• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پاکستان پر ضد د اروپایي ټولنې پارلمان مخې ته اعتراض وکړ

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۴ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۶ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ شمېر غړو او فعالانو د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپايي ټولنې پارلمان مخې ته د پاکستان د حکومت او پوځ پر ضد اعتراض وکړ. دغو اعتراض کوونکو د اروپايي پارلمان له ۲۰۰ څخه زیاتو غړو ته په لیکلي بڼه پر پښتنو د پاکستان د ظلمونو په اړه شواهد وسپارل.

په بروکسل کې د هندـ پسیفیک وزیرانو فورم په غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډارله وینا سره هممهاله، له ودانۍ بهر د پښتون ژغورنې غورځنګ اعتراض کوونکو د پاکستان حکومت او پوځ پر ضد د شعارونو له ورکړې سربېره له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې په پاکستان کې د پښتنو، افغان کډوالو او بلوڅانو پر وړاندې د روانو ظلمونو او د هغو د حقونو تر پښو لاندې کولو ته جدي پام وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي، له دغه اعتراض څخه یې موخه دا وه، چې د اروپايي ټولنې په پارلمان کې د اسحاق ډار له وینا مخکې د پاکستان د حکومت او په ځانګړې توګه د پوځ اصلي څېره نړۍ ته څرګنده کړي.

دپي‌ټي‌اېم غړو په خپلو ویناو کې ټینګار وکړ، چې پاکستانی پوځ له کلونو راهیسې په پښتني سیمو کې بې‌ګناه خلک وژني او په جبري توګه یې لادرکه کوي او همداراز له شکنجې سربېره پوځي عملیات او نور ناوړه چارې ترسره کوي، چې نړۍوال باید پرې چوپ پاتې نه‌شي.

دوی له اروپايي ټولنې وغوښتل چې پر پاکستان فشار راوړي څو د پښتنو، افغانانو او بلوڅانو بشري حقونو ته درناوی وکړي او د جګړو، جبري بې‌درکۍ او پوځي عملیاتو پر ځای د سولې، عدالت او بشري حقونو ته د درناوي لارې غوره کړي.

دغو اعتراض کوونکو همدارازد اروپايي ټولنې له پارلمان څخه وغوښتل، چې د پاکستان د حکومت او پوځ له‌‌خوا د بشري حقونو د نقض موضوع جدي وڅېړي او د عدالت پلې کېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

له دې سره سم، هممهاله د جمعې په ورځ (د لړم۳۰مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د پاکستاني پوځ له لوري دوه بې‌ګناه کم عمره پښتانه ځوانان، چې نوید او نعمان نومېدل وژل شوي دي. پښتین همداراز ویلي، چې د بنو بکاخېل د شهاب‌الدین په کلي کې د پوځ د ډزو له امله ټپي شوې پنځوس کلنه ښځه هم مړه شوې ده.

منظور پښتین وایي، هره ورځ د پښتونخوا ولس وژل کیږي. د هغه په وینا د بې‌ګناه پښتنو له وژنې پرته د پاکستان د پوځ وخت نه‌تیریږي.

پښتین همداراز څرګنده کړه: «وفاقي او صوبايي اسمبلۍ، پاکستاني رسنۍ، محکمې دا لا خو پرېږده ان د پښتنو د سیاسي او ټولنیزو تنظیمونو مشران، پښتانه خبریالان او مشهور شخصیتونه هم د دې وحشي ظلم او جبر په اړه یو جمله هم نه لیکي.»

منظور پښتین په بروکسل کې د اروپايي ټولنې پارلمان مخې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو اعتراضي راټولېدنې ته په نغوتې سره زیاته کړې، دوی د دې اعتراض له لارې غوښتل اروپايي ټولنه د پاکستان د حکومت او پوځ له لوري د پښتنو، بلوڅانو او افغانانو پر وړاندې له روانو ظلمونو او د بشري حقونو له پراخو سرغړونو خبره کړي.

د هغه په وینا، د اعتراض پر مهال د اروپايي ټولنې پارلمان له ۲۰۰ څخه زیاتو غړو ته په لیکلي بڼه داسې اسناد او شواهد وسپارل شول، چې پکې په ډاګه شوي چې پاکستان څنګه په «وحشي» او زورواکانه ډول د پښتنو حقونه تر پښو لاندې کوي، خلک جبراً تري تم کوي، وژني او بندیانوي.

منظور پښتین وویل، سره له دې چې پاکستان له نړۍوالو سره د بشري حقونو په نوم د همکارۍ تړونونه کوي، خو په عملي توګه د پښتنو او بلوڅانو په سیمو کې د قانون، عدالت او بشري حقونو هېڅ نښې نښانې نه لیدل کېږي او هلته هره ورځ بې‌ګناه کسان وژل کېږي یا تري تم کېږي.

هغه ټینګار وکړ، چېدویبه د خپلو خلکو د حقونو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او د نړۍ هرې دروازې ته به د انصاف او عدالت غوښتنې غږ ورسوي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډارد هندـ پسیفیک وزیرانو فورم په غونډه کې چې په بروکسیل کې جوړه شوې وه، د بېلابېلو موضوعګانو په اړه خبرې وکړې.

اسحاق ډار: افغانستان د سیمې د ثبات لپاره مهم او اغېزناک هېواد دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

هغه د افغانستان په اړه وویل، چې افغانستان د پاکستان او سیمې د ثبات لپاره مهم او اغېزناک هېواد دی. هغه یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ جرړې وباسي. طالبانو بیا په وار وار ویلي، چې په افغان خاوره کې ترهګره ډله نه‌شته.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړیوال سازمان: د پښتون ژغورنې غورځنګ د جبري ترې تم شویو غړو په اړه دې پلټنې وشي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۸ GMT+۰
100%

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جبري ورک شویو غړو په اړه دې شفافي پلټنې پیل کړي او د عاملینو په وړاندې دې اقدام وشي.

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې په پیښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د شپږو غړو د جبري ترې تم کېدو ته سخت غبرګون ښودلی او وايي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د جبري نیونو او ترې تم کولو دا ډول پیښې د اندېښنې وړ دي.

یاد سازمان ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي نورالله ترین، حنیف پشتین، سید عرفان الله، فرمان وزیر، عدنان وزیر او حبیب وزیر د نوامبر په ۱۲ نېټه ورک شوي او تر اوسه یې د ځای ځایګې په اړه هېڅ معلومات نشته.

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د جبري ورکېدو عمل پای ته ورسوي او د ورک شویو فعالانو ځای پیدا او خوندې ستنول دې یقیني کړي.

همدارنګه یاد سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړي، چې ژر تر ژره دې د ورک شویو کسانو د موندلو په اړه پلټنې پیل او په دغه ډول قضیو کې لاس لرونکي کسان دې محاکمه کړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځیني غړو د پښتونخوا په امن جرګه کې د وینا نه ورکولو وروسته د اعتراض په ډول له جرګې سره پرېکون وکړ او د جرګې له صالون څخه تر وتلو وروسته د مخ پټو کسانو له خوا وتښتول شول.

د پاکستان امنیتي ادارې: په پښتونخوا کې مو د ترهګرې ضد عملیاتو کې امریکایي وسلې نیولي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۰
100%

پاکستاني رسنیو د یاد هېواد د امنیتي ادارو له قوله راپور ورکړی، چې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې یې له ترهګرو څخه، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له خوا کارول شوي وسلې او تجهیزات نیولي دي.

د پاکستان جیونیوز رسنۍ د دغه هېواد د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې په نیول شویو وسلو کې یې اېم فور، اېم ۱۶ وسلې او پرمختللي د شپې دوربینونه، چاودیدونکي مواد، مرمۍ او نور عصري تجهیزات هم شامل دي.

امنیتي سرچینو ویلي، چې یادې وسلې د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان پاتې شوې وي او اوس یې ترهګر د پاکستاني ځواکونو پر ضد استفاده کوي.

یادو پاکستاني سرچینو په افغانستان کې د امریکايي وسلو پاتې کېدل د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ بللی دی.

پاکستاني ځواکونو د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال ۳۰وسله‌وال وژلي دي

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۳ GMT+۰
100%

د خیبر پښتونخوا په کورمې، مومند او لکي مروت ولسوالیو کې د پاکستاني ځواکونو په جلا، جلا عملیاتو کې ۳۰وسله‌وال وژل شوي دي. د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې خبر ورکړی، چې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پربنسټ شوي دي.

د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ یوازې په کورمې ولسوالۍ کې د دوو جلا عملیاتو پرمهال ۲۳وسله‌وال وژل شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې ۴ وسله‌وال په مومند او ۲ نور په لکي مروت ولسوالیو کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د دغه عملیاتو په تړاو د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا ویلي، چې جګړه به تر هغې دوام وکړي؛ څو چې له دغه هېواده د ترهګرۍ ګواښ په بشپړه توګه له‌منځه نه‌وي وړل شوی.

منظور پښتین: د بنو عدالت د ګیله‌من ورور او د هغه د تره زوی بنديان کړي دي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۳ GMT+۰
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، د بنو عدالت نن د ګیله‌من وزیر ورور عرفات او د هغه د تره زوی حاضرخان بنديان کړي دي.نوموړي زیاته کړې، د پاکستان عدالت او پولیس د دې پر ځای چې د ګیله‌من کورنۍ ته انصاف ورکړي، برعکس یې شکنجه کوي او ځوروي.

منظور احمد پښتین د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي: «پوځ له پښتنو سره په دوښمنۍ بوخت دی؛ پښتانه وژني، عدالت او پولیس پښتانه بندیانوي، ادارې یې لادرکه کوي، رسنۍ د پښتنو د ذهني او سیاسي ګډوډۍ لپاره پروپاګند خپروي، تعلیمي ادارې د پنجاب تر اغېز لاندې دي او پارلمان د دې ټولو انساني او اخلاقي ضد کړنو د جواز لپاره بیلونه پاسوي.»

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ګیله‌من د ورور او د هغه د تره د زوی د بندي کېدو لامل تراوسه روښانه نه دی.

ګیله‌من وزیر د پاکستان پر پوځ د سختو نیوکو او له افغانستان سره د مینې او د افغان ملي بیرغ د ګرځولو او له هغه د جوړو جامو د اغوستلو له امله افغانانو کې ډېر محبوبیت درلود.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله‌من وزیر د ۲۰۲۴ کال د جولای په اوومه نېټه په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د غړي له خوا پر سر ووهل شو او درې ورځې وروسته په روغتون کې مړ شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، پاکستاني پوځ په تېراه نرهاو سیمه کې د یوه پښتون پر کور هاوان ویشتی، چې له امله یې یو کس له خپل اووه کلن زوی سره وژل شوی دی.

پښتین همداراز زیاته کړې، چې د پاکستان اداره هڅه کوي د پښتنو د غم او درد ویونکو ته ستونزې جوړې کړي.

نوموړي یو ځل بیا ګواښ کړی، چې د هر ډول ظلم پر وړاندې به چوپ او ټیټ پاتې نه شي.

هغه زیاته کړې: «بیا به هم د دوی د هر ډول چلند پر ضد زموږ مزاحمت روان وي. نه به ټیټ شو، نه به له خپل ملي دریځه پر شا شو، بلکې د تیارۍ له مخې به لا نور هم پیاوړي کېږو، څو خپله خاوره له بلواکۍ او زورواکۍ څخه خپلواکه کړو.»

د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا کې د ۱۵ جنګیالیو د وژلو خبر ورکړی

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۸ GMT+۰
100%

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې ددغه هېواد امنیتي ځواکونو په خیبر پښتونخوا کې په دوو جلا عملیاتو کې ۱۵ جنګیالي وژلي دي. دغه عملیات د دېره اسماعیل خان په کلاچي او د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمو کې شوي. پاکستاني طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر نن سې شنبه ورځ، د لړم ۲۷مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد عملیات په تېرو دوو ورځو کې شوي دي.

دوی زیاتوي، چې د بنو کلاچي سیمه کې د عملیاتو پرمهال لس تنه او د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې د عملیاتو پرمهال ۵ ته وسله وال وژل شوي دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي دي.

د پاکستان پوځ په اعلامیه کې د وژل شو وسله والو د هویت په اړه څه نه دي ویلي او نه هم پاکستاني طالبانو او نورو مخالفو وسله والو ډلو په دې اړه تراوسه څه ویلي دي.