د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو عملیاتو کې ۴وسله‌وال وژل شوي دي

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو یې په خیبر پښتونخوا کې په جلا، جلا عملیاتو کې څلور وسله‌وال وژلي دي. د یادې ادارې په وینا؛ دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د روانې نومبر میاشتې په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه شوي دي.