• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاپ لیو د ټرمپ د کډوالۍ پر سیاستونو یو ځل بیا نیوکه وکړه

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۵ GMT+۰

د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ لیو د کډوالو پروړاندې د امریکا د تاوتریخوالي پر ډک چلند نیوکه وکړه او ویې ویل، چې له کډوالو سره باید د «انساني چلند» لارې چارې ولټول شي.

پاپ لیو نن چهارشنبه (د لړم ۲۸مه) په خپل استوګنځي کې خبریالانو ته وویل، چې که څوک په غېر قانوني توګه امریکا ته تللي وي، د هغوی لپاره قانوني لارې او قضایي میکانیزمونه موجود دي.
هغه زیاته کړه، له هغو کسانو سره چې کلونه یې په امریکا کې ژوند کړی، باید ناوړه او له درناوي پرته چلند ونشي.
نوموړي همدارنګه د امریکا د کاتولیک مشرانو وروستيو څرګندونو ته اشاره وکړه او له دوی سره یې ملاتړ څرګند کړ، کوم چې په یوه اعلامیه کې په کلیساګانو، ښوونځیو او روغتونونو کې د کډوالۍ اوږدمهاله محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې وه.
د یادونې ده، چې ټرمپ د خپلې دویمې دورې په لومړیو ورځو کې دغه محدودیتونه لرې کړي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې پاپ لیو تر دې وړاندې هم د ټرمپ د کډوالۍ ضد سیاستونو پر وړاندې نیوکه کړې وه.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

•
•
•

نور کیسې

یو افغان په امریکا کې «د ترهګریز برید د پلان کولو په تور» په ۱۵ کاله بند محکوم شو

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۸ GMT+۰
100%

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، چې د عبدالله حاجي زاده په نوم یو ۱۹ کلن افغان چې دا مهال په امریکا کې قانوني دایمي استوګن دی، په ۱۵ کاله بند محکوم شوی دی. د یاد وزارت په خبره، دغه کس په قصدي ډول د وسلې او مرمیو د ترلاسه کولو او د سیسې جوړولو هڅه کړې.

د محکمې د اسنادو له مخې، حاجي‌زاده او د هغه یو ملګری د AK-47 ټوپکونه او ۵۰۰ مرمۍ ترلاسه کړي و او هڅه یې کوله، چې دغه وسلې د ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې په ټاکنو کې د عراق او الشام اسلامي دولت (داعش) په استازیتوب د ترهګریز برید لپاره وکاروي.

د یادولو ده، چې داعش ډله د امریکا د بهرنيو ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله ده.

حاجي زاده او د هغه افغان ملګری ۲۸ کلن ناصر احمد توحیدي د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر میاشت کې ونیول شول.

د امریکا د ملي امنیت وزارت مرستیال لوی څارنوال جان اې ایزنبرګ ویلي: «حاجي‌ زاده د امریکا له خوا په ښه راغلاست سره منل شوی و او د دې هېواد د اوسېدونکو ټولې اسانتیاوې ورته برابرې وې، خو هغه پرېکړه وکړه، چې ترهګري ومني او په ټاکنو کې د داعش له الهام اخیستنې حمله پلان کړي.»

هغه زیاته کړه:«نننۍ سزا او په پای کې حاجي‌ زاده د امریکا څخه اېستل، د هغه د خیانت جديت او زموږ د دې ژمنې څرګندونه کوي، چې موږ به له ټولو موجودو وسایلو څخه کار اخلو، څو دا ډول توطیې کشف او شنډ کړو.»

حاجي‌زاده د نیولو پر مهال ۱۷ کلن و او خپل جرم یې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۷مه ومانه.

د اعتراف د تړون له مخې، نوموړی به د بند د دورې تر پای ته رسېدو وروسته له امریکا څخه افغانستان ته لېږدول کېږي.

د معلوماتو له مخې، د نوموړي د امریکا د قانوني دایمي استوګنې، استیناف غوښتلو، د اخراج پر وړاندې د قانوني شکایت، مرستې او پناه غوښتنې ټول حقوق پای ته رسېدلي دي.

د امریکا د فدرالي محکمې قاضي سکاټ اېل پالک د نننۍ غونډې په ترڅ کې حاجي‌زاده ته د ۱۵ کلونو فدرالي بند سزا واوروله.

بېکدلي: ایران ژمن دی چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې نړۍوال بازار ته ورسوي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۳ GMT+۰
100%

په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي ویلي، هېواد یې ژمن دی چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې نړۍوالو بازارونو ته ورسوي. تازه د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو ټولنې او ایراني شرکت ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون هم لاسلیک شو.

په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) ویلي، د ایران چابهار بندر د افغانستان د صادراتو لپاره اسانه لار ده.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د نوموړي له قوله ویلي: «ایران ژمن دی، چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې تر نړۍوالو مارکېټونو ورسوي.»

بېکدلي د ایراني او افغان شرکتونو ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه تړون هم یو مهم اقدام یاد کړی.

په همدې ورځ د ایران د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو اړوند د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو ټولنې او یوه ایراني شرکت ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک شو.

د همدې تړون له مخې به د افغانستان د وچې مېوې ۳۰ زره کانټینرونه د هند او چین مارکېټونو ته صادر شي.

د تړون تر لاسلیک وروسته دواړو ټولنو دا اقدام د کابل او تهران د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وچو مېوو د صادراتو لپاره ښه فرصت ګڼلی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر وروستۍ ترینګلتیا وروسته طالب مشرانو له افغان سوداګرو غوښتي، چې له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې بندې او دوی ورته بدیلي لارې ولټوي.

نن د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نوي ډیلي ته رسېدلی او ویل کېږي، چې عزیزي به په دغه پنځه ورځني سفر کې له هندي چارواکو سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او هوايي دهلېز خبرې وکړي.

اسراییلي بریدونو په غزه کې ۱۰ تنه فلسطینیان وژلي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۳ GMT+۰
100%

اسرايیلي هوايي بریدونو د چارشنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې ۱۰ فلسطینیان وژلي دي. ډاکترانو وویل چې دوه کسان د غزې ښار په ختیزه شجاعیه سیمه او څلور نور د نږدې زېتون په سیمه کې وژل شوی. درېیم هوايي برید د خان یونس لویدیز پلو په مواسي سیمه کې څلور فلسطینیان وژلي دي.

د اسراییل پوځ ویلي چې ځواکونو یې پر اسراییلي سرتېرو د وسله والو له ډزو وروسته په ټوله غزه کې د حماس پر هدفونو بریدونه کړي دي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، پرله‌پسې ډزې ښيي چې اوربند ډېر نازک حالت لري.

اسراییل او حماس یو بل تورنوي چې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب له شوې موافقې سرغړونه کوي.

د اوکراین د عدلیې او انرژۍ وزیران د درغلیو له امله له دندو ګوښه شول

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۷ GMT+۰
100%

د اوکراین پارلمان ددغه هېواد د عدلیې وزیر هرمان ګالوشچینکو او د انرژۍ وزیره سویتلانا هرینچوک د درغلیو په تور له دندو لرې کړل. په درغلیو کې د هغه تلویزیوني تولیدي شرکت شریک هم شامل دی چې زېلېنسکي له ولسمشر کېدو وړاندې د هغه د سریال له لارې مشهور شوی و.

پارلمان ټینګار کړی، چې د هېواد پر مشرانو د باور رغونې لپاره باید پراخ اقدامات وشي، ځکه دې رسوايۍ د جګړې تر ټولو ستر سیاسي ناورین زیږولی.

پارلمان د عدلیې وزیر هرمان ګالوشچینکو، چې له ۲۰۲۱ څخه تر سږکال پورې د انرژۍ وزیر و، او د هغه ځایناستې د انرژۍ وزیره سویتلانا هرینچوک له دندو لرې کړل. دواړو په دغه قضیه کې د هر ډول جرم ادعاوې رد کړې دي.

له دې وړاندې، محکمې د یادې قضیې په تړاو یو پخوانی مرستیال صدراعظم زندان ته لېږلی و.

پنځه نور کسان نیول شوي او دوه شکمن کسان لا هم تر تعقیب لاندې دي.

په درغلیو کې د هغه تلویزیوني تولیدي شرکت شریک هم شامل دی چې زېلېنسکي له ولسمشر کېدو وړاندې د هغه د سریال له لارې مشهور شوی و.

د اوکراین ولسمشر له طیب اردوغان سره خبرې وکړې

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۴ GMT+۰
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د چارشنبې په ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې وکړې او ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ په کیېف کې د امریکا د پوځ له چارواکو سره وګوري.

دغه رپوټونه داسې مهال خپرېږي چې واشنګټن له روسیې سره د سولې د احتمالي شرایطو په اړه خبرې کوي.

یوه جګپوړپوړي اوکرایني چارواکي رویټرز ته وویل چې کییف د امریکا د یو لړ وړاندیزونو په اړه یوڅه نښې ترلاسه کړې چې واشنګټن یې د جګړې د پای ته رسولو په اړه له روسیې سره مطرح کړي. سرچینې ویلي چې اوکراین په دغو وړاندیزونو کې هېڅ رول نه لري.

د کییف او مسکو ترمنځ مخامخ خبرې د استانبول د تېرې جولای میاشتې له خبرو وروسته بیا نه دي ترسره شوې.

زېلېنسکي د یونان، فرانسې او هسپانیا له سفرونو وروسته له اردوغان سره ولیدل.

زېلېنسکي د جګړې پر هڅو تمرکز ساتلی او د سې شنبې په ورځ یې وویل چې د خبرو د بیا پیل لپاره تیاری نیسي او له اردوغان سره به د یوې عادلانه سولې د ټینګولو لارې چارې وڅېړي.

هغه وویل: «هر هغه څه چې د جګړې د پای لپاره لازم وي، زموږ د هېواد تر ټولو ستر لومړیتوب دی».

روسي ځواکونو د اوکراین شاوخوا ۱۹ سلنه خاوره تر کنټرول لاندې راوستې او په تازه بریدونو کې یې ۱۹ اوکراینیان وژلي دي.