• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خېبر پښتونخوا په تېراه دره کې پاکستاني ځواکونو د «ټي‌ټي‌پي» ۵ غړي وژلي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۷ GMT+۰

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ځواکونو د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د خېبر پښتونخوا په تېراه دره کې د «ټي‌ټي‌پي» ۵ غړي وژلي دي. دغه عملیات د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۵مه) د یادې درې په میري‌خېلو سیمه کې شوي دي.

راپور کې راغلي، چې وژل شويو کسانو د پاکستاني طالبانو غورځنګ د یوه سیمه‌ییز قوماندان ابو ذر په مشرۍ فعالیتونه کول او دوه تنه په‌کې افغانان دي. راپور زیاتوي، د ‌ټي‌ټي‌پي دغه وژل شوي افغان جنګیالي «احسان بدري، صبایب لیزري» نومېږي. همدا راز زیاته شوې، چې د دغه دواړو وسله‌والو مړي ننګرهار ته لېږدول شوي او د جنازو مراسم یې هلته ترسره شوي دي.

یاد عملیات داسې مهال کېږي، چې اسلام‌اباد پر کابل واکمن طالبان تورنوي چې د «ټي‌ټي‌پي» جنګیالیو ته یې خپله خاور کې ځای ورکړی او له هماغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي. افغان طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي او پاکستان کې روانه نا امنۍ د یاد هېواد داخلي کمزوري بولي.

د «ټي‌ټي‌پي» پر سر د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې هم سختې کړکېچنې شوې او پر یو بل یې ډیورنډ کرښه کې دروازې هم د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پرمخ تړلې دي. دواړه لوریو څو اونۍ وړاندې په قطر او ترکیې کې تر جګړو وروسته اوربند هم وکړ؛ خو د مسایلو په تړاو یې ترمنځ درې پړاوه مذاکرات په پرله‌پسې توګه ناکام شول.

دواړه لوریو یو بل تورن کړي، چې د مسایلو حل ته غاړه نه ږدي او د خبرو په ګډوډیو یې یو بل تورن کړي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

د شانګهای د همکارۍ سازمان راتلونکې ناسته په مسکو کې جوړېږي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۶ GMT+۰
د شانګهای د همکارۍ سازمان راتلونکې ناسته په مسکو کې جوړېږي
100%

روسیې اعلان کړی، چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو د شورا ناسته د نومبر په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه په مسکو کې جوړېږي. د یادې ناستې مشري به د روسیې لومړی وزیر میخاییل مېشوستین پر غاړه ولري. د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې، فرهنګي او بشرپالنې همکاریو پراخوالی د دغه غونډې اصلي موضوعات دي.

د روسیې د لومړي وزیر دفتر وايي، د سازمان له غړو هېوادونو سره سره د خبرو اترو د شریکانو هېوادونو، د څارونکو هېوادونو، د ګډو خپلواکو دولتونو د ټولنې غړو او د اوراسیا اقتصادي ټولنې لوړپوړي استازي هم دې ناستې ته بلل شوي دي.

د شانګهای همکارۍ سازمان یو سیمه‌ییز بنسټ دی، چې په ۲۰۰۱ز کال کې جوړ شوی. د دغه سازمان اصلي غړي روسیه، چین، هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، پاکستان، ایران او ازبکستان دي. بلاروس د ۲۰۲۴ز کال د جولای په څلورمه نېټه د سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.

افغانستان او مغولستان د سازمان د څارونکو هېوادونو په توګه پېژندل کېږي. اذربایجان، ارمنستان، بحرین، مصر، کامبوج، قطر، کویټ، مالدیف، میانمار، نیپال، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، ترکیه او سریلانکا د شانګهای د همکارۍ سازمان د خبرو اترو شریکان دي.

تر اوسه څرګنده نه‌ده، چې ایا د طالبانو د ادارې کوم استازی به په دې ناسته کې ګډون وکړي او که نه. طالب چارواکو تر دې وړاندې د مغولستان حکومت په څو ناستو کې د څارونکي هېواد په توګه ګډون کړی دی.

د روسیې د لومړي وزیر دفتر په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د هېوادونو مشران او استازي به د نن او سبانۍ غونډو پر مهال د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۰۳۵م کال د پراختیا پر تګلارې بحث او سلا مشورې وکړي.

دوی وایي، په دې ناسته کې به ځانګړې پاملرنه د سوداګریزو، اقتصادي، فرهنګي او بشرپالونکو اړیکو د پیاوړتیا په تړاو وشي چې په‌کې به د ډیجیټلي اقتصاد، انرژۍ، شنه صنعت، مصنوعي ځیرکتیا، ساینس او نوښت، ښوونې او روزنې، کلتور، ګرځندوی، روغتیايي پاملرنې، ورزش او د ځوانانو اړیکو په برخو کې ګډ کار ته لومړیتوب ورکړل شي.

د ایران د پارلمان یو غړي له طالبانو غوښتي، چې د بندونو اوبه دې ور خوشې کړي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۰ GMT+۰
د ایران د پارلمان یو غړي له طالبانو غوښتي، چې د بندونو اوبه دې ور خوشې کړي
100%

د ایران د پارلمان غړي نصرالله پژمانفر له طالبانو غوښتي، چې د بندونو اوبه دې ور خوشې کړي؛ څو په مشهد کې د څښاک اوبو ستونزه هواره شي. پژمانفر ویلي، چې د دې موضوع په تړاو یې د ایران له مرستیال ولسمشر سره خبرې کړې؛ څو د افغانستان له بندونو د اوبو د خوشې کولو چارې وڅارل شي.

هغه وایي، چې د «دوستۍ بند» د اوبو په کمښت سره، د مشهد ښار د څښاک له جدي کموالي سره مخ شوی دی.

پژمانفر د ایران یوې دولتي رسنۍ اېرنا خبري اژانس ته زیاته کړې: «د دوستۍ بند چې د مشهد د څښاک اوبو اصلي سرچینه ده، د اوسنيو اوبو د ستونزو له امله له لومړي مرستیال ولسمشر څخه غوښتنه شوې چې له افغانستان سره لازمه همغږي وشي او لږ تر لږه ۲۰۰ مېلیونه متر مکعب اوبه د هریرود د لوړو ساحو له بندونو څخه د ژمي په یخ موسم کې د دوستۍ بند پر لور خوشې شي».

د ده په وینا؛ دا مهال د دوستۍ بند زېرمه یوازې ۳۴ مېلیونه متر مکعب اوبه لري، چې د بند د ټول ظرفیت کچه له درې سلنه هم کمه ده. هغه اټکل کوي، د روان کال د لېندۍ په میاشت کې به د بند وضعیت داسې شي چې نورې اوبه ترې د کار اخیستلو وړ نه‌وي.

د ایران د اوبو د سرچینو د مدیریت شرکت هم د روان کال په غبرګولي میاشت کې ویلي و، چې د مشهد د څښاک اوبو تر ټولو مهمه سرچینه یعنې د دوستۍ بند «مړې سطحې» ته رسېدلی دی.

د دوستۍ بند د ایران او ترکمنستان پر پوله جوړ شوی او د اوبو اصلي تغذیه یې د افغانستان له سیندونو څخه کېږي.

د ټي‌ټي‌پي کشاله؛ پاکستان پرېکړه کړې چې تر اوږدې مودې به پر ډیورنډ لارې بندې وساتي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۵ GMT+۰
د ټي‌ټي‌پي کشاله؛ پاکستان پرېکړه کړې چې تر اوږدې مودې به پر ډیورنډ لارې بندې وساتي
100%

له اسلام‌اباد نه خپرېدونکې اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په خپل یو راپور کې ویلي، تر هغې پورې چې افغان طالبان د «ټي‌ټي‌پي» خلاف پرېکنده اقدامات ونه‌کړي؛ نو پاکستان پرېکړه کړې، چې پر ډیورنډ کرښه ټولې دروازې تر اوږدې مودې پورې تړلې وساتي.

یادې ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي، چې اسلام‌اباد په ښکاره ټکو طالبانو ته څرګنده کړې؛ تر هغې چې د افغانستان په خاوره کې د دوی ضد مخالفې ډلې فعالې وي، نو د لارو د پرانېستلو او د سوداګرۍ د پیل لپاره به هېڅ ډول اقدامات ونه‌کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه پر کابل واکمنو طالبانو پرېکړه کړې چې له پاکستان سره هر ډول سوداګريزې اړیکې ختمې کړي او افغان سوداګرو ته یې سپارښتنه کړې؛ څو په یاد هېواد کې خپلې معاملې پاکې کړي. د لارو د بندښت له کبله د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته زرګونه بار وړونکې موټرې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او د ټرانزیټ ترڅنګ یې سیمه‌ییزه سوداګري په بشپړه توګه فلج کړې ده.

اېکسپرېس ټرېبیون د یو لوړ پوړي پاکستاني چارواکي له قوله لیکلي: «د انسان ژوند د سوداګریزو او اقتصادي ګټو څخه لوړ دی». هغه ټینګار وکړ، چې اسلام‌اباد نه غواړي د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې کومه معامله وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزات ویاند طاهر حسین اندرابي هم تېره جمعه د خبري کنفرانس پر مهال په ښکاره ټکو وویل، تر هغې چې طالبان د دوی ضد وسله‌والو ډلو خلاف تضمین شوي اقدامات ونه‌کړي؛ هېڅ ډول سوداګري او اقتصادي تعامل به رامنځته نه‌شي.

دغه ورځپاڼه پر ډیورنډ کرښه د لارو بندښت د پاکستان په سیاست کې سټراټېژیک بدلون بولي او وایي، د طالبانو مشرانو ته روښانه شوې چې په دې تړاو ورسره هېڅ ډول خبرې نه کېږي. راپور کې ویل شوي، چې پاکستان اوس د سوداګرۍ پر ځای خپل امنیت ته لومړيتوب ورکړی.

له پاکستان سره سوداګریزه جګړه؛ طالبان له منځنۍ اسیا سره اقتصادي‌ اړیکې نورې هم پراخوي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۰
له پاکستان سره سوداګریزه جګړه؛ طالبان له منځنۍ اسیا سره اقتصادي‌ اړیکې نورې هم پراخوي
100%

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې دوشنبه د (لړم ۲۶مه) په یوه راپور کې ویلي، چې طالبان هڅه کوي پر پاکستان د خپلې اقتصادي تکیې کمولو وروسته ځان د منځنۍ اسیا هېوادونو ته په سوداګریزه برخه کې نږدې کړي. راپور وایي، طالبان غواړي په بشپړه توګه له پاکستان سره د افغانستان سوداګریز تړاو ختم کړي.

یاده ورځپاڼه د کارپوهانو په حواله لیکي، چې جغرافیوي موقعیت، لوړ لګښتونه او سیاسي محدودیتونه به د طالبانو د حکومت هڅې ستونزمنې کړي. لامل یې په نړۍواله کچه د طالبانو د انزوا او رسمیت پېژندنې تر څنګ پر دغه ډلې لګول شوي محدودیتونه بلل شوي دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ سوداګریزه کشاله په داسې حال کې راپورته شوې، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې د تېرو څو کلونو پرتله تر ټولو کړکېچن نظامي او سیاسي حالت تجربه کوي. دواړو لوریو پر ډیورنډ کرښه دروازې تړلې او هر ډول سوداګري یې له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې بنده کړې ده. افغان او پاکستاني سوداګرو ته د دغه وضعیت له کبله درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

راپور زیاتوي، پاکستان هره میاشت افغانستان ته له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ مېلیونه ډالرو پورې توکي لکه تازه مېوې، سیمنټ، درمل، د جراحۍ سامان، کرنیز وسایل، ټوکر، بوټان، پلاستیکي پایپونه، د سینګار توکي او نور مالونه صادروي.

د افغان سوداګرو له‌پاره سوداګریز بدیلونه

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال همدا تېره اونۍ ټولو افغان سوداګرو ته خبرداری ورکړ، چې ژر تر ژره له پاکستان سره خپلې معاملې راټولې کړي او هر ډول راکړه ورکړه دې ورسره بنده کړي. هم‌مهاله د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي ویلي: «موږ له شمالي ګاونډیانو سره په فعاله توګه کار کوو؛ څو د بار وړ سوداګریز بدیلونه پیدا کړو».

طالبانو پاکستان تورن کړی، چې سوداګري یې د سیاسي فشارونو وسیله ګرځولې او پر ډیورنډ کرښه تړلې دروازې یې یوه بېلګه بللې ده. ډان ورځپاڼې په خپل راپور کې د افغان کارپوهانو له قوله لیکلي، چې افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو سمندرونو ته لاره نه‌لري او افغان سوداګر اړ دي چې خپل مالونه د اوږدو ځمکنیو لارو څخه خپل هېواد ته انتقال کړي.

همدا راز ویل شوي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو لوړې ګمرکي تعرفې به د افغان سوداګرو له‌پاره لګښتونه ډېر لوړ کړي. یادې پاکستانۍ ورځپانې لیکلي، د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، قرغزستان او تاجکستان سره د افغانستان سوداګري مخ په زیاتېدو ده او د طالب چارواکو په خبره؛ د دغې سوداګرۍ ارزښت اوس نږدې ۱.۷ مېلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.

راپور کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې پخواني رییس اذرخش حفیظي له قوله لیکل شوي: «واقعیت دا دی، چې د هند او سویلي اسیا بازارونو ته افغانستان ته تر ټولو لنډه او ارزانه لاره د پاکستان لاره ده».

هغه زیاتوي: «موږ اړتیا لرو، چې ټول ټرانزیتي مسیرونه پرانیستي پاتې شي؛ دا یوازې د افغانستان او پاکستان لپاره نه؛ بلکې د ټولې سیمې د اقتصادي يووالي لپاره مهم ګام دی».

افغان سوداګرو په وار، وار نیوکې کړې، چې اسلام‌اباد تل له حکومتونو سره د سیاسي کړکېچونو له کبله سوداګري زیانمنه کړې او دغه کار پاکستاني سوداګرو ته هم درانه تاوانونه اړولي دي.

د معلوماتو له مخې؛ په تېره څه باندې یوه میاشت کې پاکستان پر ډیورنډ کرښه د دروازو بندېدو له امله د صادراتي سوداګرۍ په برخه کې نږدې ۲مېلیارده ډالره زیان لیدلی دی. هم‌مهاله بیا د افغانستان تاوان ۱ مېلیارد ډالره اټکل شوی دی.

د ازبکستان ولسمشر د امو سیند د اوبو په ګډ مدیریت کې د طالبانو د ګډون غوښتنه وکړه

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۹ GMT+۰
د ازبکستان ولسمشر د امو سیند د اوبو په ګډ مدیریت کې د طالبانو د ګډون غوښتنه وکړه
100%

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د منځنۍ اسیا د مشرانو په ۷مه مشورتي غونډه کې ټینګار کړی، چې طالبان باید د امو سیند د اوبو سرچینو په مدیریت کې فعاله ونډه ولري. دغه غونډه د شنبې او یکشنبې په ورځ د شپږو هېوادونو د مشرانو په ګډون په تاشکند کې جوړه شوې وه.

د غونډې اجنډا د سیمه‌ییزې همکارۍ پیاوړتیا، ګډې پروژې، د اوبو مدیریت، امنیت او د ترانزیټي اړیکو اړونده موضوعات وو.

شوکت میرضیایف ویلي، چې د افغانستان وضعیت د سیمې پر امنیت، اقتصادي پرمختګ او ترانزیټي اړیکو ژور اغېز لري؛ نو له همدې امله د دغه هېواد ادغام په سیمه‌ییزو بنسټیزو، انرژۍ او ټرانسپورټي پروژو کې اړین دی. نوموړي ټینګار وکړ:« افغانستان باید د امو سیند د اوبو د ګډو سرچینو د کارونې په اړه په سیمه‌ییزو خبرو کې فعاله برخه ولري.»

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو له‌خوا د قوش‌تېپې کانال د دویم پړاو چارې په چټکۍ سره روانې دي او په دې تړاو بیا د منځنۍ اسیا هېوادونو اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

د اوبو د کمښت اندېښنې او د قوش‌تپې کانال شخړه

په غونډه کې د اوبو د کمښت موضوع وړاندې شوه او وړاندیز وشو، چې راتلونکو لسو کلونو کې باید د اوبو مدیریت لپاره عملي اقدامات وشي. د ازبکستان ولسمشر د طالبانو د قوش‌تېپې کانال جوړولو ته په اشارې سره وویل، چې دغه پروژه کولای شي د امو د اوبو توازن بدل کړي.

د هغه په وینا:« یو نوی مصرفوونکی راڅرګند شوی، چې زموږ له هېوادونو سره د اوبو په اړه هېڅ ډول تعهد نه‌لري.»

د قوش‌تېپې کانال د دې وړتیا لري، چې په کال کې لس مېلیارده متر مکعب اوبه له امو سیند څخه افغانستان ته واړوي. دغه کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۵۲ متره پلنوالی او تر ۱۲.۵ مترو پورې ژوروالی لري.

د یاد کانال ممکنه‌ ارزونې د اشرف غني د حکومت پرمهال په ۲۰۱۸کال کې پیل شوې وې. ازبکستان او ترکمنستان اندېښنه لري، که افغانستان د سیمې له هېوادونو سره له ګډ تفاهم پرته د امو ډېره برخه واخلي؛ نو دوی به د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.

د دغه اندېښنو په تړاو میرضیایف تېر کال وړاندیز کړی و، چې د قوش‌تېپې کانال د اغېزو د ارزونې لپاره دې ګډ تخنیکي ټیم جوړ شي. طالبان بیا وایي، چې د ازبکستان د خلکو ګټې به نه زیانمنوي.

سیمه‌ییز اتصال او ټرانس–افغان رېل پټلۍ

په غونډه کې د ټرانس–افغان رېل پټلۍ پروژه د سیمه‌ییز ټرانزیټ د پیاوړتیا لپاره مهم لومړیتوب وګڼل شو. دغه پټلۍ به د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې سویلي اسیا او نړۍوالو بازارونو سره ونښلوي.

امنیتي اندېښنې

میرضیایف د امنیتي وضعیت په اړه وویل، چې د سیمې ثبات د ګډو اقداماتو، استخباراتي همکارۍ او د ترهګرۍ او سرحدي جرمونو پر ضد د جدي تګلارې غوښتنه کوي. هغه ټینګار وکړ:« په اوسني نازک نړۍوال وضعیت کې د سیمې هېوادونو همغږي او متقابل ملاتړ ځانګړی اهمیت لري.»
سره له دې چې ازبکستان له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، د منځنۍ اسیا نور هېوادونه بیا د افغانستان له خاورې د داعش او نورو توندلارو ډلو د فعالیت له کبله اندېښمن دي. میرضیایف له غونډې مخکې هم ویلي و، چې د سیمې سوله او ثبات تر ډېره د افغانستان د بیا رغونې او اقتصادي ودې پورې تړلی دی.