په مسکو کې د طالبانو سفیر د تاتارستان له ولسمشر سره پر «امنیتي همکاریو» غږېدلی

په روسیه کې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن تاتارستان ته د خپل سفر پرمهال د یاد جهوریت له ولسمشر سره کتلي او دواړو لوریو د سیاسي اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکاریو د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.