• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني پولیسو د اسلام اباد له چاودنې وروسته پلټونکو عملیاتو کې ۷۶ افغانان نیولي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۲ GMT+۰

په راولپنډۍ کې د پاکستاني پولیسو مشر ویلي، چې د «غیر قانوني» افغانانو د پلټلو په موخه ددغه ښار په ګڼو کورونو، هټیو او هوټولو باندې عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې ۷۶ افغان کډوال نیول شوي دي.

د پاکستان اېکسپریس ټریبون ورځپاڼې د راولپڼدۍ د پولیسو د مشر سید خالد همداني له قوله ویلي، چې پولیسو په اسلام اباد کې تر چاودنې وروسته په کورونو، هټیو، هوټلونو، د بسونو او لاریو تمځایونو کې د پلټنې عملیاتو پرمهال ۷۶ «غیرقانوني» افغان کډوال نیولي دي.

سید خالد همداني ویلي:«د راولپنډۍ پولیس د شته ټولو سرچینو په کارولو سره د ښار د امنیت او ثبات د ساتنې لپاره کار کوي او دا به په راتلونکي کې هم دوام ولري.»

د پلټنې یاد عملیات په ۱۳۷۵ کورونو، ۴۱۲ هټیو او ۱۱۲ هوټلونو کې شوې دي.

د پولیسو په وینا د پلټنې یاد عملیات یې د راولپڼدۍ په راوت، ګجرخان، چونترا، کهوټه، جتلي، رټا امرال، ګنج منډوي، وارث خان، باني، نیو ټاون، صادق اباد، نذیر اباد، سیول لاینز او نورو سیمو کې کړي دي.

پولیسو ویلي، چې د کور په کور پلټنو پر مهال یې غیرقانوني افغان کډوالو ته په کرایه د کور ورکولو په تور هم ۲۱ قضیې ثبت کړې دي.

د‌ پاکستان حکومت وروسته له هغه په اسلام او راولپنډۍ کې د افغانانو د نیولو بهیر چټک کړی، چې د تیرې سې شنبې په ورځ د اسلام اباد محکمې ته څېرمه چاودنه کې ۱۲ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شول. پاکستاني چارواکو په یاد برید کې د افغان وګړي د لاس لرلو ادعا هم کړې، خو په دې تړاو یې تراوسه رسنیو ته شواهد نه دي وړاندې کړي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

په بلوچستان کې ریل پټلۍ په بمونو الوځول شوې

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۹ GMT+۰
په بلوچستان کې ریل پټلۍ په بمونو الوځول شوې
100%

د پاکستان د بلوچستان ایالت د نصیر اباد پولیسو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ په نوتال سیمه کې نامعلومو کسانو د جعفر اېکسپریس د ریل پټلۍ په بمونو الوځولې ده.

پولیسو ویلي، چې یاده پېښه پر داسې مهال شوې، چې جعفر اېکسپریس اورګاډی له کویټې څخه پیښور ته پر لاره و او د نوتال له سیمې څخه د اورګاډي له تېرېدو څو شیبې وروسته چاودنه شوې ده.

د پولیسو په وینا اورګاډي او مساپرو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د بلوچستان او پیښور ترمنځ ریل پټلۍ باندې دا لومړنۍ پېښه نه ده، بلکې څو میاشتې وړاندې هم د بلوڅ بیلتون پالو ځواکونو له خوا پر جعفر اېکسپریس برید کې لسګونه کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

طالبان وايي چې مخابراتي خدماتو ته د خلکو لاسرسی ډېر شوی

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۸ GMT+۰
طالبان وايي چې مخابراتي خدماتو ته د خلکو لاسرسی ډېر شوی
100%

د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وايي، په ټول افغانستان کې مخابراتي خدماتو ته د خلکو لاسرسی زیات شوی دی. یاد وزارت ویلي چې په تیرو څلورو کلونو کې مخابراتي خدماتو ته د خلکو لاسرسی له ۲۲،۲ میلیونه تنو څخه۲۶،۲ میلیونه تنو ته لوړ شوی دی.

د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت نن یکشنبه، د لړم ۲۵مه، وویل، چې د ۳ جي انټرنیټ خدماتو ته د خلکو لاسرسی له ۶،۲ میلیون څخه ۶،۸ میلیون ته لوړ شوی دی.

په ورته وخت کې، د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت په وینا، د ۴ جي خدماتو ته د خلکو لاسرسی له ۱،۶ میلیون څخه ۶،۹ میلیون تنو ته لوړ شوی دی.

طالبانو مخابراتي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي زیاتوالي اعلان په داسې وخت کې وکړ چې دې ډلې تیره میاشت په ټول هیواد کې د دریو پرله پسې ورځو لپاره مخابراتي خدمات بند کړل.

له دې وړاندې هم طالبانو په ځینو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنیټ خدمات بند کړي وو.

د څو ورځو لپاره د مخابراتي خدماتو بندیدو او محدودیت په ټول هېواد کې د بانکدارۍ، ګمرکونو او سوداګرۍ، روغتیا، تعلیم، هوايي چلند او ترانسپورت فعالیتونه او د خلکو ورځنۍ چارې ګډې وډې کړې.

طالبانو ویلي چې په تیرو څلورو کلونو کې، په مخابراتي سکتور کې ۱۲ ملیارد افغانۍ پانګونه شوې ده.

مخابراتي خدماتو ته د خلکو د ډېر لاسرسي یو لامل د افغان کډوالو را ستنېدل ګڼل کیږي. ایران او پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو ستنول چټک کړي او یوازې له ایران نه تر یو میلیون ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د راپور له مخې، په ټول هېواد کې له ۲۲ میلیون څخه ډیر سیم کارتونه ثبت شوي او له ۱۴۰۰ څخه ډیر نوي مخابراتي سایټونه فعال شوي دي.

خو لا هم په افغانستان کې انټرنیټ د نورې نړۍ او د سیمې د هېوادونو په پرتله ورو او ګرانبیه ګڼل کیږي.

عراقچي وايي د افغانستان او پاکستان په تړاو سیمه ییزه ناسته جوړیږي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۸ GMT+۰
عراقچي وايي د افغانستان او پاکستان په تړاو سیمه ییزه ناسته جوړیږي
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، چې له افغانستان او پاکستان سره په اړیکو کې دی او ددې مسالې د تعقیبولو لپاره یوه سیمه ییزه ناسته جوړیږي. نوموړي ددې ناستې د جوړېدو د څرنګتیا په اړه نور جزئیات ورنه کړل.

عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ په تهران کې د یوې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، چې تهران په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روغې جوړې او ثبات په هڅو کې ښکیل دی.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « په وروستیو ورځو کې، موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ارامښت او ثبات رامنځته کولو په هڅو کې یو. ټیلیفوني اړیکې مو ټینګې کړې دي او هیله من یو، چې پام وړ پایلو ته ورسیږو».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په نږدې راتلونکي کې د همدې مسالې په تړاو د یوې سیمه ییزې غونډې خبر ور کړ.

عراقچي وویل، « که خدای کړل یوه سیمه ییزه ناسته به ترسره شي او موږ دا پېښه تعقیبوو».

نوموړي ددې ناستې د څرنګتیا، وخت او ځای په اړه څه ونه ویل او نه یې هم دا روښانه کړې، چې دا ناسته د کومو هېوادونو د استازو په ګډون جوړیږي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې د ټي ټي پي او د پاکستان د هوايي بریدونو له امله اړیکې ترینګلې شوې دي.

دواړو خواوو د قطر او ترکیې په استازیتوب درې پړاوه خبرې اترې کړې دي، خو تر اوسه دغه خبرې اترې کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.

طالبانو تېره اونۍ وویل، چې پاکستان د طالبانو له مشر نه غواړي چې په پاکستان کې د جګړو خلاف فتوا ور کړي، خو دې ډلې د فتوا صادرول په استسفا او د طالبانو په دارالافتا پورې مشروط کړی او وايي، د فتوا ورکول د امیر کار نه دی.

پاکستان پر طالبانو تور لګوي، چې د پاکستان په جګړه کې د ښکیلو پاکستاني جنګیالیو ډلو ملاتړ کوي، خو طالبان دا ردوي.

د ایران د ولسمشر سلاکار: له افغانستان او پاکستان سره د ګډ اقتصادي زون جوړولو هڅه کوو

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۹ GMT+۰
د ایران د ولسمشر سلاکار: له افغانستان او پاکستان سره د ګډ اقتصادي زون جوړولو هڅه کوو
100%

د سیاسي ګوندونو او تشکیلاتو په چارو کې د ایران د ولسمشر سلاکار نورالدین اهي ویلي، چې پولې د یو ټولنیز، اقتصادي او ډیپلوماټیک فرصت په توګه ګڼي او ایران هڅه کوي له افغانستان او پاکستان سره ګډ ځانګړی اقتصادي زون جوړ کړي.

د ایران د ولسمشر سلاکار نورالدین اهي د یکشنبې په ورځ، د لړم ۲۵مه، په سیستان او بلوچستان کې د سوداګریزو اتحادیو په یوه غونډه کې ویلي:« پوله ګواښ نه بلکې، یو فرصت دی او ایران هڅه کوي، چې له افغانستان او پاکستان سره یو ګډ ځانګړی اقتصادي زون جوړ کړي.»

نوموړي یادې څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستۍ شخړې له امله ټولې لارې د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.

په ورته مهال تېره ورځ طالبانو د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی د سوداګرۍ لپاره د نویو لارو چارو په لټه کې ایران ته استولی دی.

ایران وايي چې له افغانستان او پاکستان سره په خبرو کې ښکیل دی

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۵ GMT+۰
ایران وايي چې له افغانستان او پاکستان سره په خبرو کې ښکیل دی
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، چې له افغانستان او پاکستان سره په اړیکو کې دی. نوموړی وايي، ایران ددواړو خواوو ترمنځ د ارامښت او ثبات په هڅو کې ښکیل دی.

سید عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ په تهران کې د یوې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، چې تهران په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روغې جوړې او ثبات په هڅو کې ښکیل دی.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « په وروستیو ورځو کې، موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ارامښت او ثبات رامنځته کولو په هڅو کې یو. ټیلیفوني اړیکې مو ټینګې کړې دي او هیله من یو، چې پام وړ پایلو ته ورسیږو».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په نږدې راتلونکي کې د یوې سیمه ییزې ناستې خبر هم ورکړ، خو ډېره یې روښانه نه کړه، چې دا ناسته د کومې مسالې په اړه جوړیږي.

د ایرنا اژانس د رپوټ له مخې، عراقچي وویل، « که خدای کړل یوه سیمه ییزه ناسته به ترسره شي او موږ دا پېښه تعقیبوو».

نوموړي ددې ناستې د څرنګتیا، وخت او ځای په اړه څه ونه ویل او نه یې هم دا روښانه کړې، چې دا ناسته د کومو هېوادونو د استازو په ګډون جوړیږي.

د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ په دې وروستیو کې د ټي ټي پي د فعالیتونو او د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوايي بریدونو له امله اړیکې ترینګلې شوې دي.

دواړو خواوو د قطر او ترکیې په استازیتوب درې پړاوه خبرې اترې کړې دي، خو تر اوسه دغه خبرې اترې کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.

طالبانو تېره اونۍ وویل، چې پاکستاني پلاوي غوښتنه کړې، چې د طالبانو مشر دې په پاکستان کې د جګړو خلاف فتوا ور کړي، خو دې ډلې د فتوا صادرول په استسفا او د طالبانو په دارالافتا پورې مشروط کړي او وايي، د فتوا ورکول د امیر کار نه دی.

پاکستان پر طالبانو تور لګوي، چې د پاکستان په جګړه کې د ښکیلو پاکستاني جنګیالیو ډلو ملاتړ کوي، خو طالبان دا ردوي.