له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له بندیدو وروسته په کندهار ولایت کې یوه خصوصي شرکت د انارو د پروسیس کارخونه جوړه کړې ده.
یاده کار خونه د کندهار په ارغنداب ولسواالۍ کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړه شوې، چې په یوه وخت کې به شاوخوا ۸۰ کسان پکې کار کوي.
د انارو د پروسیس د کارخونې مسوول عبدالهادي میاء ویلي، چې د یادې کارخونې له لارې به په منظم ډول له موسمي مېوو په ځانګړې توګه انارو څخه ډېره ګټه پورته شي.
میاء ویلي:«د انارو د پروسیس ټوله ماشینرې په کندهار کې ډیزاین او جوړه شوې ده. دلته به له انارو څخه په منظم او عصري ډول جوس او مربا تولیدیږي.»
یاده کار خونه په ورځ کې د ۲۰ ټنه انارو د پروسیس ظرفیت لري.
په ورته مهال د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس ویلي، چې تازه روسیې او نورو هېوادونو ته د افغانستان د تازه مېوو صادرات پیل شوي او راتلونکی کال کې به د تازه مېوو د صادراتو په برخه کې هېڅ ستونزه ونه لري.
د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس عبدالاحد ویلي:«زما په باور دا به وروستی کال وي چې افغان موسمي مېوې د صادراتو په برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي. له دې وروسته به نړیوالو بازارونو ته په سوداګرۍ کې دا ډول مشکلات نه تکرارېږي. روسیې او نورو هیوادونو ته صادرات زیات شوي او د بزګرانو ستونزې به په تدریج سره حل شي.»
په کندهار کې د انارو د پروسیس یاده کارخونه پر داسې مهال پرانېستل کېږي، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته له پاکستان سره هر ډول سوداګري په ټپه دریدلې او هممهاله په کندهار کې د انارو بڼوالو ته چې وړاندې به یې انار پاکستان ته صادرول، سخت مالي زیانونه اوښتي دي.