• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په شپږو میاشتو کې ۱۱۲۷ پوځي موټر او ۱۲۵ ميله وسلې ترمیم شوي دي

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۷ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې د ۲۱۷ عمري قول اردو تخنيکي انجنیرانو په تيرو شپږو میاشتو کې ۱۱۲۷ عرادې پوځي وسایط او ۱۲۵ ميله وسلې ترمیم کړي دي. د یاد وزارت په وینا، په دې پوځي وسایطو کې ۱۰۴ عرادې زغره وال هاموې ټانکونه او ۶۵۸ رنجر موټر شامل دي.

د طالبانو دفاع وزارت نن سې شنبه، د لړم۲۷مه وویل، چې د ۲۱۷ عمري قول اردو د تخنيکي انجنیرانو له خوا ۱۱ عرادې ضربتي ټانکونه او ۱۱۴ عرادې انټرنشنل موټر هم بېرته ترمیم شوي دي.

په ترمیم شويو وسایطو کې ۱۰ ګرځند رنجر ورکشابونه، ۱۱ رنجر امبولانسونه او ۱۴ هایلکس موټر هم شامل دي.

د یاد وزارت په وینا، په ۱۲۵ میله ترمیم شویو وسلو کې ۵۶ میله اېم۴ امریکايي وسلې هم دي.

طالبان په داسې حال کې د نظامي وسایطو او وسلو د ترمیمولو خبره کوي، چې د امریکايي وسایطو او وسلو پرزې پیدا کول ل یوه ستونزمنه چاره ده.

د افغانستان انټرنشنل موندنو ښوولې چې له تېر جهوري نظام او بهرنیو ځواکونو څخه پاتې یو شمېر امریکایي وسلې اوس ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تورو بازارنونو کې په ازادانه ډول پلورل کېږي.

همدا راز رپوټونه وايي، چې د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون د کشمیر جهادي ډلو ته هم دغه وسلې لاس ته ورغلې دي.

سره له دې چې د طالبانو مشر د وسلو پر وېش محدودیتونه لګولي، خو ځینې سرچینې وايي، چې د طالبانو یو شمېر قوماندانان او لوړپوړي غړي د وسلو په قاچاق او پلور کې ښکیل دي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له پاکستان نه راوړل شوي نیم ټُن قاچاقي کبان تر خاورو لاندې کړل

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۵ GMT+۰
طالبانو له پاکستان نه راوړل شوي نیم ټُن قاچاقي کبان تر خاورو لاندې کړل
100%

د طالبانو د ننکرهار د والي رسنیز دفتر وايي، چې په تورخم کې له پاکستان څخه راوړل شوي پنځه سوه کيلو ګرامه قاچاقي کبان د ګډ پلاوي پر وړاندې په يوه خوندي سیمه کې تر خاورو لاندې کړای شول. طالبان وايي، سوداګر کولی شي دغه ډول واردات د اصولو مطابق له نورو هېوادونو وکړي.

د طالبانو د ننګرهار والي رسنیز دفتر نن سې شنبه، د لړم ۲۷مه ، ددغه ولایت د طالبانو د کرنې رییس محمد ولي محسن له قوله لیکلي، چې هغه سوداګرو ته ویلي د افغانستان او پاکستان ترمنځ صادرات او واردات بند شوي او هيچا ته اجازه نه ورکول کيږی هېواد ته حيواني او نباتي محصولات وارد کړي.

تېره ورځ د لړم ۲۶مه د طالبانو د سرحدي پولیسو لوی ریاست وویل، چې د تورخم ځمکني بندر منسوبانو له پاکستان نه افغانستان ته قاچاق کېدونکي درمل او تازه میوې نیولې دي. له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل رپوټ ورکړی و چې د کډوالو په موټرو کې درمل او مېوې افغانستان ته راوړل کیږي.

د طالبانو د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند عابدالله عقاب فاروقي د افغانستان انټرنشنل له رپوټ وروسته، د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته وویل، چې د هغو درملو او پاکستاني مېوو د لېږد مخنیوی یې کړی، چې د کډوالو په نوم لاریو کې په غېر قانوني توګه افغانستان ته راوړل کېدل.

نوموړي وویل، چې تېره شپه او نن یې د کډوالو په لاریو کې درمل او پاکستانۍ میوې نیولي دي او د انتقال هڅې یې شنډې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه ټولې لارې د هر ډول سوداګرۍ پر مخ تړل شوې دي چې له امله یې دواړو غاړو د تازه مېوو کاروباریانو او کروندګرو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان سوداګرو ته خبرداری ورکړی چې له پاکستان سره هر ډول سوداګریزه راکړه ورکړه بنده کړي.

نوموړي افغان سوداګرو ته سپارښتنه کړې چې د پاکستان پر ځای په نورو سوداګریزو لارو غور وکړي او ژر تر ژره دې په یاد هېواد کې خپلې معاملې حل کړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان په ختیځ کې د ډینګي تبې د پېښو زیاتوالي خبرداری ورکړی

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۳ GMT+۰
د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان په ختیځ کې د ډینګي تبې د پېښو زیاتوالي خبرداری ورکړی
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان په نوي خپور شوي راپور کې راغلي، چې په روانه میاشت کې په ننګرهار ولایت کې د ډینګي تبې شکمنې پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي. د راپور له مخې؛ په نومبر کې له زرو څخه زیاتې شکمنې پېښې ثبت شوې، چې د تېرې میاشتې پرتله نږدې اته سلنه زیاتوالی ښيي.

دغه سازمان وايي، سره له دې چې په یادو پېښو کې زیاتوالی راغلی؛ خو د مړینې راپور نه‌دی ورکړل شوی. راپور زیاتوي، له دې ډلې ۴۱.۶ سلنه ناروغان ښځینه او شاوخوا ۹۸ سلنه له پنځو کلونو پورته عمر لرونکي ماشومان دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال له پیل راهیسې د ننګرهار، لغمان، کونړ، کابل، غزني او پکتیا په ګډون د شپږو ولایتونو څخه د ډینګي تبې ټول‌ټال ۴زره او ۳۸۴ شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

له ناروغانو څخه د اخیستل شويو او معاینه شویو ۱۰۹۶ بېلګو څخه، ۶۸۵ یې د ډینګي په ناروغۍ اخته وو.

متقي: ځینې هېوادونه د نړۍوالو اصولو خلاف افغان کډوالو سره غیرانساني برخورد کوي

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۰ GMT+۰
متقي: ځینې هېوادونه د نړۍوالو اصولو خلاف افغان کډوالو سره غیرانساني برخورد کوي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د کوم هېواد نوم اخیستلو پرته ویلي، ځینې هېوادونه د نړۍوالو اصولو خلاف له افغان کډوالو سره «غیرانساني» چلند کوي. هغه وایي، د افغان کډوالو د بشري حقونو خونديتوب د نړۍوالې ټولنې بېړنۍ مداخلې ته اړتیا لري.

نوموړي ټینګار وکړ، ځینې هېوادونه داسې مهال په سوړ ژمي کې کډوال له خپلو کورونو بې‌ځایه کوي چې پر مخ یې افغانستان ته د ستنېدو لارې بندې دي. د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پنځمې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي: «د طالبانو حکومت په مهمو برخو کې سخت کار ته اړ دی، له دې جملې د افغان کډوالو راستنېدل، د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو اغېزو سره مبارزه، د بې‌روزګارۍ او فقر کمول، د روږدو کسانو درملنه او بزګرانو ته بدیل معشیت برابرول شامل دي.»

متقي زیاته کړه، «زموږ حکومت ټولې ننګونې په ښه توګه مدیریت کړې دي؛ خو کافي نړۍوالې مرستې نه‌دي رسېدلې او ځینې بشري موضوعات له سیاسي مسایلو سره تړل کېږي، چې د مرستې او همکارۍ پروسې ته زیان رسوي.»

هغه ټینګار وکړ، د طالبانو پالیسي دا ده چې بشري مرستې باید له سیاست سره ونه تړل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په نړۍوالو غونډو کې د خپلې ډلې د استازیتوب په اړه وویل: «په تازه پېښه کې د چاپېریال ساتنې ۳۰مه غونډه کې طالبانو ته د ګډون اجازه ورنه‌کړل شوه، همدا ډول، افغان کډوال د ځینو هېوادونو له غیرانساني رویو سره مخ دي. د ژمي په دې یخو شپو کې کورونو پرېښودلو ته اړ کېږي؛ خو افغانستان ته د راوښتو دروازه هم ورته بنده وي او د تګ اجازه نه ورکول کېږي.»

متقي په څرګنده توګه وویل، «ایا دا د کډوالو د نړۍوالو اصولو خلاف نه‌دی؟ ایا د ښځو، ماشومانو او د سپین ږېرو د حقونو بې‌عدالتي نده؟ موږ غوښتنه کوو، چې نړۍوالې ادارې په عاجل ډول د بشري مرستو د لاسرسي، کډوالو د ساتنې او د وعدو د عملي کېدو تضمین وکړي.»

که څه هم ښاغلي متقي په ښکاره ډول د کوم هېواد نوم نه‌دی اخیستی؛ خو له تېرې یوې میاشتې راهیسې له طالبانو سره د پاکستان د اړیکو کړکېچنېدو راهیسې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیونې او ځورونې زور اخیستی دی.

د جاپان سفیر: د افغانستان د تاریخي میراثونو ساتنه د ټولې نړۍ ګډ مسوولیت دی

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۵ GMT+۰
د جاپان سفیر: د افغانستان د تاریخي میراثونو ساتنه د ټولې نړۍ ګډ مسوولیت دی
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق‌الله عزیزي د جاپان سفیر ماساموتو کِینیچي سره د فرهنګي همکاریو او تاریخي میراثونو د ساتنې په اړه ناسته کړې ده. په دغه ناسته کې دواړه خواوو د افغانستان د لرغونو اثارو خوندي کولو ژمنه کړې.

د دغه وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مولوي عتیق‌الله عزیزي د جاپان سفیر ماساموتو کِینیچي سره په لیدنه کې د جاپان د هغو هڅو ستاینه وکړه چې د افغانستان د لرغونو فرهنګي او تاریخي اثارو د ساتنې او بیارغونې لپاره یې ترسره کړې دي.

هغه ټینګار وکړ، چې دغه مرستې د هېواد د فرهنګي میراث د خوندي کولو لپاره ډېر ارزښت لري.

خبرپاڼې د جاپان سفیر ماساموتو کِینیچي له حوالې لیکلي: «د افغانستان لرغونی تمدن د نړۍوال اهمیت وړ دی او د تاریخي سیمو او اثارو ساتنه یوازې د افغانستان د حکومت مسوولیت نه؛ بلکې د ټولې نړۍوالې ټولنې ګډ مسوولیت دی.»

خبرپاڼه زیاتوي، دواړو خواوو ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به په دې برخه کې نورې همکارۍ هم پراخې کړي.

طالبان: په غزني کې یو کس د ۱۰ کیلو ګرامه شیشه او نشه‌يي توکو سره نیول شوی

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۳ GMT+۰
طالبان: په غزني کې یو کس د ۱۰ کیلو ګرامه شیشه او نشه‌يي توکو سره نیول شوی
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، په غزني ولایت کې یې ځواکونو د نشه‌يي توکو پر وړاندې په یو لړ عملیاتو کې هغه کس نیولی چې ۱۰ کیلو ګرامه شیشه، ۱۲۸۰ نشه‌یي ګولۍ او یوه اندازه پوډر یې په یوه بکس کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای کړي وو.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کس غوښتل، چې دغه توکي له هلمند ولایت څخه کابل ته ولېږدوي. خبرپاڼه زیاتوي، نیول شوی کس تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د طالبانو د کورنیو چاور وزارت خبر ورکړی و چې په نیمروز ولایت کې یې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۷۳زره او ۱۵۰ نشه‌يي ګولۍ کشف او ترلاسه کړې دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه عملیات یې په چهاربرجک او خاشرود ولسوالیو کې ترسره کړي وو.

له بل پلوه د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرایمو د څار دفتر په خپل وروستي راپور کې ویلي و، چې د روان زېږدیز کال په اوږدو کې د افغانستان دننه کوکنارو کښت د تېر کال پرتله شل سلنه راکم شوی؛ خو د مصنوعي نشه‌يي توکو او په ځانګړې توګه د مېتامفټامینو (شیشې) تولید او قاچاق ورځ تر بلې لوړ شوی دی.

د یادې ادارې په وینا؛ له هغې راوروسته چې په افغانستان کې طالبانو د تریاکو پر کرکیله بندیز لګولی، د مصنوعي نشه‌يي توکو تولید او قاچاق د پام وړ زیاتوالی موندلی. د راپور له مخې؛ د دغه توکو د نیولو قضیې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د ۲۰۲۴کال تر پایه د ۲۰۲۳کال د درېیمې ربعې پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه ډېرې شوې دي.