طالبان وايي د افغانستان او ترکیې ترمنځ یې د ډیجیټل کتابتونونو د جوړولو په تړاو هوکړه کړې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د یادې ډلې د عامه کتابتون رییس رفیع الله صمیم ترکیې ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د ملت کتابتون رییس ایهان توغلو سره کتلي او د افغانستان د عامه کتابتونونو په ډیجیټل کولو باندې یې هوکړه کړې ده.

پر همدغه مهال د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د ترکیې د ملت کتابتون رییس ژمنه کړې، چې د افغانستان د عامه کتابتون کارکوونکو ته به د ډیجیټل کتابتون جوړولو په برخه کې روزنه هم ورکړي.