نبيالله ارغنديوال د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي: «د قوشتېپې کانال د ځمکو په اړه تر اوسه هېڅ ډول رسمي پرېکړه نه ده شوې.»
هغه له هېوادوالو وغوښتل، چې د دغه ډول «حرفهيي غلو» په دوکو ونهغولېږي او هېچا ته په دې نوم پیسې ورنهکړي، چې ګواکې د قوشتېپې کانال په شاوخوا کې د پرتو ځمکو د اجارې د ورکړې په برخه کې ورسره همکاري کوي.
تر دې مخکې داسې اوازې خپرې شوې وې، چې ګواکې د طالبانو له لوري د قوشتېپې کانال په شاوخوا کې پرتې ځمکې د کرکېلې لپاره په ارزانه بیه خلکو ته په اجاره ورکول کېږي.
د ملي پراختیا شرکت په وینا، د قوشتېپې ملي کانال پروژې چارې اوس مهال په خورا چټکۍ سره روانې دي او د سربند ودانیزې چارې یې نږدې ۸۵سلنه، د کانال د دویم فاز د کېندنې او ډکولو چارې شاوخوا ۹۵ سلنه بشپړې شوي او دغه راز د کانال په مسیر کې پر یو شمېر پلونو او د اوبو تنظیموونکو ودانیو هم کار روان دی.
د قوشتېپې ملي کانال پروژه د هېواد له لویو او بنسټیزو پراختیایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې له امو سیند څخه سرچینه اخلي او په مسیر کې یې د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو زرګونه هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبوي.
دغه پروژه د کرنیزو تولیداتو د ډېروالي، د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه والي، د اوبو مدیریت او هېواد د ځان بسیاینې لپاره یو بنسټیز بدلون بلل کېږي.
تر دې وړاندې ډیپلوماټ مجلې (د ۱۴۰۴ وږي ۲۰مه) په یوې مقاله کې ویلي و، چې د قوشتېپې کانال د امو سېند تر ۳۰ سلنې اوبه د افغانستان خوا ته جلا کوي.
دغه کانال د افغان بزګرو لپاره له وچکالۍ او بېوزلۍ څخه د خلاصون یوه هېله ده؛ خو پر ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان اوبه کمولای شي.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایُف هم نن (یکشنبه د لړم ۲۵مه) د منځنۍ اسیا هېوادونو په اوومه سرمشریزه کې په ټينګار سره وویل، افغانستان باید د امو سیند حوزې د اوبو د ګډو سرچینو په کارولو کې په سیمهییزو خبرو اترو کې فعاله ونډه واخلي.
د ازبکستان ولسمشر: د افغانستان وضعیت جدي پاملرنې ته اړتیا لري | افغانستان انټرنشنل پښتو
تر دې مخکې ازبکستان د امو سیند پر اوبو د قوش تېپې کانال د جوړېدو په تړاو هم اعتراض کړی و، خو طالبانو بیا ویل چې له یاد سیند څخه یوازې د خپلې ونډې په اندازه اوبه یاد کانال ته ګرځوي.