• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې له ۴۰۰ زرو ډېرو کسانو ته د کار جوازونه ورکړل شوي

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې له ۴۰۰ زرو ډېرو کسانو ته د کار جوازونه ورکړي او ۱۵۰ زره ځوانان یې په مسلکي برخو کې روزلي دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې د کار د بازار د اړتیا په اساس په څلویښت حرفو کې زرګونه ځوانان په زده کړو بوخت دي.

نوموړي ویلي، له ګاونډیو هېوادونو څخه د تازه راستنو شويو مسلکي کارګرانو لپاره یې د کار موندنې په موخه ځانګړی ډیټابیس جوړ کړی او د یاد سیسټم له لارې د هغوی د مسلک، زده کړو او تجربو معلومات له دولتي ادارو سره شریکیږي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ښځو ته د کار د جوازونو د وېش په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

د هند د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره ولیدل

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۱ GMT+۰
د هند د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره ولیدل
100%

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ویلي، چې د طالبانو د سوداګرۍ له وزیر سره یې د دواړو لوریو د سوداګرۍ پیاوړتیا، سیمې د اتصال د پراختیا او د خلکو ترمنځ د اړیکو زیاتولو په اړه مفصلې خبرې وکړې. شنکر د افغانانو د پرمختګ، ثبات او هوساینې لپاره د نوي ډیلي د ژمنې ملاتړ تکرار کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر پر خپل اېکس ولیکل، چې په نوي ډیلي کې یې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیرنورالدین عزيزي سره وکتل.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چارشنبې په ورځ هند ته د پنځو ورځو په سفر لاړ.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې عزیزي به په دغه سفر کې له هندي چارواکو او ددغه هېواد له سوداګرو سره پر دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو وغږیږي.

نوموړی ته په نوي ډيلي کې د هند د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان، افغانستان او ایران د برخې ګډ سکرتر انند پرکاش هرکلی ویلی.

دا د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته دویم جګپوړی طالب چارواکی دی، چې نوي ډیلي ته سفر کوي.

هندي رسنیو ددغه هېواد د چارواکو له قوله رپوټ ورکړی، چې نورالدین عزیزي به د هند د سوداګرۍ له وزیر، نورو حکومتي چارواکو او د هند له سوداګریزې ټولنې سره وګوري.

د هند نیوز ۱۸ چینل د هند د حکومتي سرچینو له قولي ویلي، چې عزیزي به د هند له حکومت څخه وغواړي چې د کابل او نوي ډيلي ترمنځ د سوداګرۍ لپاره د هوايي دهلېزد «بشپړ جوړولو» په برخه کې پراخه همکاری وکړي.

عزیزي به دغه راز د هند د سوداګرۍ له چارواکو سره خبرې اترې وکړي او ښايي د ډیلي په نړیوال سوداګریز نندارتون (IITF) کې هم برخه واخلي.

په ۲۰۲۰-۲۱ کلونو کې هند افغانستان ته نږدې ۸۲۶ میلیونه ډالره توکي صاد ر کړي وو، خو له افغانستان نه یې یوازې ۵۰۹ میلیونه ډالره واردات کړي وو، خو هند ته صادرات هر کال کم شوي دي، په ځانګړي ډول د هند او پاکستان له جګړې او د واګه لارې له تړل کېدو وروسته په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې په کال کې یوازې ۳۵۵میلیونه ډالره ښودل شوي دي.

د هند واردات نږدې ټول کرنیز محصولات دي، چې انګور، ممیز، انځر، زعفران، هوږه، اینجه، بادام، چارمغز، کاجو، انار، الوبالو، زردالو، پیاز او نور پکې شامل دي.

هندي صادرات ډېری په درملو، نساجیو، ماشینونو او الکترونیکي توکو پورې تړاو لري.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبالغني برادر په دې وروستیو کې له پاکستان نه د درملو پر واردولو بندیز لګولی او داسې اټکل دی، چې عزیزي به په دغه سفر کې له هند نه د درملو پر وارداتو هم له هندي چارواکو سره وغږیږي.

طالبانو ویلي، چې له پاکستان سره د ټرانزیټ سوداګرۍ له بندېدو وروسته، دوی اوس نورې متبادلې لارې ګوري، چې ایران، د منځنۍ اسیا هېوادونه او هند، په ځانګړې توګه چابهار بندر پکې شامل دي.

طالبان: د ږیرې پرېښودل «د ښځو پر وړاندې د فتنو د دروازو» تړل دي

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۰
طالبان: د ږیرې پرېښودل «د ښځو پر وړاندې د فتنو د دروازو» تړل دي
100%

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ټول هېواد جوماتونو خطیبانو او ملا امامانو ته لارښوونه کړې چې د روانې اونۍ د جمعې په خطبو او ویناوو کې د ږیرې پرېښودلو موضوع روښانه کړي او هغه د «ښځو پر وړاندې د فتنو د مخنیوي» یو لاره وښيي.

د دغه وزارت له خوا د جمعې ورځې لپاره چمتو شوې خطبې په متن کې راغلي چې د ږیرې خرییل د «خدای په خلقت کې بدلون راوستل» دي او دا عمل د«فطرت خلاف او لویه ګناه» ګڼل شوې ده.

په متن کې ټینګار شوی چې مسلمانانو ته د خالق د خلقت درناوی واجب دی او د ږیرې پرېښودل د همدې فطري نظام یوه برخه ده.

د طالبانو یاد وزارت د جامع جوماتونو له ملا امامانو غوښتي چې خلکو ته واضح کړي چې ږیره نه پرېښودونکي کسان د یهودانو، فاسقانو او فاجرانو سره مشابه ګڼل کېږي او د خطیبانو د څرګندونو له مخې، د اسلامي ټولنې اوسېدونکي باید د «منحرفو خلکو» تقلید او مشابهت ونه کړي.

د ږیرې د پرېښودلو په اړه دا تازه لارښوونه په داسې حال کې ده چې طالبانو د تېر یوه کال په ترڅ کې څو ځله مذهبي خطیبانو، مدرسو او دولتي ادارو ته د ظاهري بڼې، ږیرې، جامو او رواجونو په اړه ځانګړي هدایتونه ورکړي دي.

د دیني چارو په برخه کې د دې ډول اعلامیو زیاتوالی د ټولنیزو غبرګونونو او بحثونو لامل شوی، او منتقدان ورته د فردي ازادیو د محدودولو په سترګه ګوري.

د پاکستان او عراق له زندانونو تر ۵۰۰ زیات افغانان خوشې شول

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۱ GMT+۰
د پاکستان او عراق له زندانونو تر ۵۰۰ زیات افغانان خوشې شول
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۵۶۵ افغان کډوال چې د عراق او پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې ۵۱۷ کسان چې د پاکستان په زندانونو کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې بندیان وو، د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، ۴۸ نور کسان چې د عراق په زندانونو کې له ۶ تر ۹ میاشتو پورې بندیان وو؛ د نیمروز له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

تازه د پنجاب پولیسو خبر ورکړی، چې د راولپنډۍ په بېلابېلو سیمو کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال ۳۸ بې‌اسناده افغان کډوال نیولي دي.

پاکستاني پولیسو په راولپنډۍ کې ۳۸ افغانان نیولي دي

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۳ GMT+۰
پاکستاني پولیسو په راولپنډۍ کې ۳۸ افغانان نیولي دي
100%

د پنجاب پولیسو خبر ورکړی، چې د راولپنډۍ په بېلابېلو سیمو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو پر ضد د پلټنې عملیات دوام لري. د دوی له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه عملیاتو په لړ کې ۳۸ بې‌اسناده افغان کډوال نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه عملیات په پیرودهای، ګنجمنډي، وارث خان، باني، نیو ټاون، صادق اباد، رته امرال، صدروا، نصیر اباد، کېنټ، مورګاه، راوت، چونترا، جاټلي، ماندارا، ګوجر خان، دمیال او نورو سیمو کې ترسره شوي دي. د پلټنې یاد عملیات په ۱۲۷۱ کورونو، ۶۴۲ هټیو او ۶۳ هوټلونو کې شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د کور په کور پلټنو پرمهال یې بې‌اسناده افغان کډوالو ته په کرایه د کور ورکولو په تور هم ځینې قضیې ثبت کړې دي.

د پنجاب پولیسو تېره ورځ هم د یو لړ عملیاتو پرمهال د ۴۳ بې‌اسناده افغان کډوالو د نیول کېدو خبر ورکړی و.

بېکدلي: ایران ژمن دی چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې نړۍوال بازار ته ورسوي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۳ GMT+۰
بېکدلي: ایران ژمن دی چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې نړۍوال بازار ته ورسوي
100%

په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي ویلي، هېواد یې ژمن دی چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې نړۍوالو بازارونو ته ورسوي. تازه د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو ټولنې او ایراني شرکت ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون هم لاسلیک شو.

په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) ویلي، د ایران چابهار بندر د افغانستان د صادراتو لپاره اسانه لار ده.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د نوموړي له قوله ویلي: «ایران ژمن دی، چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې تر نړۍوالو مارکېټونو ورسوي.»

بېکدلي د ایراني او افغان شرکتونو ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه تړون هم یو مهم اقدام یاد کړی.

په همدې ورځ د ایران د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو اړوند د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو ټولنې او یوه ایراني شرکت ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک شو.

د همدې تړون له مخې به د افغانستان د وچې مېوې ۳۰ زره کانټینرونه د هند او چین مارکېټونو ته صادر شي.

د تړون تر لاسلیک وروسته دواړو ټولنو دا اقدام د کابل او تهران د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وچو مېوو د صادراتو لپاره ښه فرصت ګڼلی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر وروستۍ ترینګلتیا وروسته طالب مشرانو له افغان سوداګرو غوښتي، چې له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې بندې او دوی ورته بدیلي لارې ولټوي.

نن د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نوي ډیلي ته رسېدلی او ویل کېږي، چې عزیزي به په دغه پنځه ورځني سفر کې له هندي چارواکو سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او هوايي دهلېز خبرې وکړي.