په اندونیزیا کې د طالبانو سفیر ددغه هېواد د «محمدیه» ګوند له مشر سره کتلي

به اندونیزیا کې د طالبانو سفارت وايي، چې د یاد سفارت سرپرست مولوي سعدالله بلوچ په جاکارتا کې د دغه هېواد د محمدیه ګوند له مشر شفیق مغني او نورو غړو سره لیدلي دي. یاد سفارت وايي، په دې لیدنه کې په روغتیايي او تعلیمي برخو کې د دواړو لوریو تر منځ دهمکارۍ په تړاو خبرې شوې دي.
د طالبانو سفارت ویلي، چې محمدیه ګوند د اندونیزیا د تعلیمي او اجتماعي بنسټونو له اغیزناکو ګوندونو ګڼل کیږي، چې د روغتیا او زده کړو په برخه کې مهم رول لري.




