تېره ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۱۵۰۰ ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۱۵۱۵ کورنۍ چې ټولټال ۸۲۳۱ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۱۵۱۵ کورنۍ چې ټولټال ۸۲۳۱ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.
د یاد کمېسیون د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې د سپین بولدک له لارې ۹۷۰ کورنۍ، د تورخم له لارې ۴۴۶ کورنۍ، د اسلامکلا له لارې ۴۲ کورنۍ او د ورېښمو پله له لارې ۵۷ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

۲۷ افغان کډوال چې د ابوظبي له پنډغالي نه رونډا ته انتقال شوي وایي، دوی سره دلته د درېیو میاشتو پاتې کېدو ژمنه شوې وه چې امریکا ته به انتقال شي؛ خو اوس د Mercury 1 کمپنۍ لهخوا ورسره د «یرغملو» په څېر چلند کېږي چې هر کس باید برازیل ته د انتقال لپاره ۱۲زره ډالر ورکړي.
دغه افغان کډوال د ابوظبي له پنډغالي نه رونډا ته انتقال شوي او د متحده ایالاتو د بیا مېشتېدو پروسې (USRAP) برخهوال دي. دوی ته لومړی ویل شوي وو، چې درې میاشتې وروسته به امریکا ته انتقال شي؛ خو اوس مرکوري-۱ امریکایي کمپنۍ ورته ویلي، که امریکا ته ونه رسېږي نو برازیل ته به یې انتقال کړي.
د دغه افغانانو په وینا؛ اوس مرکوري-۱ کمپۍ ورته ویلي، چې هر کس باید برازیل ته د انتقال لپاره شاوخوا ۱۲زره ډالر ورکړي. په رونډا کې یو افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: « Mercury 1 یوه امریکایي لویه کمپني ده. موږ ته وویل شول، چې عربان موږ ډېپورټ کوي، نو موږ مو رونډا ته انتقالوو او وروسته به امریکا ته ځو؛ خو اوس درې میاشتې په رونډا کې تېرې شوې، موږ ویزې خپله تمدیدوو، ټول بند پاتې یو او حالت مو خورا کړکېچن دی. زموږ غوښتنې باید عملي شي.»
د نظیرالله اوریاخیل قضیه هم ورته ده، هغه چې د ۲۰۲۱کال په اکتوبر کې د ابوظبۍ EHC پنډغالي ته انتقال شوی و؛ خو څلور کاله وروسته هم د خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو په برخه کې ناروښانه برخلیک سره مخ دی. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، د امریکا سفارت، IOM او UNHCR دفترونو ته یې په وار، وار مراجعه کړې؛ خو هیڅ ګټور ځواب یې نهدی ترلاسه کړی.
اوریاخېل وایي: «دوه زامن مې په کابل کې بېسرپرسته ژوند کوي او د زدهکړو او ژوند لپاره کافي امکانات نهلري، مېرمن او څلور نور ماشومان مې په قطر کې بندپاتې دي او جدي روغتیایي ستونزو سره مخ دي. همدا ډول دلته یو شمېر ناروغان د درملو د پېرلو لپاره د میاشتې ۲زره ډالرو ته اړتیا لري.»
دغه افغان کډوالو له نړۍوالو ادارو غوښتنه کړې، چې د هغوی سره شوې ژمنې عملي کړي، د کورنیو بېبرخلیکه وضعیت دې روښانه کړي، ماشومانو ته یې د زدهکړې او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي، د Mercury 1 او ورته بنسټونو لهخوا د هر ډول ناوړه چلند مخه دې ونیسي او د بشري حقونو نړۍوالې ادارې دې په بېړني ډول د دوی د وضعیت د ارزولو لپاره ګامونه واخلي.
یاده دې وي چې، له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له بیا واکمنېدو سره زرګونه افغانان د دوی ژوند، امنیت او ازادۍ ته د ګواښ له امله د افغانستان پرېښودو ته اړ شول. د دوی ډېری کورنۍ بېبرخلیکه پاتې شوې او په رونډا، قطر، ابوظبي، اسلاماباد، ایران او نورو هېوادونو کې د اوږد انتظار، اقتصادي ستونزو او رسمي اسنادو د نشتوالي له امله په یوه ناروښانه وضعیت کې شپې سبا کوي.
په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو له ګواښ سره د مخ افغانانو د خونديتوب لپاره په یوه پرانیستي لیک کې له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او د کډوالو ادارو نه غوښتنه کړې، چې د دوی د جبري اېستلو لړۍ دې ودرول شي او د بیا مېشتېدو قضیې دې ژر بشپړې شي.
په دغه لیک کې هغو افغان کډوالو چې د امریکا د بیامېشتېدو پروګرام لپاره په تمه دي ویلي، چې په تېرو څو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې، ځورونې او جبري اېستنې پېښې په بېسارې کچه زیاتې شوې دي. پولیسو کور په کور د تالاشۍ، نیولو او جبري ستنولو مرکزونو ته د لېږلو چارې روانې ساتلې دي.
کډوالو ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د امریکا، نړۍوالو سازمانونو، مدني، خبري او ټولنیزو موسسو سره د همکارۍ له امله د دوی ژوند له ګواښ سره مخ دی.
په دغه لیک کې راغلي: «په پاکستان کې د ژوند شرایط خورا سخت شوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رسمي ملاتړ لیک اوس د پاکستان پولیس نه مني، د کور مالکین د پاکستاني چارواکو تر امر لاندې د کرایې تړونونه نه نوي کوي او کورنۍ په سړه هوا کې بېکوره کېږي. د تېرو څلورو کلونو راهیسې د بېوزلۍ، وېرې او بېباورۍ ژوند تېروي، په داسې حال کې چې د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام د دوی د خوندي تګ لپاره لارښوونې ورکړې وې.»
په لیک زیاته شوې: «په پاکستان کې دې د افغان کډوالو د نیونې، ځورونې او جبري اېستنې لړۍ ودرول شي. پخوانۍ پلان شوې الوتنې دې بیا له سره پیل شي او د بیا مېشتېدو ټولې مرحلې دې بشپړې شي. دارنګه پاکستان ته څرګندې لارښوونې ورکړل شي، چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند، د هغوی ځورونه او اېستنه دې ودروي.»
په پاکستان کې افغان کډوالو تر دې وړاندې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته هم یو پرانیستی لیک استولی وو او ترې غوښتنه یې کړې وه، چې د دوی د نیونې او جبري ستنونې لړۍ دې ودروي.
د یادونې ده، چې په پاکستان کې زرګونه افغان کډوال چې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، له جبري اېستلو، اقتصادي کړاوونو او امنیتي فشارونو سره مخ دي. په دې کې د مدني ټولنې غړي، خبریالان، د پخواني حکومت کارکوونکي او د بشري حقونو فعالان شامل دي.
په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بېکدلي وایي، تهران د افغانستان د اقتصادي ثبات او پراختیا لپاره ژمن دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي چېنل د جوړېدو، د لګښتونو د راکمېدو او د ټرانزیټي همکاریو د پراخېدو لپاره عملي ګامونو ته اړتیا ده.
ښاغلي بېکدلي په کابل کې د ابوحنیفه نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې تهران به د افغانستان د اقتصادي ثبات او پرمختګ په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او د طالبانو د حکومت او افغان ولس ترڅنګ ولاړ دی.
هغه زیاته کړه، چې د ایران د پوهنې، ټېکنالوژۍ، صنعت، کرنې، لوژستیک او ټرانزیټ پراخ ظرفیتونه د افغانانو په خدمت کې دي. د بېکدلي په وینا؛ د ایران مهم بندرونه لکه عباس او چابهار، رېلپټلۍ، ځمکنۍ لارې او پولې د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو لپاره کارول کېږي.
دغه ایراني ډیپلومات وویل، چې سږ کال د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د تېر کال پرتله ۵ برابره توکي لېږدول شوي او دا لومړی ځل دی چې د ایران ټرانزیتي تېل د یادې پټلۍ له لارې افغانستان ته رسېږي.
هغه د ایران له خصوصي سکتور څخه وغوښتل، چې د افغانستان په نوې اقتصادي فضا کې پانګونه او فعالیت وکړي. د هغه په خبره؛ د ایران سفارت او سوداګریزې ادارې به په دې برخه کې د خصوصي سکتور ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه باید د یوه رسمي بانکي کانال د جوړېدو، د اسعارو د لېږد د لګښتونو د کمېدو، د سوداګرۍ د ترجیحي هوکړو، د نویو بندیزونو د نه لګولو، د پولې د بازارونو د پراختیا او د ګمرکي اسانتیاوو په برخه کې نوي ګامونه واخلي.
د بېکدلي په وینا؛ د کانونو، ودانیزو چارو، صنعت او کرنې په برخه کې ځانګړې ګډې همکارۍ ممکنې دي او د ایران د سوداګرۍ، کانونو او کرنې ټولنه د دغه همکاریو پراختیا ته چمتو ده.
په یاد نندارتون کې نږدې ۴۰ایراني شرکتونو هم ګډون کړی او د ایران د سوداګرۍ سلاکار حسین روستایي ویلي، چې ډېر ژر به دوه ایراني لوړپوړي سوداګریز پلاوي کابل ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد په امنیت شورا کې نړۍوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ چې«لوږه اوس په مستقیم ډول د وسلې په توګه کارول کېږي.» د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام تېره اونۍ په خپل یوه راپور کې وویل، افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ د خپلو ډوډۍ له وختونو تېرېدو ته اړ کېږي.
امنه محمد د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) امنیت شورا ته وویل، جګړه یوازې تاسیسات نهورانوي، بلکې خلکو ته د خوړو د برابرولو وړتیا هم لهمنځه وړي او دا د سلګونو میلیونو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
نوموړې زیاته کړه چې وسلهوالو جګړو د نړۍ په ۱۴ هېوادونو کې د خوړو ناامني جدي کړې او تېر کال نږدې ۲۹۵ میلیونه انسانان له سختې لوږې سره مخ وو، چې دا د وړم کال پرتله ۱۴ میلیونه زیات دي.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام تېره اونۍ په خپل یوه راپور کې وویل، افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ د خپلوډوډۍ له وختونو تېرېدو ته اړ کېږي. په وروستي یوه کال کې له ګاونډيو هېوادونو د افغانانو په بېرته ستنېدو، د نړۍوالو د مرستو په کمېدو او پر ښځو د محدودیتونو په لګول کېدو سره په دغه هېواد کې بشري ناورین لاپسې جدي کړی دی.
په افغانستان کې د یوناما مرستیال او د ياد سازمان د بشري چارو همغږي کوونکی ايندريکا راتوته تېره اونۍ (یکشنبه د لړم ۱۸مه) د طالبانو د رييس الوزراء له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کال پورې ۴.۵ميليونه کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام راپور کاږي، دمګړۍ له هرو لسو کورنیو نهه هغه یې مجبور دي چې د ډوډۍ له یوه وخت څخه تېر شي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خپل کور وسایل پلوري او یا هم له نورو پور کوي.
له دې سره سم، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق «یونېسف» ویلي، چې په افغانستان کې ۳،۵ میلیونه ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته دي. دغې ادارې په افغانستان کې د تغذیې ناورین په نړۍ کې تر ټولو په بد وضعیت کې یاد کړی دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام بیا ویلي، د افغانستان د خوړو ناورین د میندو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. دا اداره زیاتوي، د نړۍوالو مرستو کمېدو او د طالبانو د بندیزونو له امله په هېواد کې د لوږې او خوارځواکۍ کچه بېسارې لوړه شوې او دې وضعیت اوس د انساني ناورین بڼه خپله کړې ده.
د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیالې امنه محمد همداراز وویل:«چیرې چې خلک وږي وي، هلته سوله نهشي ټینګېدای او چیرې چې لوږه جګړې ته لمن وهي، هلته امنیت نه شي راتللی.»
هغې زیاته کړه: «موږ لا هم په وسلو پانګونه کوو، نه د لوږې په پای ته رسولو.»
هغې په پای کې وویل چې د لوږې او جګړې اړیکه د بشریت لپاره یو هستوي ګواښ دی او نړۍ باید اجازه ورنهکړي چې خواړه بیا د جګړې په وسیله بدل شي.
د افغانستان د اماني صندوق غړي انوارالحق احدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو واکمني د نړۍوالې ټولنې لهخوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې او نهشي کولی پېسې چاپ کړي. احدي زیاته کړې چې د یوه هېواد د حکومت رسمیت پېژندنه په زاریو نهشي ترلاسه کېدلای.
انوارالحق احدي په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق غړی دی. نوموړي د دوشنبې په ورځ (د لړم۲۶مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه صندوق تر اوسه پورې له نیم میلیارده ډالرو څخه زیاته ګټه کړې. هغه زیاته کړه، چې د صندوق نغدې پیسې چې پخوا درې نیم میلیارده ډالره وې اوس څلور میلیارده او ۲۰ میلیونه ډالرو ته رسیدلې دي.
امریکا د افغانستان بانک له شتمنیو څخه ۳،۵ میلیارده ډالره په سویس کې اماني صندوق ته لیږدولي څو د افغانستان په اقتصادي برخه کې وکارول شي.
د انورالحق احدي په وینا، دغه صندوق تر اوسه هېڅ لګښت نهلري او یوازې ګټه لري.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک په تېرو کلونو کې اعلان کړی و، چې درې میلیارده او ۱۴۰ میلیونه او اته سوه زره افغاني بانک نوټونه چاپ شوي دي. د دغه بانک د پولي پالیسۍ مشر ویلي وو، چې له دغو پیسو څخه، شاوخوا یو میلیارد او ۱۰۰ میلیونه افغانۍ بانک نوټونه وېشل شوې دي.
په افغانستان کې د امریکا پخواني استازي ټام ویسټ ویلي وو، چې دغه بانک نوټونه د امریکا په همکارۍ چاپ شوي دي.
احدي د طالبانو د هغه ادعا په اړه چې اقتصاد محوره پالیسي لري وویل، دا لومړی ځل نهدی چې له طالبانو دغه خبره اوري. هغه وايي چې د اقتصاد پر بنسټ بهرنۍ پالیسي، مسلکيتوب او کورني قانونیت ته اړتیا لري.
د حامد کرزي او اشرف غني د ولسمشرۍ په دورو کې هم د افغانستان سیاست د اقتصاد پر بنسټ ولاړ و.
د افغانستان د اماني صندوق دغه غړي د سوداګرۍ او ترانزیت پر مخ د لارو تړل «د پاکستان لهخوا تپل شوې جګړه» وبلله او په وینا یې پاکستان د جمهوریت پر وخت هم ورته کړنې کولې.
د افغانستان د مالیې پخواني وزیر وویل، چې د سوداګریزو بدیلو لارو موندل د طالبانو نوښت نهدی، بلکې د طالبانو له راتګ مخکې ورته کار شوی و او په وینا یې طالبان د جمهوریت ډیری سیاستونه تعقیبوي.
احدي وایي، چې افغانستان له اقتصادي ښکیلاک څخه د خلاصون وړتیا لري، خو په وینا یې دغه کړنه یوازې یو مشروع او منل شوی حکومت کولای شي.
احدي یادونه وکړه، چې د طالبانو اقتصاد محوره پالیسیو، د افغانستان په اقتصاد کې هېڅ د پام وړ بدلون نهدی راوستی. د هغه په وینا، سیاسي انزوا د افغانستان پر اقتصاد هم منفي اغېز کړی دی.
د تېر حکومت دغه پخوانی چارواکی وایي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان اقتصادي راتلونکي ته خوشبینه نه دی، ځکه چې اقتصادي پرمختګ ځانګړي شرایط غواړي چې طالبان یې نهشي پوره کولای.
هغه د قانون پلي کول او له پانګو ساتنه دوه هغه شرطونه په ګوته کړل، چې د اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دي.
هغه ټینګار وکړ چې د یوه هېواد اقتصاد له مسلکي کسانو پرته د مدرسو په فارغانو پر مختګ نهشي کولای.