ندا محمد ندیم: عصري علوم د دونیوي ژوند یوه انساني اړتیا ده

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم وایي، عصري علوم د «دونیوي ژوند» یوه لویه انساني اړتیا ده او تر څو چې دغه علوم ژوندي وي؛ نو د یوه هېواد پرمختګ شونی دی. هغه زیاتوي، په عصري علومو هېوادونه له برېښنا، د اوبو بندونو او غوره روغتیایي سیسټم څخه برخمن کېږي.




