په پښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو په دوو جلا عملیاتو کې ۱۵ وسله‌وال وژل شوي دي

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې خبر ورکړی، چې ځواکونو یې په خیبرپښتونخوا کې د دوو جلا، جلا عملیاتو پرمهال ۱۵ وسله‌وال وژلي دي. دغه عملیات د روانې نومبر میاشتې په ۱۵مه او ۱۶مه نېټه په شمالي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې شوي دي.

په خبرپاڼه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.