• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په ارزګان کې مو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف کړې ده

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۰تازه شوی: ۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې یې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او نیولي ده. دوی زیاتوي، ۲۱زره فیره د کلاشینکوف او پیکا مرمۍ، ۲۰۰ فیره د دهشکې مرمۍ او ۳۰۰ فیره د ار پي جي مرمۍ ترلاسه شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن شنبې، د لیندۍ لومړۍ نېټه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلی، چې د نیول شوو مهماتو په تړاو ۳ تنه هم نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

طالبانو د نیول شوو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۴

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

۵

د ترکیې پولیسو ۱۲ افغانان دغه هېواد ته په ناقانونه توګه د ننوتلو په تور نیولي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي چې نړیوال بانک د قراردادي شرکتونو د پورونو پرې کولو لړۍ پیل کړې

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې نړیوال بانک د هغو قراردادي شرکتونو د پورونو ورکولو لړۍ پیل کړې، چې د یادې ډلي له واکمنېدو مخکې یې اسناد بشپړ او طی مراحل شوې وه.

د طالبانو د مالیې وزارت نن د شنبې په ورځ، د لېندۍ لومړۍ نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نړیوال بانک په څلورو پړاونو کې د هغو پروژو او قراردادي شرکتونو د پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړې چې د یاد بانک د څارنې ټیم او د طالبانو د مالیې وزارت له لوري یې اسناد څېړل شوې او نهايي شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نړیوال بانک به په لومړي پړاو کې په مسستقیم ډول ۹،۳ میلیونه ډالر بهرنیو قراردادي شرکتونو ته ورکړي، په دوهم پړاو کې به د مالیې وزرات له لاري ۱۶،۸ میلیونه ډالر او په درېیم او څلورم پړاونو کې به د قراردادي شرکتونو نور تادیات ورکړل شي.

طالبانو ویلي، چې نړیوال بانک له قراردادي شرکتونو څخه نږدې ۴۵ میلیونه ډالر پوروړی دی او د یاد بانک له خوا د پورونو ورکول یې مثبت ګام بللی دی.

طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۲ مشکوک کسان نیولي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۱ GMT+۰
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې په ۷ ولایتونو کې د دوی د عملیاتو پر مهال ۲۲ کسان نیولي شوي چې په غلا، د عامه نظم په ګډوډولو، قتل او غیرې قانوني وسولو ساتلو کې ښکېل وو. د یادې ډلې دغه وزارت ویلي، د دوی ځواکونو دا اقدام د خلکو د خوندیتوب او قانون د پلې کولو لپاره ترسره کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د د دوی په عملیاتو کې ۱۰ تنه د عامه نظم ګډوډولو، دوه تنه د نامشروع اړیکو، پنځه تنه د تښتونو او دوه تنه د قتل په تور نیول شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، نیول شوي کسان د کندز، فاریاب، سرپل، خوست، غزني، سمنګان او بدخشان ولایتونو اوسېدونکي دي.

همدا راز ویل شوي، له دغه ډلې د وسلو د غیرقانوني انتقال په تړاو دوه کسان نیول شوي، یو کس د کندز ولایت له مرکز څخه د ۷میل تفنګچې، ۲ میل کلاشینکوف، ۷شاژورونو او یو شمېر مرمیو سره او بل کس د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ څخه د یو میل تفنګچې او ۲۷مرمیو سره نیول شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پولیسو دا عملیات د قانون پلې کولو، د جرمونو مخنیوي او د خلکو د امنیت د ساتنې په موخه ترسره شوي دي.

امرالله صالح: روسیې د اوکراین جګړه ګټلې او امریکا د مسکو له ۸۰سلنه غوښتنو سره هوکړه کړې

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۹ GMT+۰
100%

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام پرمهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د اوکراین جګړه په عملي ډول د روسیې په ګټه پای ته رسېدلې او اوس د «بریا مدیریت» روان دی. صالح ادعا کوي چې متحده ایالاتو د جګړې د بندېدو لپاره د روسیې له شاوخوا ۸۰ سلنه غوښتنو سره توافق کړی دی.

امرالله صالح په اېکس لیکلي چې لس میاشتې وړاندې یې وړاندوینه سمه وه او اوس «د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر مشرۍ لاندې روسیې جګړه ګټلې ده».

نوموړی زیاتوي:«زه لس میاشتې وړاندې صحي وم، روسیې جګړه ګټلې، اوس هر څه د بریا د مدیریت په اړه دي، متحده ایالاتو د جګړې د بندېدو لپاره د روسیې له شاوخوا ۸۰ سلنه غوښتنو سره سلا کړې ده».

صالح زیاتوي چې د اوکراین جګړې پای ته رسېدل به «په نړۍوالو جیوپولیټیکي معادلو کې نوي افقونه پرانیزي» او د ده په خبره، «افغانستان او سیمه به هم د دې بدلونونو له اغېزو خوندي نه وي».

صالح د دې څرګندونو ترڅنګ د هغه پلان تفصیل هم شریک کړی چې ادعا کېږي د ډونالډ ټرمپ د ډلې له لوري وړاندیز شوی دی. د هغه په وینا، دا طرحه د اوکراین له پراخو امتیازاتو غوښتنه کوي.

د صالح په وینا، له دغو وړاندیزونو سره سم اوکراین به کریمیا په رسمي توګه د روسیې برخه ومني، د دونېڅک او لوګانسک ټول ولایتونه به مسکو ته وسپاري او په خرسون او زاپوریژیا کې به د اوسنیو کرښو د کنګل کېدو پرېکړه عملي شي.

په طرحه کې د اوکراین له‌خوا د ناټو د غړیتوب پرېښودل، د پوځ د پرسونل د کچې محدودول، د ځانګړو وسلو له منځه وړل او په هېواد کې د هر ډول بهرنیو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو بشپړ بندیز هم شامل دي.

دا مسوده سمدستي اوربند د ۱۰۰ ورځو په موده کې د ټاکنو ترسره کېدل، د دواړو لوریو لپاره عمومي عفوه او پر روسیې د بندیزونو کمول هم وړاندیز کوي؛ هغه امتیازات چې نیوکې کوونکي یې د مسکو په واضح ګټه بولي.

په مسوده کې د امریکا–روسیې د امنیتي خبرو بیا پیل، د اروپا لپاره د نوې امنیتي ترتیباتو طرح، د بې‌طرفه سوله‌ساتونکو ځای پر ځای کول، او د اوکراین د بیا رغونې لپاره نړۍوال صندوق جوړول هم شامل دي.

صالح د دې پلان د شریکولو پر مهال لیکلي: «دا د ټرمپ پلان دی، سیاسي لویدیځ دا لوبه بایللې ده».

د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې دي چې د اوکراین چارواکو، اروپایي متحدینو او د امریکا یو شمېر سیاستوالو د دې ډول هرې معاملې په اړه اندېښنې ښودلې او ویلي یې دي چې دا به د مسکو دریځ قوي او د کیف د حاکمیت بنسټونه کمزوري کړي.

د اوکراین په اړه د ټرمپ ډلې او روسي استازو پټو لیدنو بحثونه راولاړ کړي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۴ GMT+۰
100%

په میامي کې د ټرمپ د سیاستوالانو او یو روسي استازي تر پټې ناستې وروسته، هغه نوې مسوده چې د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره جوړې شوې، د امریکا او اروپا په دولتي کړیو کې اندېښنې راولاړې کړي دي. په دې مسوده کې د اوکراین نه د پراخو امتیازاتو غوښتنه شوې ده.

د مسودې د خپرېدو وروسته په واشنګټن، اروپایي هېوادونو او کېیف کې اندېښنې زیاتې شوې، ځکه پلان په اوکراین د پراخو امتیازاتو غوښتنه کوي، په تېره بیا د ختیځو سیمو پرېښودل او د کریمیا د روسیې د برخې په توګه منل په‌کې شامل دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ټینګار کړی چې «اوکراین به د خپل هېواد له ګټو هېڅ‌کله تېر نه شي».

سپینې ماڼۍ ویلي چې هر ډول طرحه باید د اوکراین او اروپا امنیت تضمین کړي، خو اروپایي متحدین او کېیف د دې پلان په اړه شکمن دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ګڼ کانګریسي غړي هم وایي چې له طرحې څخه نه وو خبر او دا یې د پوتین د غوښتنو د پلي کېدو هڅه بللې ده.

اریانا افغان هوايي شرکت د صادراتو د چټک لېږد لپاره درې بار وړونکې الوتکې پېري

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۳ GMT+۰
100%

د اریانا افغان هوايي شرکت مسولین وايي چې ډېر ژر به درې نوې بار وړونکې ټرانسپورټي الوتکې وپيري، څو د افغانستان د صادراتو، په ځانګړې توګه د تازه او وچو مېوو د نړۍوالو بازارونو لپاره د ټرانزیټ کچه لوړه کړي او د لېږد لګښتونه هم راکم کړي.

د طالبانو امارتي شرکتونو ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اریانا افغان هوایي شرکت لپاره د نوو الوتکو په پېرلو سره به د توکو د لېږد بهیر چټک او اقتصادي شي.

د اریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت وویل، دغه الوتکې به د بوینګ یا ایربس ډوله وي او قیمتونه یې له ۲۵ تر ۳۵مېلیونه امریکايي ډالرو پورې اټکل شوي دي.

د شرکت مسولین زیاتوي چې د دې نوښت له لارې به د افغانستان د صادراتو، په ځانګړې توګه د مېوو او نورو سوداګریزو توکو نړۍوال بازار ته د لېږد ظرفیت او کیفیت لوړ شي او د لېږد لګښتونه به هم ورسره کم شي.

دا ګام د افغانستان د هوايي ټرانسپورټ سکتور د پراختیا او د سوداګرۍ د اسانتیاوو په برخه کې مهم بلل کېږي.