• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا کې د ۱۵ جنګیالیو د وژلو خبر ورکړی

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۴ GMT+۰

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې ددغه هېواد امنیتي ځواکونو په خیبر پښتونخوا کې په دوو جلا عملیاتو کې ۱۵ جنګیالي وژلي دي. دغه عملیات د دېره اسماعیل خان په کلاچي او د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمو کې شوي. پاکستاني طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر نن سې شنبه ورځ، د لړم ۲۷مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد عملیات په تېرو دوو ورځو کې شوي دي.

دوی زیاتوي، چې د بنو کلاچي سیمه کې د عملیاتو پرمهال لس تنه او د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې د عملیاتو پرمهال ۵ ته وسله وال وژل شوي دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي دي.

د پاکستان پوځ په اعلامیه کې د وژل شو وسله والو د هویت په اړه څه نه دي ویلي او نه هم پاکستاني طالبانو او نورو مخالفو وسله والو ډلو په دې اړه تراوسه څه ویلي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

اڅکزی: که جنګیالي د ټانک او چورلکو ضد وسلې ومومي څوک به له کوره هم ونه وتلای شي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۷ GMT+۰
 اڅکزی: که جنګیالي د ټانک او چورلکو ضد وسلې ومومي څوک به له کوره هم ونه وتلای شي
100%

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اڅکزی وايي، چې که نړیوال ټي ټي پي او بلوڅانو ته ټانک او هلیکوپټر ضد وسلې ورکړي، څوک به له کورونو ونه وتلای شي. اڅکزی وايي، بلوڅ دي، که پښتون او ټي ټي پي، دا ټول پاکستان جوړ کړي وو او باید خبرې ورسره وشي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اڅکزي پر خپل اېکس لیکلي، چې که بلوڅ [جنګیالي] دي او که پښتانه [جنګیالي] او ټي ټي پي، دا ټول پاکستان جوړ کړي وو او له دوی سره باید خبرې اترې وشي.

اڅکزی وايي، « وویریږئ چې که د نړۍ هېوادونو دغو خلکو ته د ټانک ضد او د چورلکو ضد وسلې ور کړې، نو تاسې به له کورونو هم ونه وتلای شئ».

اڅکزی وايي، دا سیمه له خطر سره مخ ده، ځکه دده په وینا، په دې سیمه کې شتمنۍ شته او د دې شتمنیو د ترلاسه کولو لپاره د نړۍ ستر ځواکونه غواړي «موږ په جګړه کې سره ښکېل کړي، لکه څنګه چې یې په افریقا کې وکړل».

نوموړی وايي، « د افریقا خلک د لوږې له امله مړه کېدل، خو هغوی یې لوټول».

د خېبر پښتونخوا په تېراه دره کې پاکستاني ځواکونو د «ټي‌ټي‌پي» ۵ غړي وژلي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۷ GMT+۰
د خېبر پښتونخوا په تېراه دره کې پاکستاني ځواکونو د «ټي‌ټي‌پي» ۵ غړي وژلي
100%

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ځواکونو د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د خېبر پښتونخوا په تېراه دره کې د «ټي‌ټي‌پي» ۵ غړي وژلي دي. دغه عملیات د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۵مه) د یادې درې په میري‌خېلو سیمه کې شوي دي.

راپور کې راغلي، چې وژل شويو کسانو د پاکستاني طالبانو غورځنګ د یوه سیمه‌ییز قوماندان ابو ذر په مشرۍ فعالیتونه کول او دوه تنه په‌کې افغانان دي. راپور زیاتوي، د ‌ټي‌ټي‌پي دغه وژل شوي افغان جنګیالي «احسان بدري، صبایب لیزري» نومېږي. همدا راز زیاته شوې، چې د دغه دواړو وسله‌والو مړي ننګرهار ته لېږدول شوي او د جنازو مراسم یې هلته ترسره شوي دي.

یاد عملیات داسې مهال کېږي، چې اسلام‌اباد پر کابل واکمن طالبان تورنوي چې د «ټي‌ټي‌پي» جنګیالیو ته یې خپله خاور کې ځای ورکړی او له هماغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي. افغان طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي او پاکستان کې روانه نا امنۍ د یاد هېواد داخلي کمزوري بولي.

د «ټي‌ټي‌پي» پر سر د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې هم سختې کړکېچنې شوې او پر یو بل یې ډیورنډ کرښه کې دروازې هم د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پرمخ تړلې دي. دواړه لوریو څو اونۍ وړاندې په قطر او ترکیې کې تر جګړو وروسته اوربند هم وکړ؛ خو د مسایلو په تړاو یې ترمنځ درې پړاوه مذاکرات په پرله‌پسې توګه ناکام شول.

دواړه لوریو یو بل تورن کړي، چې د مسایلو حل ته غاړه نه ږدي او د خبرو په ګډوډیو یې یو بل تورن کړي دي.

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې په پېښور کې پنځه افغانان د جعلي اسنادو په تور نیولي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۰
د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې په پېښور کې پنځه افغانان د جعلي اسنادو په تور نیولي دي
100%

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (اېف‌ای‌اې) په پېښور کې پنځه افغان وګړي د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو او اسنادو ترلاسه کولو په تور نیولي دي. د چارواکو په وینا؛ دغه کسانو غوښتل، چې په جعلي اسنادو د سعودي عربستان کاري ویزې ترلاسه کړي.

د اېف‌ای‌اې ادارې د ویاند په وینا؛ د انساني قاچاقو ضد ځانګړو کارکوونکو د پېښور په ډبګرۍ سیمه کې د یو لړ عملیاتو پر مهال پنځه تنه هغه افغانان نیولي، چې په ناقانونه توګه یې پاکستاني اسناد ترلاسه کړي وو.

نیول شویو کسانو کې علي خان، اجمل، قاسم، احمد او حمزه شامل دي. د فډرالي پلټنو ادارې د معلوماتو له مخې؛ دغه کسان په ناقانونه ډول پاکستان ته داخل شوي وو او وروسته یې له ناقانونه لارې د پاکستان پېژندپاڼې او پاسپورټونه ترلاسه کړي وو.

چارواکي زیاتوي، چې له دغه کسانو څخه د افغانستان اسنادو ترڅنګ جعلي پاکستاني شناختي کارټونه هم ترلاسه شوي دي. د لومړنیو څېړنو پر بنسټ؛ نیول شویو کسانو اعتراف کړی، چې دوی غوښتل د همدغه پاکستاني اسنادو پر مټ د سعودي عربستان کاري ویزې تر لاسه کړي.

چارواکو ویلي، چې د یادو کسانو قضیه ثبت شوې او اوس ترې رسمي څېړنې روانې دي.

منظور پشتین: د ۸۰ زره پښتنو وژنه هیڅ خو د «یو پنجابي شاعر د ترانې درې بیتونه» ډېر مهم دي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۱ GMT+۰
منظور پشتین: د ۸۰ زره پښتنو وژنه هیڅ خو د «یو پنجابي شاعر د ترانې درې بیتونه» ډېر مهم دي
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي چې د پاکستان پوځ په اورکزو ډبوري سیمه کې راکټي برید کې یو بې‌ګناه کس وژلی دی. منظور احمد پشتین وویل:«د پښتنو وینې تویول اوس د پاکستان د نشې په شان عادت جوړ شوی چې یو ساعت هم ترې نه کراریږي».

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین نن ړ یکشنبې په ورځ، د لړم ۲۵مه پر خپل فیسبوک د پوښتنې په ډول لیکلي، چې د «جلندري سرود» یوازې په ناستې اورېدو باندې چې میډیا او سیاست‌مدارانو څومره غوسه ښکاره کړه، ایا دوی جرئت لري چې د یو پښتون په داسې بې‌رحمانه وژلو هم هغه ډول غوسه، خپګان، بیانونه او کورېج وکړي؟

پشتین همدراز وویل:«د دوی لپاره د اتیا زره تش‌لاس بې‌ګناه پښتنو وژنه "په سخت ظلم، جبر، بې‌رحمۍ او بې‌وسۍ " هېڅ اهمیت نه لري، خو د یو پنجابي شاعر د ترانې درې بیتونه ورته تر دې ډېر زیات مهم دي.»
منظور پشتین وايي، چې اورکزیو د پیښې پرخلاف د ځايي خلکو او ولسونو سره تر دولتي ودانیو پورې تګ د عمل ملګری دی.

پشتین غوښتنه کړې، چې پښتانه باید غلي پاتې نه شي او د دې ظلم پر خلاف د خپل مظلوم ملت ترڅنګ ودریږي.

نوموړی زیاتوي:«که نور څه نه وي، نو لږ تر لږه د سوشل میډیا له لارې د دې وحشي پېښو پر ضد غږ ضرور پورته کړئ؛ ترڅو د پښتنو په وحشت سره تویې شوې بې‌ګناه وینې په تورو تیارو کې ورکې نه شي.»

منظور پشتین له پښتنو غوښتنه کړې، چې د دې پېښو پر ضد لیکل وکړي.

محسن نقوي: په پاکستان کې بریدونه زموږ د خلکو کار نه‌دی، بلکې له ډیورنډ اخوا را استول کېږي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۴ GMT+۰
محسن نقوي: په پاکستان کې بریدونه زموږ د خلکو کار نه‌دی، بلکې له ډیورنډ اخوا را استول کېږي
100%

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د کیډیټ کالج له برید وروسته ویلي، چې د ترهګریزو بریدونو تر شا له ډيورنډ کرښې هغې غاړې ډلې ولاړې دي او ځایي خلک په دې پېښو کې ښکېل نه‌دي.

نوموړی له قبایلي مشرانو غوښتي چې له حکومته ملاتړ وکړي ځکه، د ده په خبره، دولت په ترهګرۍ کې هېڅ ډول معامله نه کوي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جنوبي وزیرستان واڼا ته سفر کړی او هلته یې د څو ورځې وړاندې پر کیډیټ کالج د شوي ډله‌ییز برید تر پېښې وروسته له قومي مشرانو سره کتلي دي.

نقوي د غونډې پر مهال ویلي چې د پاکستان اقتصاد د سمېدو پر لور روان دی او له نړۍوالو شریکانو سره د هېواد اړیکې هم ښه روانې دي. هغه ټینګار کړی چې ټول وضعیت مثبت لوري ته روان دی، خو ستونزه یوازې «هغه خلک دي چې له ډېورنډ کرښې هغې خوا راځي».

د ده په وینا:«په اسلام‌اباد کې د ځانمرګي برید لپاره هم له ډيورنډ کرښې هغې غاړې کسان راغلي وو، زموږ ځایي خلک په دې بریدونو کې نه استعمالېږي، له هغه ځایه لېږل شوي کسان دلته بریدونه کوي».
نقوي زیاته کړې چې په سیمه کې هېڅ‌کله داسې نه‌دي شوي چې ځایي خلک دې دې په بریدونو کې ښکېل وي. هغه وايي، که څه هم د حکومت او خلکو ترمنځ ځینې وختونه ناخوالي وي، خو دا «مناسبه خبره نه ده چې خلک د حکومت پر ضد ودریږي».

نوموړي زیاته کړه چې پوځ او دولت د ترهګرۍ پر وړاندې ښکاره دریځ لري:«فیلډ مارشل په ښکاره ویلي چې د ترهګرۍ په اړه معامله نه کوو، نو موږ ستاسو ملاتړ غواړو».

محسن نقوي له قومي مشرانو غوښتنه کړې چې د امنیت په ټینګښت کې د حکومت تر څنګ ودرېږي، څو د سیمې امن بېرته ټينګ شي او د ورته بریدونو مخنیوی وشي.