د بشري حقونو څار سازمان: د مالي پوځ د وسلهوالو پرضد په بریدونو کې ۳۱ ملکي وګړي وژلي دي

د بشري حقونو څار سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د مالي پوځ د مرکزي سیګو سیمې پر دوو کلیو په بریدونو کې لږترلږه ۳۱ کسان وژلي دي. دغه سیمه د وسلهوالو جنګیالیو تر کنټرول لاندې ده.




