د اتحاد المجاهدین ډلې نن سهار د خېبر پښتونخوا بنو کې د پاکستان امن ځواک پر دفتر برید کړی

د خراسان ډایري په نوم له اسلام اباد نه خپرېدونکې یوې رسنۍ ویلي، چې نن جمعه (د لړم ۳۰مه) سهار وختي د خېبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د «ټيټيپي» وسلهوالې اړوند یوې ډلې د پاکستان امن ځواک پر دفتر برید کړی. راپور وایي، تر اوسه ۷کسان وژل شوي او یو کس ټپي دی.
