• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند د ډیلي د وروستۍ خونړۍ چاودنې په تړاو یو کس نیولی دی

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۶ GMT+۰

د هند د ترهګرۍ ضد فدرالي ادارې اعلان کړی، چې دوی د ډیلي په سرې کلا سیمه کې د خونړۍ چاودنې سره د تړاو په تور د کشمیر یو اوسېدونکی نیولی دی. یادې ادارې ویلي، چې نیول شوی کس امیر رشید علي نومېږي او د کشمیر اوسېدونکی دی.

د هند د ترهګرۍ ضد ادارې چارواکو ویلي، چې دغه کس د یکشنبې په ورځ (د لړم په ۱۵مه) په نوي ډیلي کې نیول شوی دی. (د لړم په ۱۹مه) د نوي ډیلي په یادې تاریخي سیمه کې د موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه اته کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۴

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۵
ستاسو روایت

یو طالب جنګیالی: د جګړې د ډګر جنګیالي اوس یا اوزګار دي او یا هم په کمو پیسو عسکري‌ کوي

•
•
•

نور کیسې

د سوېلي کوریا ولسمشر د صنعتي مرګ‌ځایونو پر ضد جدي مبارزه پیل کړې

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۲ GMT+۰
100%

د سوېلي کوریا نوی ولسمشر لي جې میونګ چې خپله د ماشومتوب پر مهال د یوې فابریکې د کارګر په توګه ټپي شوی و، ژمنه کړې چې په هېواد کې به د صنعتي پېښو لوړ شمېر راکم کړي. هغه دا ډول کاري چاپېریالونه «د مرګ ځایونه» بللي دي.

ولسمشر لي د خپلې تجربې له مخې د کارګرانو د خوندیتوب لپاره پراخ اقدامات اعلان کړي دي. د هغه حکومت تر اوسه د ګڼو شرکتونو پلټنې کړي، د صنعتي خوندیتوب لپاره یې بودیجه زیاته کړې او د قراردادي کارګرانو لپاره یې د خوندیتوب قوانین پیاوړي کړي دي.

د ۲۰۲۶کال په بودیجه کې د کار وزارت د پېښو د مخنیوي لپاره ۳۷ټریلیونه وون ځانګړي کړي او پرېکړه یې کړې، چې هغه شرکتونه چې په یو کال کې درې یا زیات کارګران له لاسه ورکړي، هغه به د خپلو عوایدو تر ۵سلنې پورې جریمه کېږي.

په وروستیو میاشتو کې د بېلابېلو پېښو له امله ګڼ شرکتونه بدلونونو ته اړ شوي دي. د «POSCO»او«Hanwha Ocean» شرکتونو ځینې پروژې درولي، مشران یې ګوښه کړي او د خوندیتوب نوي تدابیر یې نیولي دي.

سره له دې، د تېرو پنځو کلونو په اوږدو کې د کارځایونو د مړینو شمېر ۴،۱ سلنه زیات شوی دی. د کار نړۍوال سازمان د ۲۰۲۳ د معلوماتو له مخې، سوېلي کوریا د هرو ۱۰۰زره کارګرو پر وړاندې ۳،۹ مړینې لري.

منتقدین ولسمشر لي د «کارګرپال سیاست» په نوم تورنوي او وایي، هغه یوازې پر شرکتونو فشار اچوي، نه دا چې د پېښو مخنیوی وکړي. خو د کار وزیر کیم یونګ هون وایي: «دا نه سیاسي نمایش دی، نه لنډمهاله اقدام، موږ غواړو د کاري فرهنګ بنسټیز بدلون راولو.»

د کارګرو د اتحادیې په وینا، د وروستیو خونړیو پېښو یو لامل دا دی چې شرکتونه د خوندیتوب مسولیتونه د فرعي قراردادیانو پر غاړه اچوي. د دې ستونزې د حل لپاره د «ژېړې لفافې قانون» تصویب شوی، چې د قراردادي کارګرو د خوندیتوب ساحه پراخوي.

طالبان: په هرات کې په کمپیوټري بڼه د نسخو لیکلو بهیر پیل شو

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۷ GMT+۰
100%

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست تر پرېکړې وروسته به په روغتونونو او روغتیایي کلینیکونو کې د نسخې لیکل په کمپیوټري بڼه ترسره کېږي. تر دې مخکې هم په ځینو نورو ولایتونو کې ورته پرېکړه شوې ده.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «دغه اقدام د ناروغانو د معلوماتو په ثبت او مدیریت کې د دقت زیاتوالي په موخه ترسره کېږي او د کمپیوټري نسخو کارول به ددې سبب شي، چې نسخې لا روښانه، د تعقیب وړ او د خطا امکان په کې کم وي.»

د خبرپاڼې له‌مخې، له یادې پرېکړې سره سم په یو شمېر روغتونونو کې د کمپیوټري نسخو د لیکلو بهیر پیل شو او همداراز په دغه ولایت کې ټولو روغتونونو ته سپارښتنه شوې، چې دغه بهیر په خپلو روغتیایي مرکزونو کې عملي کړي.

د ډاکټرانو له لوري د شفري، رمزي او یا د نه‌لوستلو وړ نسخو له امله ناروغ لرونکي سخت سرګردانه و، خو څه موده مخکې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له ټولو ډاکټرانو غوښتي و، چې په نسخو کې د نسخې لیکنې معیارونه پوره کړي او هره نسخه باید د ناروغ بشپړه پېژندنه، عمده ناروغۍ، نښې او تاریخچه، توصیه شوي معاینات او نتایج او تشخیص یا احتمالي تشخیص په واضیح ډول ولري.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۳۰مه غونډه د طالبانو د استازو له حضور پرته ترسره شوه

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۲ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۳۰مه غونډه «کاپ- ۳۰» د افغانستان له استازیتوب پرته ترسره شوه. دغه غونډه د برازیل په کوربتوب په بیلم ښار کې د لړم په ۲۴مه پیل شوه او د لړم تر ۳۰ مې نیټې به دوام وکړي.

په غونډه کې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو استازو ګډون کړی، چې د پاریس تړون د عملي کولو او په ځانګړې توګه د نړۍ د تودوخې درجې د کمولو په اړه خبرې او بحثونه کوي.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د ۳۰مې غونډې د استازو په وینا، کوربه هېواد برازیل د افغانستان د اوسني سیاسي وضعیت او د طالبانو د مشروعیت نه لرلو له امله د هغوی استازو ته بلنه ورنکړه.
ورته مهال، دقزاقستان استازي د خپل هېواد او د مرکزي اسیا هیوادونو په استازیتوب په دغه غونډه کې کډون کړی او د اقلیمي بدلون په تړاو یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل او ویې ویل، چې له دغه اقلیمي بدلونونو څخه افغانستان هم متاثره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي بیا د روان کال د زمري په میاشت کې د نړۍوالې انرژۍ د نوي او عصري پړاو په برخه کې د دغه سازمان د سرمنشي خبرو ته په اشارې ویلي و، چې دا پړاو د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري، ځکه په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون ناورین پيل شوی دی.

اندریکا رټوټه د زمري په ۵مه ويلي و: «که په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون مدیریت ونه شي، پایله به یې نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمې لپاره هم خطرناکه وي. رتوټه همداراز زیاته کړې وه، چې باید د افغانستان دانرژۍ پر اوږدمهالي خوندیتوب پانګونه ډېره شي.»
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۳۰مه غونډه کې ځینې وړاندیزونه وړاندې شول، چې د مرکزي اسیا لپاره د کاربن بازار ډیجیټل پلاتفورم جوړول، د ګازونو څارنې لپاره ډیجیټلي حل لارې وړاندې کول او د سیمه ییز اقلیم د واحد ډیجیټل مرکز جوړول پکې شامل و.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون غونډه هر کال ترسره کېږي. د تېرې ۲۹مې غونډې کوربتوب د اذربایجان هېواد په باکو ښار کې د نومبر له ۱۱ تر ۲۲ نیټې پورې و، چې د طالبانو استازو هم په کې ګډون کړی و. د تېرې غونډې مشري مختار بابایف کوله.

په پکتیا کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بسم‌الله ځاځي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۵ GMT+۰
100%

د والیبال فدراسیون له لوري د پکتیا ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۳۲لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ له شل ورځني دوام وروسته پای ته ورسېدې.

د سیالیو په پایلوبه کې د بسم‌الله ځاځي لوبډله وتوانېده، چې خپلې سیالې شفیق سکندرخېلو لوبډلې ته د ۲–۰ په توپیر ماتې ورکړي او د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي، د دې لړۍ هدف د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالي او مثبتې ټولنیزې فضا پیاوړي کول وو.

د پای مراسمو کې غوره ورزشکارانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې او اتلې لوبډلې ته د ظاهرشاه ځاځي له لوري ۲۰۰ډالره په تشویقي انعام کې ورکړل شول.

په کانګو کې د مسو کان د پله د نړېدو له امله ۴۹ کان کېندونکي مړه شوي دي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۰ GMT+۰
100%

د کانګو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د ختیځو سیمو په یوه نیمه‌صنعتي د مسو کان کې د شنبې په ورځ د یوه پله د نړېدو له امله شاوخوا ۴۹ تنه مړه شوي دي.

چارواکو رویټرز ته ویلي، چې په پېښه کې ۴۹ تنه وژل شوي او د ۲۰ ټپيانو حالت ډېر نازک دی او روغتون ته انتقال شوي دي. دا پېښه د شنبې په ورځ د لوالابا ولایت د کالاندو په کاني سیمه کې شوې ده.

په کانګو کې اټکل کېږي، چې له یو نیم تر دوو میلیونو پورې کسان په کوچني یا لاسي کان‌کېندنه بوخت دي او تر لسو میلیونو زیات کسان په غېرمستقیم ډول ترې ملاتړ ترلاسه کوي.

د یادې ادارې په وینا، پل هغه مهال ونړېد چې د کان د امنیت د ساتنې لپاره ځای پر ځای شویو سرتېرو ډزې وکړې او هماغو ډزو د کارګرو ترمنځ وېره او ګډوډي رامنځته کړه.

اړوندې ادارې وایي: «کان‌کېندونکي د وېرې له امله یو پر بل راوغورځېدل چې له امله یې ګڼ ټپيان او مړه شول.»

د بشري حقونو د ساتنې ادارې غوښتنه کړې، چې د پوځ د رول په اړه دې یوه خپلواکه څېړنه وشي، ځکه د ځینو راپورونو له مخې د کارګرو او سرتېرو ترمنځ نښتې شوې وې.

په کانګو کې د لاسي کان‌کېندنې په بې‌نظمه ساحو کې د ډول ډول پېښو رامنځته کېدل عام دي او هر کال په دغو کانونو کې لسګونه کسان مړه کېږي. د مړینې علت د کافي تجهیزاتو او وسایلو نشتون دی.