• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نړۍ په کچه یو مهم سمندري کېبل «سب‌میرین کېبل» د پاکستان کراچۍ ښار ته رسېدلی دی

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۳ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه هېواد د ډیجیټلي نړۍ سره د لا پراخو اړیکو په برخه کې مهم پرمختګ کړی او د نړۍ په کچه یو مهم سمندري کېبل «سب‌میرین کېبل» کراچۍ ته رسېدلی دی. د نړۍ په کچه دا سمندري کېبل «CMV-6» د کراچۍ په هاکس بې ساحل کې خپل ځمکنی مرکز ته رسول شوی دی.

د راپورونو له مخې، د کېبل اېښودلو مراسم د هاکس بې په ساحل کې ترسره شول.

د معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت د ویاند په وینا، دا کېبل ټولټال ۲۱،۷۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، له سنګاپور څخه پیل شوی او تر فرانسې پورې رسېږي، چې د دې لارې په مهمو ځایونو کې د کراچۍ یو مهم مرکز هم شامل دی.

تمه ده، چې د دې کېبل په وسیله پاکستان به د نړۍ سره د قوي ډیټا اړیکو له لارې ونښلول شي او له یو شمېر هېوادونو سره به یې اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ په بنو کې د عملیاتو پر مهال د ۸ وسله‌وال د وژل کېدو خبر ورکړ

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۴ GMT+۰
د پاکستان پوځ په بنو کې د عملیاتو پر مهال د ۸ وسله‌وال د وژل کېدو خبر ورکړ
100%

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ویلي، چې ګډو امنیتي ادارو په بنو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په عملیاتو کې ۸ وسله‌وال وژلي دي. پوځ زیاته کړې، چې وژل شوي وسله‌وال په هند پورې اړوند «خوارج» و.

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ (د لیندۍ لومړۍ نېټه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په بنو کې یې د وسله‌والو پټنځایونه نښه کړي او له نښتو وروسته یې هغوی ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

هغه زیاته کړې: «له سختې نښتې وروسته د هندي ملاتړ لرونکو وسله‌وال وژل شوي او مهمات یې هم ترلاسه کړي دي.»

پوځ ویلي، چې دغو وسله‌والو په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو کې لاس درلود.

د پاکستان امنیتي ادارو زیاته کړې، چې په سیمه کې یې د وسله‌والو پر وړاندي عملیات لا هم روان دي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي‌ وزیر شهباز شریف د وسله‌والو پر وړاندې عملیات بريالي ګڼلي او ستايلي یې دي.

اصف دراني: پاکستان باید د افغانستان د رژیم بدلون په لوبه کې بیا ځان ښکېل نه کړي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۲ GMT+۰
اصف دراني: پاکستان باید د افغانستان د رژیم بدلون په لوبه کې بیا ځان ښکېل نه کړي
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی، اصف دراني، وایي چې پاکستان د حپلو تیرو تجربو له مخې، باید په افغانستان کې د رژیم د بدلون په مسله کې ځان ښکیل نه کړي. هغه په افغانستان کې د طالبانو په اړه ویلي «حقیقت دا دې چې طالبان په خپلو کړنو سره د رژیم بدلون په لور روان دي».

هغه په یوه رسنیز سیاسي بحث کې په ټینګار سره وویل،«طالبانو ښودلې چې دوی د حکومت کولو او پر دې هېواد د کنټرول توان نلري.»

دراني زیاته کړه چې طالبان د ټولنیزو، اقتصادي او ترهګرۍ ضد چارو پشمول په ټولو برخو کې ناکام شوي دي.

هغه په بحث کې د نړیوالو سازمانونو راپورونوته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، «د پاکستاني طالبانو تحریک[ټي ټي پي] چې د ټولې سویلي او مرکزي اسیا لپاره یو ګواښ دی، د افغان طالبانو له خوا یې ملاتړ کیږي».

د دې پخواني پاکستاني ډیپلومات په وینا، طالبانو په خپلو پالیسیو سره ځانونه د خپلو ګاونډیو، سیمه ایزو هیوادونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ نور هم منزوي کړي دي. هغه زیاته کړه چې د نجونو او ښځو د زده کړې سره د طالبانو چلند دا انزوا لا زیاته کړې ده.

دراني دا هم وویل چې د افغانستان د بدخشان پشمول په شمال کې، د طالبانو ضد ډلې ډیرې فعالې شوې دي، او د طالبانو د پالیسیو دوام کولی شي د دې وسله والو غورځنګونو په پیاوړتیا او یووالي کې مرسته وکړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو له ناکامۍ وروسته د ترکیې یو پلاوی اسلام اباد ته سفر کوي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۷ GMT+۰
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو له ناکامۍ وروسته د ترکیې یو پلاوی اسلام اباد ته سفر کوي
100%

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د درې پړاوونو له ناکامۍ وروسته د ترکیې یو لوړ پوړی پلاوی راتلونکې اونۍ اسلام اباد ته سفر کوي. په پاکستان کې د ترکیې سفیر عرفان نذیر اوغلو نن د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې په پلاوي کې به د استخباراتو مشر او څو نور لوړ پوړي چارواکي شامل وي.

هغه زیاته کړه چې د ترکیې د انرژۍ وزیر الپرسلان بایراکاتار به هم په دې سفر کې د پلاوي سره مل وي.

له دې وړاندې د پلاوي د سفر اعلان د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په باکو کې د لیدنې پر مهال کړی و.

د انقرې د امنیتي اندېښنو په ټینګار سره نذیر اوغلو وویل: «ترکیه په کلکه غواړي، چې د افغانستان له خاورې څخه هیڅ فرد یا ډله پاکستان ته د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو لپاره لاړ نشي او په خپله خاوره کې وینه توئ نه کړي. دواړه هیوادونه باید د وروڼو په څیر څنګ په څنګ ژوند وکړي او ترکیه هوډ لري چې د دې موخې لپاره هڅې وکړي.»

ترکیې او قطر تر دې دمه د طالبانو او پاکستان ترمنځ په ګډه منځګړیتوب کړی، خو په دوحه او استانبول کې د خبرو اترو درې پړاوونه پرته له کومې پایلې پای ته رسیدلي دي.

اوس ایران او روسیه هم د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړیتوب هڅه کوي.

ایران د طالبانو او پاکستان د کړکیچونو په اړه د یوې سیمه ییزې غونډې د جوړولو لپاره چمتووالی نیسي.
اوس مهال د طالبانو او پاکستان ترمنځ ډیپلوماټیکې او سوداګریزې اړیکې پرې شوې دي.

طالبان هڅه کوي چې د نورو هیوادونو سره د اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو په پراخولو سره د پاکستان پر ځای بدیلي لارې پیدا کړي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر اوس مهال په هند کې دی.

د طالبانو چارواکي هڅه کوي چې بدیلو سوداګریزو لارو ته لاسرسی ومومي او ددې ډلې د سوداګرۍ وزیر هند ته د سفر دمخه ایران ته سفر کړی و.

پاکستان ټینګار کړی، چې د اړیکو عادي کول یوازې هغه وخت ممکن دي چې طالبان د وسله والو ډلو، په ځانګړي توګه د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي ټي پي) د مخنیوي لپاره همکاري وکړي.

پاکستان: له افغانستان سره د سوداګرۍ د بندېدو بهیر د غځېدو پر دريځ لا هم ولاړ یو

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۴ GMT+۰
پاکستان: له افغانستان سره د سوداګرۍ د بندېدو بهیر د غځېدو پر دريځ لا هم ولاړ یو
100%

سره له دې چې پاکستان له څه باندې یوې میاشتې راهیسې له افغانستان سره ټولې لارې بندې کړي، خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د لارې د بندېدو مسوولیت پر طالبانو اچوي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ویلي، لاره د پاکستان له لوري بنده شوې او مسوول یې هم اسلام‌اباد دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د جمعې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په خپل اونیز خبري کنفرانس کې ادعا وکړه، چې له «فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ترهګرو ډلو» څخه د افغان طالبانو د ملاتړ له امله یې ټولې لارې بندې کړي او هر ډول سوداګري یې ځنډولې ده. خو طالبانو تل په څرګندو ټکو د پاکستان دغه ادعا رد کړې او په ډاګه کړې یې ده، چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نه‌شته او هېچاته به د دې اجازه ورنه‌کړي چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

اندرابي زیاته کړې: « د لارو د نه‌ پرانیستلو مسوولیت پر افغان طالبانو دی.»

طاهر اندرابي څرګنده کړه، له افغانستان سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیل لپاره مهم شرط دا دی، چې طالبان باید د «اېف ای اېچ او اېف ای کې او نورو ترهګرو ډلو» له ملاتړ څخه لاس واخلي.

اندرابي ادعا کړې، چې ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او یو شمېر نورې لویې سیمه‌ییزې پروژې د دوی په هڅو پیل شوي او د دغو پروژو بریا هغه وخت شونې ده، چې طالبان په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو له مرستې او ملاتړه لاس واخلي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني سوداګرو د زیان په اړه ویلي: «موږ د پاکستاني سوداګرو له زیان څخه خبر یو. موږ تر سوداګرۍ د وژنو د بندېدو انتخاب غوره ګڼو.»

پاکستان ویلي، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د بندېدو بهیر د غځېدو پر دريځ لا هم ولاړ دي.

د پاکستان او افغانستان تر ترینګلتیا وروسته د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر له پاکستان سره سوداګري بنده اعلان کړه او افغان سوداګرو ته یې درې میاشتي وخت ورکړ، چې له پاکستان سره خپل سوداګریز مسایل راټول کړي او دوی به ورته د بدیلو لارو د موندلو هڅه وکړي.

اسحاق ډار: افغانستان د سیمې د ثبات لپاره مهم او اغېزناک هېواد دی

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۸ GMT+۰
اسحاق ډار: افغانستان د سیمې د ثبات لپاره مهم او اغېزناک هېواد دی
100%

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، افغانستان د پاکستان او سیمې د ثبات لپاره مهم او اغېزناک هېواد دی. هغه یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له افغانستان څخه د ترهګرۍ جرړې وباسي. طالبانو بیا په وار وار ویلي، چې په افغان خاوره کې ترهګره ډله نه‌شته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د لړم۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، اسحاق ډار دغه څرګندونې د هندـ پسیفیک وزیرانو فورم په غونډه کې چې په بروکسیل کې جوړه شوې وه، کړي دي.

ډار وویل: «افغانستان د پاکستان او د سیمې د ثبات لپاره یو مهم او اغېزناک هېواد دی.»

هغه ټینګار وکړ، چې اسلام‌اباد د یوه سوله‌ییز، سوکاله او ملګري افغانستان غوښتونکی دی.

د اسحاق ډار دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو اوونیو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د موضوع او د پاکستان د هوایي بریدونو له امله ترینګلې شوې دي.

ډار همداراز له افغان طالبانو وغوښتل چې مسوولانه چلند وکړي، خپلې نړۍوالې ژمنې پوره کړي او اجازه ورنه‌کړي چې له افغان خاورې د ترهګرۍ د ملاتړ او خپرېدو لپاره کار واخیستل شي. ډار زیاته کړه، چې سیمه‌ییزه سوله یوازې هغه وخت رامنځته کېږي، چې افغانستان د ترهګرۍ له ګواښ څخه خوندي وي او د سیمه‌ییزو همکاریو لپاره زمینه برابره شي.

طالبان د پاکستان دغه ادعا چې ترهګر د افغانستان له خاورې د ګاونډیو د نارامۍ لپاره استفاده کوي رد کړې او ویلي یې دي، چې د پاکستان ناامني د دوی داخلي ستونزه ده او خپله دې حل کړي او همداراز پړه دې پر نورو نه‌اچوي او طالبانو دا هم ویلي چې له افغان خاورې به د هېڅ هېواد پر وړاندې ترهګریزو فعالیتونو ته اجازه ورنه‌کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سیمې له هېوادونو هم وغوښتل چې د سولې، اقتصادي همکاریو او متقابل باور د رامنځته کولو لپاره ګډ کار وکړي.

له دې سره هممهاله د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له افغان طالبانو سره د مذاکراتو ناکامه کېدو او له هند سره د دغې ډلې سوداګرۍ ته په اشاره ویلي:«طالبان چې له هر چا سره سوداګري کوي خو موږ دې نور پرېږدي.» او زیاته کړې یې ده: « زما په فکر له افغانستان سره دروازې باید خلاصې نه‌شي.»

د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ درېیم پړاو خبرې اترې په استانبول کې بې‌پایلې پای ته ورسېدې. یادې خبرې اترې د اکټوبر په میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له سرحدي نښتو وروسته پیل شوې وې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاو د سیمې نور هېوادونه هم اغېزمن کړي دي. له دې وړاندې د ترکیې ولسمشر او د سیمې یو شمېر نورو مشرانو له دواړو غاړو غوښتي و، چې د خبرو له لارې خپلې شخړې حل کړي.