رویټرز: امریکا په ونزویلا کې د عملیاتو نوی پړاو پیلوي

څلورو امریکایي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې متحده ایالات په راتلونکو ورځو کې په ونزویلا کې د عملیاتو د نوي پړاو د پیل لپاره چمتووالی نیسي. دوو نورو چارواکو بیا ټینګار کړی، چې د ارزونې له مخې د نیکولاس مادورو د حکومت د ړنګولو هڅه هم شامله ده.




