالو قاچاق او نورو جدي جرمونو لکه فساد او ترهګرۍ ته لاره هواروي.»

پولیک اوکیسیری ویلي، چې د سرحدونو هاخوا د سازمان‌ شویو جرمونو او د نشه‌یي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره نړۍواله همکاري او د ناقانونه مالي لارو بندول اړین دي.

د هغه په باور، د دې ستونزې حل د نشه‌یي توکو د عرضې د اصلي لاملونو په لرې کولو پورې تړلی دی، چې پکې د بدیلو معیشتونو رامنځته کول او بزګرانو ته د اقتصادي فرصتونو برابرول شامل دي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو ضد دفتر د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې د مصنوعي نشه‌یي توکو په ځانګړي ډول مېتامفټامین (شیشه)، تولید په زیاتېدو دي او د ۲۰۲۴ تر پایه پورې د دغو توکو نیونې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه لوړې شوې دي.

ملګرو ملتونو د بوديجې د کمښت له امله افغان راستنېدونکو ته د نغدو مرستو ورکول محدود کړي دي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۱ GMT+۰
ملګرو ملتونو د بوديجې د کمښت له امله افغان راستنېدونکو ته د نغدو مرستو ورکول محدود کړي دي
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی، چې د نړۍوالو مالي محدوديتونو له امله دوی نه شي کولای له ټولو افغان راستنېدونکو سره نغدي مرستې وکړي. د دې ادارې مرستې له دې وروسته يوازې هغو «زیان‌منو راستنېدونکو» ته ورکول کېږي، چې د «پي او‌ ار» کارټ لري.

ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نړۍوالو مالي ستونزو د بشري مرستو بهير اغېزمن کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د جمعې له ورځې راهيسې افغان راستنېدونکو ته د نغدو مرستو ورکول محدود شوي دي.

په اعلاميه کې راغلي: «اوسمهال ټول افغان راستنېدونکي د مرستې ترلاسه کولو وړ نه دي. دا ډول هدفمنده مرسته يوازې د هغو کسانو لپاره ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ کې ثبت شوي او يا د پي او‌ ار کارټ لري.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په پاکستان کې ټینګار کړی، چې د افغان کورنيو ستونزې د درک وړ دي او که مالي تمويل برابر شي، مرستې به بيا پيل شي.

د ملګرو ملتونو له خوا د افغان کډوالو مرستې په داسې حال کې محدودې شوي، چې پاکستان تازه د افغان کډوالو د شړلو نوې څپه پيل کړې او يوازې په يوه ورځ کې شاوخوا اووه زره افغانان له دې هېواده شړل شوي دي.

دې لړۍ د بشري حقونو د سازمانونو اندېښنه هم راپارولې ده. د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم د افغان کډوالو د شړلو ناوړه پايلو په اړه خبرداری ورکړی او له اسلام‌اباد څخه يې غوښتي، چې خپلو نړۍوالو ژمنو ته وفادار پاتې شي.

ايران هم هره ورځ سلګونه افغان کډوال شړي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ويلي، چې د افغانانو د دوامداره شړلو له امله په افغانستان کې د بشري مرستو رسونه لا نوره هم پېچلې شوې ده.

شهباز شریف له کابل او نوي ډيلي سره د تحولاتو په اړه د اردُن پاچا ته معلومات ورکړل

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۸ GMT+۰
شهباز شریف له کابل او نوي ډيلي سره د تحولاتو په اړه د اردُن پاچا ته معلومات ورکړل
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اردُن له پاچا دویم عبدالله سره په کتنه کې د پاکستان په ګاونډ کې د وروستیو تحولاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان او هند په اړه هغه ته معلومات ورکړل. د پاکستان حکومت د دغو معلوماتو د ورکړې په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د اردُن پاچا دویم عبدالله د شنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) د پاکستان پلازمینې اسلام‌اباد ته په یوه دوه ورځني سفر ورسېد. هغه د پاکستان له ولسمشر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د پراختیا او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د اردُن پاچا د دغه هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف سره په جلا کتنه کې د پاکستان او اردُن ترمنځ د ستراتېژیکو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا تر څنګ په سیمه‌ییزو او نړۍوالو پلیټفارمونو کې د متقابلو ګټو پر بنسټ د ګډو همکاریو د پراخېدو ژمنه وکړه.

د پاکستان حکومت د خبرپاڼې له‌مخې، شهباز شریف په دې کتنه کې «د پاکستان په ګاونډ کې د وروستیو تحولاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان او هند په اړه پاچا دویم عبدالله ته معلومات ورکړل.»

په خبرپاڼه کې د دغه معلوماتو د ورکړې په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو د اردُن د پاچا له قوله ویل شوي، چې هغه د سیمې په ثبات او سوله کې د پاکستان مهم رول ستایلی دی.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان د روان کال په ترڅ کې لومړی له هند سره جګړه وکړه او بیا تر هغې وروسته له طالبانو سره ونښتل، خو د امریکا په وینا له هند سره اوربند وشو او د قطر او همداراز ترکیې په منځګړیتوب له طالبانو سره اوربند وشو، خو لا هم د دواړو هېوادونو د ستونزو د اساسي حل لپاره ۳ ځلي خبرو له اوربند پرته بله څه پایله نه ده ورکړې.

اریانا افغان هوايي شرکت له هند سره د کارګو لپاره ټیټې بیې عملي کوي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۰
اریانا افغان هوايي شرکت له هند سره د کارګو لپاره ټیټې بیې عملي کوي
100%

د اریانا افغان هوايي شرکت د طالبانو د اقتصادي مرستیال د پرېکړې پر بنسټ له یکشنبې څخه د ډیلي سکټور لپاره د کارګو له لارې تر ټولو ټيټې بیې عملي کوي. دوی ویلي، یو کیلو سوداګریر صادراتي‌ توکي په یو امریکايي ډالره او یو کیلو وارداتي سوداګريز توکي په ۸۰ سنټه لېږدوي.

د اریانا افغان هوايي شرکت مشر بخت‌الرحمان د شنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) په یوه اعلامیه کې ویلي: «اریانا ویاړي چې په نړۍواله کچه د افغاني تولیداتو د لېږد په برخه کې خپل ملي مسوولیت ادا کوي او موخه یې دا ده، چې افغاني تولیدات په ټیټه بیه د نړۍ هر ګوټ ته ورسېږي.»

اوسمهال دغه شرکت د کارګو الوتنو له لارې د افغانستان وچه او تازه مېوه، زعفران، غالۍ او نور صادراتي توکي ګڼو هېوادونو ته انتقالوي.

اریانا افغان هوايي شرکت وروسته تر هغه دغه اقدام کړی، چې د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا برادر له پاکستان سره د سوداګرۍ د بندېدو خبر ورکړ.

نوموړي ویلي، چې د افغان سوداګرو لپاره پر بدیلو لارو او اسانتیاوو کار کوي.