• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازبکستاني شرکتونو په کابل کې د ۳۶ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۸ GMT+۰

ازبکستاني رسنیو خبر ورکړی چې له ۱۰۰ ډېرو ازبک شرکتونو په کابل کې د امام ابوحنیفه څلورم نړیوال نندارتون او سوداګریز بازار په ترڅ کې له افغان شرکتونو سره په ټولیز ډول د ۳۶میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.

انفورم رسنۍ نن چارشنبه په خپل یوه راپور کې ویلي چې دغه ازبکستاني سوداګریز پلاوي د ازبکستان د سوداګرۍ او صنعت خونې په مشرۍ څو ورځې په افغانستان کې حضور درلود او د نندارتون ترڅنګ د افغان او بهرنیو شرکتونو د اړیکو د پراختیا لپاره په جوړې شوې پراخې غونډې کې یې هم برخه اخیستې ده.

په دې غونډه کې ۱۳۰ افغان شرکتونو، ۸۰ ازبک استازو، ۳۰ ایراني استازو، ۲۰ د هند او لس ترکمنستان استازو ګډون درلود.

په یاده غونډه کې د خوړو صنعت، ودانیزو چاروې، درمل جوړونې، نساجي، لوژستیک، انرژۍ او د کورنیو وسایلو تولید په برخو کې خبرې اترې شوې دي. د خبرو اترو محور د سوداګریزو اړیکو پراخول، د ګډو پروژو پلي کول، د پانګونې هڅونه او د افغانستان بازار ته د صادراتو ظرفیت لوړول وو.

د رسنیو د راپور له مخې، د ازبکستان شرکتونو د مذاکراتو په پای کې د ۳۶،۰۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي.

سربېره پر دې، د دواړو لوریو د سوداګرۍ او پانګونې خونو یوه هوکړه هم لاسلیک کړې، چې د دواړو هېوادونو په مرکزونو کې د «سوداګریزو کورونو» جوړول او د خونو استازیتوبونه پرانیستل پکې شامل دي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان له هند نه د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د هوايي دهلیز په برخه کې همکاري غواړي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۲ GMT+۰
طالبان له هند نه د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د هوايي دهلیز په برخه کې همکاري غواړي
100%

د هند دبهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نوي ډیلي ته رسېدلی او دوی یې تود هرکلی کړی. نورالدین عزیزي به په دغه پنځه ورځني سفر کې له هندي چارواکو سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او هوايي دهلیز وغږیږي. هغه د ډیلي په نړیوال سوداګریز نندارتون کې هم ګډون کوي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چارشنبې په ورځ هند ته د پنځو ورځو په سفر لاړ.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې عزیزي به په دغه سفر کې له هندي چارواکو او ددغه هېواد له سوداګرو سره پر دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو وغږیږي.

نوموړی ته په نوي ډيلي کې د هند د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان، افغانستان او ایران د برخې ګډ سکرتر انند پرکاش هرکلی ویلی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند له عزیزي سره د خپل انځور په خپرولو د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له نوموړي یې تود هرکلی کړی او دواړې خواوې به پر دوه اړخیزو سوداګریزو مسایلو وغږیږي.

دا د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته دویم جګپوړی طالب چارواکی دی، چې نوي ډیلي ته سفر کوي.

هندي رسنیو ددغه هېواد د چارواکو له قوله رپوټ ورکړی، چې نورالدین عزیزي به د هند د سوداګرۍ له وزیر، نورو حکومتي چارواکو او د هند له سوداګریزې ټولنې سره وګوري.

د هند نیوز ۱۸ چینل د هند د حکومتي سرچینو له قولي ویلي، چې عزیزي به د هند له حکومت څخه وغواړي چې د کابل او نوي ډيلي ترمنځ د سوداګرۍ لپاره د هوايي دهلېزد «بشپړ جوړولو» په برخه کې پراخه همکاری وکړي.

عزیزي به دغه راز د هند د سوداګرۍ له چارواکو سره خبرې اترې وکړي او ښايي د ډیلي په نړیوال سوداګریز نندارتون (IITF) کې هم برخه واخلي.

په ۲۰۲۰-۲۱ کلونو کې هند افغانستان ته نږدې ۸۲۶ میلیونه ډالره توکي صاد ر کړي وو، خو له افغانستان نه یې یوازې ۵۰۹ میلیونه ډالره واردات کړي وو، خو هند ته صادرات هر کال کم شوي دي، په ځانګړي ډول د هند او پاکستان له جګړې او د واګه لارې له تړل کېدو وروسته په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې په کال کې یوازې ۳۵۵میلیونه ډالره ښودل شوي دي.

د هند واردات نږدې ټول کرنیز محصولات دي، چې انګور، ممیز، انځر، زعفران، هوږه، اینجه، بادام، چارمغز، کاجو، انار، الوبالو، زردالو، پیاز او نور پکې شامل دي.

هندي صادرات ډېری په درملو، نساجیو، ماشینونو او الکترونیکي توکو پورې تړاو لري.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبالغني برادر په دې وروستیو کې له پاکستان نه د درملو پر واردولو بندیز لګولی او داسې اټکل دی، چې عزیزي به په دغه سفر کې له هند نه د درملو پر وارداتو هم له هندي چارواکو سره وغږیږي.

طالبانو ویلي، چې له پاکستان سره د ټرانزیټ سوداګرۍ له بندېدو وروسته، دوی اوس نورې متبادلې لارې ګوري، چې ایران، د منځنۍ اسیا هېوادونه او هند، په ځانګړې توګه چابهار بندر پکې شامل دي.

ايرانی چارواکی: د سیستان ازاده سوداګریره سیمه د افغان سوداګرو لپاره دویم کور کېدای شي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۰ GMT+۰
ايرانی چارواکی: د سیستان ازاده سوداګریره سیمه د افغان سوداګرو لپاره دویم کور کېدای شي
100%

د سیستان د ازادې سوداګرۍ-صنعتي سیمې مشر حسین سنجراني وایي، چې د سیستان ازاده سوداګرۍ-صنعتي سیمه د خپل ستراتيژیک موقعیت او ترانزیتي وړتیاوو له مخې کولای شي د افغان سوداګرو لپاره دویم کور وګرځي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو اقتصادي همکاریو زمینه برابره کړي.

نوموړي د کابل په څلورم نړۍوال نندارتون کې د یادې سیمې ګډون د ظرفیتونو د معرفي کولو او د افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم فرصت وباله.

سنجراني وویل: «د سیستان د ازادې سیمې غرفه په کابل نندارتون کې یوازې د اقتصادي ظرفیتونو د ښودلو لپاره نه وه؛ بلکې د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا یوه نوې دروازه هم ده.»

هغه وویل: «د دغه تعاملاتو له لارې یو ګډ او سوکاله راتلونکی ترلاسه کېدای شي او د نندارتون په لړ کې لاسلیک شوي تفاهم لیکونه د ګډې پانګونې او د اقتصادي تبادلې زیاتوالي لپاره لاره هواروي.»

هغه ورځنۍ لیدنې، تخصصي غونډې او سوداګریز بحثونه د افغان اقتصادي فعالینو لپاره د سیستان ازادې سیمې د وړتیاوو د جذابیت نښې وګڼلې او دغه پروسه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره او اوږدمهاله اړیکو د پراختیا لپاره هیله بښونکې وګڼله.

همدارنګه، د ایران سوداګریز سلاکار حسین روستایي په کابل نندارتون کې د ۴۰ ایرانیو شرکتونو د ګډون خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دوه لوړپوړي سوداګریز پلاوي به د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره کابل ته سفر وکړي.

طالبانو له پانګه‌والو وغوښتل چې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت لپاره لابراتوارونه جوړ کړي

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۷ GMT+۰
طالبانو له پانګه‌والو وغوښتل چې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت لپاره لابراتوارونه جوړ کړي
100%

د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال په کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت او ارزښت د لوړولو په موخه د یوه خصوصي لابراتوار په پرانېست غونډه کې له پانګه‌والو وغوښتل، چې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د تضمین لپاره لابراتوارونه جوړ کړي.

ملا عبدالغني برادر د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) په کندهار کې د دوو میلیونو ډالرو په لګښت د «کندا وزیرزي» تر نامه لاندې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت لوړولو لپاره یو خصوصی لابراتوار پرانیست.

نوموړي د دغه لابراتوار فعالیت د هېواد د کرنیزو حاصلاتو د کیفیت او ارزښت د لوړولو په برخه کې مهم ګام وباله.

هغه زیاته کړه: «د معیاري لابراتواري خدماتو نشتون له ډېر پخوا راهیسې د دې لامل شوی، چې د محصولاتو کیفیت او تولیدات راټیټ شي او د هېواد بزګران له تاوان سره مخ کړي. زه هیله لرم چې دغه خدماتي مرکز به په دې برخه کې شته اړتیاوې تر یوه حده پوره او د هېواد صادرات به ورسره معیاري شي.»

نوموړي له سوداګرو وغوشتل، چې خپل فعالیتونه د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

په کندهار کې سوداګرو پر بهر مېشتو افغانانو غږ وکړ، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

سوداګرو تر دې وړاندې اندېښنه لرله، چې په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د معیاري ازموینې او تصدیق لابراتوارونو نشتون د هېواد د کرنیز سکتور لپاره جدي ستونزې راولاړوي.

که څه هم افغانستان یو کرنیز هېواد دی او ډېر صادرات یې له کرنیزو توکو لکه وچو مېوو، زعفرانو، سبزیجاتو او نباتي توکو سره تړلې دي، خو د نړۍوالو معیارونو پر اساس د کیفیت د کنټرول لابراتوارونو کمښت د دې سکتور د پراختیا بهیر ټکنی کړی دی.

کازان ته د طالبانو د سفیر سفر؛ له تاتارستان سره د نویو اقتصادي همکاریو هڅې

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۷ GMT+۰
کازان ته د طالبانو د سفیر سفر؛ له تاتارستان سره د نویو اقتصادي همکاریو هڅې
100%

په مسکو کې د طالبانو سفیر د لړم پر۲۷مه د روسیې د تاتارستان جمهوریت پلازمېنې کازان ته سفر کړی.

نوموړي د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ له وزیر الیګ کوروتچینکو سره لیدلي، چې پکې د افغانستان او تاتارستان ترمنځ پر ګډو دوه اړخیزو موضوعاتو سربېره د تاتارستان د شرکتونو له‌خوا په افغانستان کې د پانګونې او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر موضوعاتو ټینګار شوی.
په مسکو کې د طالبانو سفارت ویلي، چې ګل حسن حسن د تاتارستان له چارواکو سره د لیدنې پر مهال وویل: «په افغانستان کې له رامنځته شوي سوداګریز او پانګه‌ییز فرصت څخه دواړه هېوادونه ښه ګټه اخیستلای شي، په ځانګړي ډول د افغانستان او کازان ترمنځ ګډ سوداګریز مرکز او نندارتون جوړول کولی شي د افغاني مېوو او نورو محصولاتو لپاره روسیې ته لنډه او ارزانه لار برابر کړي.»

100%

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله، تېره اوونۍ د طالبانو د اقتصادي مرستیال له هغه خبرداري وروسته چې په کې یې له پانګه‌والو او سوداګرو وغوښتل چې خپلې ټولې سوداګریزې معاملې له پاکستان سره تر ۹۰ ورځو راونغاړي، طالبانو د سیمې له نورو هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې روسیه یوازینی هېواد دی چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي او له دغې ډلې سره یې خپلې اړیکې د پام وړ پراخې کړې دي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سبا هند ته په رسمی سفر ځي

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۱ GMT+۰
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سبا هند ته په رسمی سفر ځي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي سبا د چارشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته ځي. د طالبانو اړوند سرچینې وايي، چې نورالدین عزیزي به په دغه سفر کې له هندي چارواکو سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ او د توکو پر انتقال خبرې وکړي.

د طالبانو اړوند امید راډیو خبر ورکړی، چې ددې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سبا د چارشنبې په ورځ، د لړم پر۲۸مه هند ته په یوه رسمي سفر ځي.

یادې رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې « د صنعت او سوداګرۍ وزیر به له هندي چارواکو سره د سوداګریزو اړیکو او د توکو د لېږد رالېږد په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي».

دا به نوي ډیلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له سفر وروسته د دې ډلې د جګپوړو چارواکو دویم سفر وي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته ددې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د تورخم، چمن، خرلاچي، غلام خان او انګور اډې لویو لارو له بندېدو وروسته اعلان وکړ، چې له پاکستان سره له تضمین ورکولو پرته نوره سوداګریزه راکړه ورکړه نه کوي.

د برادر له اعلان وروسته د طالبانو چارواکو د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ د متبادلو لارو پر پرانېستلو او پیاوړتیا خبرې اترې پیل کړې دي.

له دې وړاندې د طالبانو یو شمېر چارواکو ایران، تاجکستان او د منځنۍ اسیا ځینو نورو هېوادونو ته هم سفرونه کړي دي.

د چارو شنونکي په دې باور دي، چې له سوداګرۍ سره د پاکستان سیاسی چلند طالبان دې ته اړ اېستي، چې پر اسلام اباد خپله اتکاء کمه کړي او نورې متبادلې لارې چارې وګوري، خو د اقتصادي چارو شنونکي وايي، په وچه د ایسارو هېوادونو لپاره د نورو هېوادونو له لارو او بندرو ګټه اخېستل امتیاز نه دی بلکې دا حق دی او طالبان باید افغان سوداګر له دې حق نه بې برخې نه کړي.