تر اوربند وروسته؛ د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۷۹ ته لوړ شو

د غزې د حکومت د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې تر اوربند وروسته اسراییل پر غزې لږترلږه ۳۹۳ بریدونه کړي دي. په دغه بریدونو کې ټولټال ۲۷۹ کسان وژل شوي او ۶۵۲ نور بیا ټپیان دي.
له بل پلوه اسراییلي ځواکونو د لبنان د صیدون پر سویلي سیمه هوايي برید کړی، چې له امله یې ۱۳ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. دغه برید په یاده سیمه کې د فلسطیني کډوالو پر یوه پنډغالي شوی دی.




