• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني ځواکونو د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال ۳۰وسله‌وال وژلي دي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۳ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا په کورمې، مومند او لکي مروت ولسوالیو کې د پاکستاني ځواکونو په جلا، جلا عملیاتو کې ۳۰وسله‌وال وژل شوي دي. د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې خبر ورکړی، چې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پربنسټ شوي دي.

د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ یوازې په کورمې ولسوالۍ کې د دوو جلا عملیاتو پرمهال ۲۳وسله‌وال وژل شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې ۴ وسله‌وال په مومند او ۲ نور په لکي مروت ولسوالیو کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د دغه عملیاتو په تړاو د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا ویلي، چې جګړه به تر هغې دوام وکړي؛ څو چې له دغه هېواده د ترهګرۍ ګواښ په بشپړه توګه له‌منځه نه‌وي وړل شوی.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

منظور پښتین: د بنو عدالت د ګیله‌من ورور او د هغه د تره زوی بنديان کړي دي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۳ GMT+۰
منظور پښتین: د بنو عدالت د ګیله‌من ورور او د هغه د تره زوی بنديان کړي دي
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، د بنو عدالت نن د ګیله‌من وزیر ورور عرفات او د هغه د تره زوی حاضرخان بنديان کړي دي.نوموړي زیاته کړې، د پاکستان عدالت او پولیس د دې پر ځای چې د ګیله‌من کورنۍ ته انصاف ورکړي، برعکس یې شکنجه کوي او ځوروي.

منظور احمد پښتین د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي: «پوځ له پښتنو سره په دوښمنۍ بوخت دی؛ پښتانه وژني، عدالت او پولیس پښتانه بندیانوي، ادارې یې لادرکه کوي، رسنۍ د پښتنو د ذهني او سیاسي ګډوډۍ لپاره پروپاګند خپروي، تعلیمي ادارې د پنجاب تر اغېز لاندې دي او پارلمان د دې ټولو انساني او اخلاقي ضد کړنو د جواز لپاره بیلونه پاسوي.»

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ګیله‌من د ورور او د هغه د تره د زوی د بندي کېدو لامل تراوسه روښانه نه دی.

ګیله‌من وزیر د پاکستان پر پوځ د سختو نیوکو او له افغانستان سره د مینې او د افغان ملي بیرغ د ګرځولو او له هغه د جوړو جامو د اغوستلو له امله افغانانو کې ډېر محبوبیت درلود.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله‌من وزیر د ۲۰۲۴ کال د جولای په اوومه نېټه په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د غړي له خوا پر سر ووهل شو او درې ورځې وروسته په روغتون کې مړ شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، پاکستاني پوځ په تېراه نرهاو سیمه کې د یوه پښتون پر کور هاوان ویشتی، چې له امله یې یو کس له خپل اووه کلن زوی سره وژل شوی دی.

پښتین همداراز زیاته کړې، چې د پاکستان اداره هڅه کوي د پښتنو د غم او درد ویونکو ته ستونزې جوړې کړي.

نوموړي یو ځل بیا ګواښ کړی، چې د هر ډول ظلم پر وړاندې به چوپ او ټیټ پاتې نه شي.

هغه زیاته کړې: «بیا به هم د دوی د هر ډول چلند پر ضد زموږ مزاحمت روان وي. نه به ټیټ شو، نه به له خپل ملي دریځه پر شا شو، بلکې د تیارۍ له مخې به لا نور هم پیاوړي کېږو، څو خپله خاوره له بلواکۍ او زورواکۍ څخه خپلواکه کړو.»

د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا کې د ۱۵ جنګیالیو د وژلو خبر ورکړی

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۸ GMT+۰
د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا کې د ۱۵ جنګیالیو د وژلو خبر ورکړی
100%

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې ددغه هېواد امنیتي ځواکونو په خیبر پښتونخوا کې په دوو جلا عملیاتو کې ۱۵ جنګیالي وژلي دي. دغه عملیات د دېره اسماعیل خان په کلاچي او د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمو کې شوي. پاکستاني طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر نن سې شنبه ورځ، د لړم ۲۷مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد عملیات په تېرو دوو ورځو کې شوي دي.

دوی زیاتوي، چې د بنو کلاچي سیمه کې د عملیاتو پرمهال لس تنه او د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې د عملیاتو پرمهال ۵ ته وسله وال وژل شوي دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي دي.

د پاکستان پوځ په اعلامیه کې د وژل شو وسله والو د هویت په اړه څه نه دي ویلي او نه هم پاکستاني طالبانو او نورو مخالفو وسله والو ډلو په دې اړه تراوسه څه ویلي دي.

اڅکزی: که جنګیالي د ټانک او چورلکو ضد وسلې ومومي څوک به له کوره هم ونه وتلای شي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۷ GMT+۰
 اڅکزی: که جنګیالي د ټانک او چورلکو ضد وسلې ومومي څوک به له کوره هم ونه وتلای شي
100%

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اڅکزی وايي، چې که نړیوال ټي ټي پي او بلوڅانو ته ټانک او هلیکوپټر ضد وسلې ورکړي، څوک به له کورونو ونه وتلای شي. اڅکزی وايي، بلوڅ دي، که پښتون او ټي ټي پي، دا ټول پاکستان جوړ کړي وو او باید خبرې ورسره وشي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اڅکزي پر خپل اېکس لیکلي، چې که بلوڅ [جنګیالي] دي او که پښتانه [جنګیالي] او ټي ټي پي، دا ټول پاکستان جوړ کړي وو او له دوی سره باید خبرې اترې وشي.

اڅکزی وايي، « وویریږئ چې که د نړۍ هېوادونو دغو خلکو ته د ټانک ضد او د چورلکو ضد وسلې ور کړې، نو تاسې به له کورونو هم ونه وتلای شئ».

اڅکزی وايي، دا سیمه له خطر سره مخ ده، ځکه دده په وینا، په دې سیمه کې شتمنۍ شته او د دې شتمنیو د ترلاسه کولو لپاره د نړۍ ستر ځواکونه غواړي «موږ په جګړه کې سره ښکېل کړي، لکه څنګه چې یې په افریقا کې وکړل».

نوموړی وايي، « د افریقا خلک د لوږې له امله مړه کېدل، خو هغوی یې لوټول».

د خېبر پښتونخوا په تېراه دره کې پاکستاني ځواکونو د «ټي‌ټي‌پي» ۵ غړي وژلي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۷ GMT+۰
د خېبر پښتونخوا په تېراه دره کې پاکستاني ځواکونو د «ټي‌ټي‌پي» ۵ غړي وژلي
100%

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ځواکونو د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د خېبر پښتونخوا په تېراه دره کې د «ټي‌ټي‌پي» ۵ غړي وژلي دي. دغه عملیات د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۵مه) د یادې درې په میري‌خېلو سیمه کې شوي دي.

راپور کې راغلي، چې وژل شويو کسانو د پاکستاني طالبانو غورځنګ د یوه سیمه‌ییز قوماندان ابو ذر په مشرۍ فعالیتونه کول او دوه تنه په‌کې افغانان دي. راپور زیاتوي، د ‌ټي‌ټي‌پي دغه وژل شوي افغان جنګیالي «احسان بدري، صبایب لیزري» نومېږي. همدا راز زیاته شوې، چې د دغه دواړو وسله‌والو مړي ننګرهار ته لېږدول شوي او د جنازو مراسم یې هلته ترسره شوي دي.

یاد عملیات داسې مهال کېږي، چې اسلام‌اباد پر کابل واکمن طالبان تورنوي چې د «ټي‌ټي‌پي» جنګیالیو ته یې خپله خاور کې ځای ورکړی او له هماغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي. افغان طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي او پاکستان کې روانه نا امنۍ د یاد هېواد داخلي کمزوري بولي.

د «ټي‌ټي‌پي» پر سر د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې هم سختې کړکېچنې شوې او پر یو بل یې ډیورنډ کرښه کې دروازې هم د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پرمخ تړلې دي. دواړه لوریو څو اونۍ وړاندې په قطر او ترکیې کې تر جګړو وروسته اوربند هم وکړ؛ خو د مسایلو په تړاو یې ترمنځ درې پړاوه مذاکرات په پرله‌پسې توګه ناکام شول.

دواړه لوریو یو بل تورن کړي، چې د مسایلو حل ته غاړه نه ږدي او د خبرو په ګډوډیو یې یو بل تورن کړي دي.

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې په پېښور کې پنځه افغانان د جعلي اسنادو په تور نیولي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۰
د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې په پېښور کې پنځه افغانان د جعلي اسنادو په تور نیولي دي
100%

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (اېف‌ای‌اې) په پېښور کې پنځه افغان وګړي د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو او اسنادو ترلاسه کولو په تور نیولي دي. د چارواکو په وینا؛ دغه کسانو غوښتل، چې په جعلي اسنادو د سعودي عربستان کاري ویزې ترلاسه کړي.

د اېف‌ای‌اې ادارې د ویاند په وینا؛ د انساني قاچاقو ضد ځانګړو کارکوونکو د پېښور په ډبګرۍ سیمه کې د یو لړ عملیاتو پر مهال پنځه تنه هغه افغانان نیولي، چې په ناقانونه توګه یې پاکستاني اسناد ترلاسه کړي وو.

نیول شویو کسانو کې علي خان، اجمل، قاسم، احمد او حمزه شامل دي. د فډرالي پلټنو ادارې د معلوماتو له مخې؛ دغه کسان په ناقانونه ډول پاکستان ته داخل شوي وو او وروسته یې له ناقانونه لارې د پاکستان پېژندپاڼې او پاسپورټونه ترلاسه کړي وو.

چارواکي زیاتوي، چې له دغه کسانو څخه د افغانستان اسنادو ترڅنګ جعلي پاکستاني شناختي کارټونه هم ترلاسه شوي دي. د لومړنیو څېړنو پر بنسټ؛ نیول شویو کسانو اعتراف کړی، چې دوی غوښتل د همدغه پاکستاني اسنادو پر مټ د سعودي عربستان کاري ویزې تر لاسه کړي.

چارواکو ویلي، چې د یادو کسانو قضیه ثبت شوې او اوس ترې رسمي څېړنې روانې دي.