جاپان کې پراخه اورلګېدنه؛ ۱۷۰ ودانۍ ویجاړې شوې او یو کس مړ شوی دی

د جاپان په سوېل کې د شپې ناوخته په یوې سیمه کې سخت اور لګېدلی، چې شاوخوا ۱۷۰ کورونه یې سوځولي دي. ځایي چارواکي وايي، په دې پېښه کې یو کس مړ شوی او نږدې ۲۰۰ ځایي کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
د چارواکو په وینا؛ د بېځایه شویو خلکو لپاره بېړنی مرکز هم پرانیستل شوی دی. ځایي اوسېدونکي وايي، چې د اور د چټک خپرېدو له امله یې د تېښتې لپاره ډېر کم وخت لاره.




