طالبانو د ننګرهار په شېرزادو کې د ۱۴۸مېلیونه افغانیو په ارزښت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ډاکار موسسې په مرسته د ۱۴۷.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د کلیوالي سړکونو، استنادي دېوالونو او پلچکونو یو شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.




