• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان له هند نه د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د هوايي دهلیز په برخه کې همکاري غواړي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۲ GMT+۰

د هند دبهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نوي ډیلي ته رسېدلی او دوی یې تود هرکلی کړی. نورالدین عزیزي به په دغه پنځه ورځني سفر کې له هندي چارواکو سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او هوايي دهلیز وغږیږي. هغه د ډیلي په نړیوال سوداګریز نندارتون کې هم ګډون کوي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چارشنبې په ورځ هند ته د پنځو ورځو په سفر لاړ.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې عزیزي به په دغه سفر کې له هندي چارواکو او ددغه هېواد له سوداګرو سره پر دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو وغږیږي.

نوموړی ته په نوي ډيلي کې د هند د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان، افغانستان او ایران د برخې ګډ سکرتر انند پرکاش هرکلی ویلی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند له عزیزي سره د خپل انځور په خپرولو د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له نوموړي یې تود هرکلی کړی او دواړې خواوې به پر دوه اړخیزو سوداګریزو مسایلو وغږیږي.

دا د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته دویم جګپوړی طالب چارواکی دی، چې نوي ډیلي ته سفر کوي.

هندي رسنیو ددغه هېواد د چارواکو له قوله رپوټ ورکړی، چې نورالدین عزیزي به د هند د سوداګرۍ له وزیر، نورو حکومتي چارواکو او د هند له سوداګریزې ټولنې سره وګوري.

د هند نیوز ۱۸ چینل د هند د حکومتي سرچینو له قولي ویلي، چې عزیزي به د هند له حکومت څخه وغواړي چې د کابل او نوي ډيلي ترمنځ د سوداګرۍ لپاره د هوايي دهلېزد «بشپړ جوړولو» په برخه کې پراخه همکاری وکړي.

عزیزي به دغه راز د هند د سوداګرۍ له چارواکو سره خبرې اترې وکړي او ښايي د ډیلي په نړیوال سوداګریز نندارتون (IITF) کې هم برخه واخلي.

په ۲۰۲۰-۲۱ کلونو کې هند افغانستان ته نږدې ۸۲۶ میلیونه ډالره توکي صاد ر کړي وو، خو له افغانستان نه یې یوازې ۵۰۹ میلیونه ډالره واردات کړي وو، خو هند ته صادرات هر کال کم شوي دي، په ځانګړي ډول د هند او پاکستان له جګړې او د واګه لارې له تړل کېدو وروسته په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې په کال کې یوازې ۳۵۵میلیونه ډالره ښودل شوي دي.

د هند واردات نږدې ټول کرنیز محصولات دي، چې انګور، ممیز، انځر، زعفران، هوږه، اینجه، بادام، چارمغز، کاجو، انار، الوبالو، زردالو، پیاز او نور پکې شامل دي.

هندي صادرات ډېری په درملو، نساجیو، ماشینونو او الکترونیکي توکو پورې تړاو لري.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبالغني برادر په دې وروستیو کې له پاکستان نه د درملو پر واردولو بندیز لګولی او داسې اټکل دی، چې عزیزي به په دغه سفر کې له هند نه د درملو پر وارداتو هم له هندي چارواکو سره وغږیږي.

طالبانو ویلي، چې له پاکستان سره د ټرانزیټ سوداګرۍ له بندېدو وروسته، دوی اوس نورې متبادلې لارې ګوري، چې ایران، د منځنۍ اسیا هېوادونه او هند، په ځانګړې توګه چابهار بندر پکې شامل دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو رییس الوزرا وايي د پانګونې په جذب سره خلک له بهرني احتیاجه ژغوري

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۶ GMT+۰
د طالبانو رییس الوزرا وايي د پانګونې په جذب سره خلک له بهرني احتیاجه ژغوري
100%

د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د پانګونې د جذب سیمینار ته په خپل پیغام کې ویلي، چې د پانګې او‌پانګونې په جذب سره به په افغانستان کې اقتصادي تحرک رامنځته کړي او خلک به د نورو له احتیاج څخه وژغوري.

ملا محمدحسن اخوند په کابل کې د پانګونې جذب سیمینار ته په خپل پیغام کې ویلي، چې طالبانو د پانګونې د جذب په موخه پانګوالو ته د امنیت، ویزو، د پیسو د انتقال او جواز اخېستلو ترڅنګ په نورو برخو کې غوره فرصتونه چمتو کړي دي.

ملاحسن په خپل پیغام کې غوښتنه کړې، چې « د افغان پانګولو ترڅنګ دې، بهرنیو پانګوالو ته د انرژۍ، کرنې، مالدارۍ، پرېښنا، کان کېندنې، سړک جوړولو او نورو برخو کې امکانات برابر شي».

دغه طالب لوړپوړي چارواکي د افغانستان په اقتصادي ثبات کې د خصوصي سکټور رول مهم بللی دی.

ټرمپ وايي په افغانستان کې د امریکا پوځي تجهیزات په «احمقانه» ډول له لاسه ووتل

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۰ GMT+۰
ټرمپ وايي په افغانستان کې د امریکا پوځي تجهیزات په «احمقانه» ډول له لاسه ووتل
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د لیدنې پر مهال وویل، چې متحده ایالاتو د خپلو مشرانو د «ناسمو پرېکړو» له امله د پوځ یوه برخه تجهیزات په «احمقانه ډول» په افغانستان کې له لاسه ورکړل.

ټرمپ وویل: «تاسې پوهېږئ، موږ د خپلې لومړۍ دورې پر مهال په ټریلیونونو ډالر ولګول او پوځ مو بیا ورغاوه، خو د همدې تجهیزاتو یوه برخه مو په افغانستان کې په احمقانه ډول بایلوده، ځکه زموږ هېواد ناپوهه خلکو اداره کاوه.»

ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځله له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر بیړنیو وتلو او د بگرام پوځي اډې پرېښودلو نیوکې کړې دي. نوموړي مخکې ویلي و چې هغه به په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې شوي نظامي وسایل له طالبانو بېرته ترلاسه کول غواړي.

هغه طالبان وګواښل چې که بګرام اډه ور نه کړي، چې ډېرې بدې پېښې به وشي.

نوموړي د روان کال د سنبلې په میاشت کې ویلي وو چې د ولسمشر بایدن ادارې پوځي وسایل طالبانو ته پرېښودل او طالبان هر کال له همدې وسلو سره پوځي رژه کوي چې دا کار ورته د منلو وړ نه دی.

طالب چارواکو که څه هم د ټرمپ د اوسنیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې د ټرمپ څرګندونې ردې کړې وې او ویلي یې وو چې په افغانستان کې پاتې تجهیزات دوی د «غنیمت» په توګه ترلاسه کړي او هېڅ ډول امتیاز یا وسیله بېرته نه سپاري.

څه موده وړاندې د امريکا دفاع وزارت وویل، چې په افغانستان کې ترې پاتې شوي امريکايي وسايل شاوخوا ۷ میليارده ډالر ارزښت لري چې پوځي زغروال ټانکونه، پرمختللې وسلې، د بایومټریک وسایل او نور ټکنالوژيکي وسايل پکې شامل دي.

د ۲۰۰۲ کال له جون میاشتې نه تر ۲۰۲۰ کال پورې امريکا ۸۸،۶ میليارده ډالر د افغانستان د امنيتي ځواکونو ملاتړ صندوق له لارې د افغان پوځ د تجهيز، اکمال او روزنې لپاره لګولي وو.

هممهاله پاکستان هم څو ځله اندېښنه څرګنده کړې، چې په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې د دوی امنيت ته جدي ګواښ دی، خو د ټرمپ ادارې او امریکايي چارواکو پر دې اندېښنو هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

روسیې یوځل بیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ منځګړتوب ته تیاری وښود

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۶ GMT+۰
روسیې یوځل بیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ منځګړتوب ته تیاری وښود
100%

په اسلام اباد کې د روسیې سفیر وايي، چې هېواد یې د طالبانو- پاکستان او هند او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل منځګړتوب ته چمتو دی. البرت خوروف ویلي، چې دوی د سیمه‌ییز امنیت، په ځانګړي ډول د افغانستان وضعیت او سولې په تړاو ګډې اندېښنې لري.

البرت خوروف د اسلام اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ په یوه بحث کې وویل، چې مسکو د پاکستان او هند، او د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو شخړو د حل په لټه کې منځګړتوب ته تیار دی.

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، خوروف زیاته کړه: «موږ د سیمه‌ییز امنیت په اړه ګډې اندېښنې لرو، په ځانګړي ډول د افغانستان وضعیت او د سولې د ټینګښت، د ترهګرۍ د مخنیوي او ټولنیز-اقتصادي پرمختګ د هڅولو لپاره د دوامداره همکارۍ ملاتړ کوو».

په اسلام اباد کې د روسیې د دیپلوماتیک ماموریت مشر یادونه وکړه چې د جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا ډېری وخت د سیمه‌ییزو نه، بلکې د بهر ځواکونو له خوا رامنځته کېږي.

په دې تړاو، هغه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګندونو ته اشاره وکړه، چې د اروپایي-اسیایي همکاریو او د اروپایي-اسیایي «مساوي او نه ماتېدونکي» امنیت د نوي جوړښت په تړاو یې کړې وې.

خوروف ټینګار وکړ چې دا مفاهیم یو بل تکمیلوي او د عمومي اصل پر بنسټ ولاړ دي چې سیمه‌ییزې ستونزې باید د سیمه‌ییزو لوبغاړو له خوا حل شي.

سلام حنفي: ستونزې باید د منطقي طرحې او خبرو اترو له لارې حل شي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۲ GMT+۰
سلام حنفي: ستونزې باید د منطقي طرحې او خبرو اترو له لارې حل شي
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له پاکستان سره د شخړې دوام ته په اشاره ویلي، چې د خپلې پالیسۍ له مخې، له ګاونډیانو او نورو سره د متقابل احترام پر بنسټ اړیکې غواړي او ټول مسایل باید د مذاکراتو له لارې حل شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د چارشنبې په ورځ، د لړم ۲۸مه د پانګونې جذب تر سرلیک لاندې سیمینار کې وویل، چې:« جګړه د هېڅ اړخ په ګټه نه ده او مسایل باید د یوې معقولې او منطقي طرحې او متقبل درناوي پر اساس حل شي.»

نوموړي پاکستان ته په اشاره ویلي، چې دواړه هېوادونه باید د سولې او امن په فضا کې دوستانه اړیکې ولري.

نوموړي زیاته کړې:«موږ نه پر چا برید کړی، نه مو تجاوز کړی او نه یې کوو. که څوک پر موږ برید کوي، نو دا بیا زموږ حق دی، چې ځواب یې ورکړو.»

عبدالسلام حنفي دا څرګندنې پر داسې مهال کړي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته د دواړو لوریو ترمنځ سوداګري او هر ډول اړیکې په ټپه دریدلې او طالبانو د سوداګرۍ د نویو لاریو چارو په لټه خپل د سوداګرۍ وزیر له ایران وروسته نن د چارشنبې په ورځ هندوستان ته استولی دی.

۶۲ افغانانو د پیسو په بدل کې جرمني ته د تګ له غوښتنې لاس اخېستی

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۲ GMT+۰
۶۲ افغانانو د پیسو په بدل کې جرمني ته د تګ له غوښتنې لاس اخېستی
100%

د پیسو په بدل کې په جرمني کې د میشتېدو له پروګرام نه د لاس پر سرکېدو موده پای ته ورسېده، خو تر اوسه یوازې ۶۲ تنو افغانانو یاد وړاندیز منلی دی. د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، مالي وړاندیزونه شاوخوا ۶۵۰ تنو افغانانو ته شوي وو.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په یوه لیک کې چې اغیزمنو او تر ګواښ لاندې افغانانو ته استول شوی و، ویل شوي وو، « د جرمني فدرالي حکومت پرېکړه کړې چې له خطر سره د مخ افغانانو لپاره د رضاکارانه کوربه‌توب پروګرامونه پای ته ورسوي».

په لیک کې ویل شوي وو، « له بده مرغه تضمین نشته چې ټولې دوسیې په وخت سره بشپړې شي».

د جرمني حکومت پلان درلود په رضاکارانه ډول له دوسیو لاس اخېستونکو افغانانو سره یوځلي مالي مرستې وکړي، چې د کورنۍ د وضعیت له مخې څو زره یورو کیدای شي.

د یوې یوازې ښځې لپاره تر وتلو مخکې په پاکستان کې ۱۵۰۰ یورو او د نوي پیل لپاره ۵۰۰۰ یورو ورکول کېدې. د کورنیو لپاره دغه مبلغ لوړېدای شوای، او په ځینو قضیو کې تر ۲۵۰۰ یورو تر وتلو مخکې او ۱۰ زره نورې وروسته هم ورکول کېدې.

سربېره پر دې، دوی ته د توکو او د سفر لګښتونه هم ورکول کېدل. دغه راز افغانستان ته له رسېدو وروسته به تر درې میاشتو پورې د استوګنې، خوړو، روغتیايي او رواني خدماتو په ګډون مرستې ورکړل شي.

د جرمني اې ار ډي ټلویزیون ددغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د ویاندې له قوله ویلي: «تر دې دمه د هغو کسانو شاوخوا لس سلنې، چې لیک ور استول شوی و، دا وړاندیز منلی. دا ۶۲ کسان کیږی».

سربېره پر دې، « له نورو هغو کسانو سره هم تماس روان دی، چې اوس د دې پرېکړې په پروسه کې دي چې ایا وړاندیز ومني که نه».

تر اوسه شاوخوا دوه زره افغانان، چې ډېری یې په پاکستان کې دي، جرمني ته د تګ لپاره انتظار کوي.

دوی د تیرو څو کلونو په اوږدو کې د څلورو مختلفو منلو پروګرامونو له لارې جرمني ته د تګ اساسي ژمنه ترلاسه کړې، ځکه د طالبانو له خوا له ګواښ سره مخ دي. ځینې یې په وروستیو کلونو کې د جرمني په اداري محکمو کې د قضیو وړاندې کولو له لارې بریالي شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، وروستي مالي وړاندیزونه شاوخوا ۶۵۰ کسانو ته شوي.

دوی د بشري حقونو د نوملړ له لارې د منلو ژمنه ترلاسه کړې ده. په دې ډله کې هغه افغانان شامل دي چې د مدني ټولنې په فعالیتونو کې یې برخه اخیستې. خبریالان، قاضیان، څارنوالان، د بشري حقونو فعالان او دولتي مامورین په دغه نوملړ کې دي.

د جرمني شاوخوا ۲۵۰ پخواني ځایي کارکوونکي او شاوخوا زر کسان، چې د منلو فدرالي پروګرام برخه دي، له دې وړاندیزونو مستثنی شوي وو. د بشري حقونو د لیست په پرتله، دې دواړو ډلو ته ښه فرصتونه شته چې د دوی قضیې د کال تر پایه بشپړې شي.