• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غور کې د عامې روغتیا کارکوونکو د دغې ادارې له رییس څخه شکایت کړی

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۳ GMT+۰

د افغانستان انټرنشنل له خوا ترلاسه شوي اسناد ښیي، چې د غور ولایت د عامې روغتیا رییس د ملکي خدمتونو کار کوونکي پرته له کوم وضاحت څخه له دندو ګوښه او بدلوي.

دغو معترضو کار کوونکو د عبدالواحد حماس دغه کړنه خپل سرې بللې او ویلي یې دي، چې هغه د ملکي خدمتونو یو کار کوونکی له دندې ګوښه او خپل ورور یې د هغه پر ځای ګومارلی دی.
د غور د عامې روغتیا رییس د کار کوونکو د تبدیلۍ او اعتراض په هکله رسنیو ته څه وضاحت نه دی ورکړی.
په دغو اسنادو کې لیدل کېږي، چې بېلابېلو مسوولینو د غور ولایت د عامې روغتیا له رییس عبدالواحد حماس څخه د شکایتونو، اداري چارو، د کارکوونکو تبدیلۍ او د هغوی د دندو د اجرا په تړاو د وضاحت غوښتنه کړې ده.
د یو سند له مخې، یو کس له خپلې دندې د ګوښه کېدو په اړه د غور ولایت د عامې روغتیا رییس ته شکایت کړی دی او له هغه یې پوښتي چې د دغې پرېکړې علت څه دی.
د دغو اسنادونو له مخې، ښاغلي حماس یو بل کس د عبداللطیف په نوم د ګوښه شوي کار کوونکي پر ځای ګومارلی چې ویل کېږي د عامې روغتیا د رییس ورور دی.
شکایت کوونکي کس خبرداری ورکړی، چې که ځواب تر لاسه نه کړي، لوړپوړو چارواکو ته به شکایت وکړي.
په بل سند کې، یوه کار کوونکي د خپل بست د بدلېدو، نویو ګومارنو او د اداري چلند څخه شکایت کړی دی.
په نورو جلا سندونو کې چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړي، د غور ولایت د عامې روغتیا په برخه کې د ډېرو نورو ادارو مسلو ته هم اشاره شوې ده.
دغه اسناد ښيي چې یو له اصلي شکایتونو د غور ولایت د عامې روغتیا د مشر له خوا د غېر اړونده پوستونو لپاره د نورو اشخاصو ګومارنه او بدلون دی.
تر دې وړاندې هم سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په دغه ولایت کې د روغتون څو کارکوونکي د طالبانو د عامې روغتیا د مشر عبدالواحد حماس په امر له دندې ګوښه شوي دي او یو شمیر ډاکټران د رییس له خوا د فشار له امله استعفا ته اړ شوي دي.
افغانستان انټرنشنل د غور د عامې روغتیا له مشر سره اړیکه ونیوله تر څو په دې تړاو پوښتنو ته ځواب ووایي، خو هغه زموږ پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۴

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

۵

د ترکیې پولیسو ۱۲ افغانان دغه هېواد ته په ناقانونه توګه د ننوتلو په تور نیولي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د سترې محکمې رييس د عدالت نه‌پلې کېدل او د مظلوم غږ نه‌اورېدل د سقوط عوامل وبلل

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۱ GMT+۰
100%

د طالبانو د سترې محکمې رييس عبدالحکیم حقاني د هېواد د ټولو اختصاصي محکمو قضايي غړو ته د ظرفیت لوړونې سیمنار په پرانېست غونډه کې د عدالت نه‌پلې کېدل او د مظلوم غږ نه‌اورېدل د سقوط عوامل وبلل. یو شمېر هېوادوال بیا د طالبانو په محکمو کې د قضايي بهیر له اوږدېدو شکایت لري.

عبدالحکیم حقاني د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) د سترې محکمې په قضايي زده کړو عمومي ریاست کې د هېواد د ټولو اختصاصي محاکمو قضايي غړو ته د ظرفیت لوړونې د جوړ شوي سیمینار په پرانېست غونډه کې د اسلامي او قضايي نظام د استحکام، عدالت پلي کېدو او د تېرو خلافتونو د زوال د لاملونو په تړاو وویل: «د عدالت نه‌پلي کېدل، د مظلوم غږ نه‌اورېدل او د ظالم د ظلم مخه نه‌نيول هغه عوامل دي چې پخواني خلافتونه يې له زوال او سقوط سره مخ کړل.»

نوموړي د محاکمو له ټولو قضايي غړو او ګډونوالو وغوښتل، چې د عدالت په پلي کولو کې پوره هڅه وکړي.

یو شمېر هېوادوال بیا په محکمو کې د قضايي بهیر له اوږدېدو شکایت لري او له اړوندو مسوولینو غواړي، چې قضايي دوسیو ته یې باید په بېړه رسېدنه وشي.

د سترې محکمې د خبرپاڼې له‌مخې، په دغه قضايي سیمینار کې چې دوه اوونۍ به دوام وکړي، د هېواد د ټولو اختصاصي محاکمو ۸۸ قضايي غړو ګډون کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني دوه داسې کسان دي، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري یې د بشري حقونو د نقض په تړاو د نیولو حکمونه صادر شوي دي.

د طالبانو د اقتصاد وزیر د ایران له سفیر سره د اقتصاد او کډوالو د وضعیت په تړاو خبرې وکړې

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۱ GMT+۰
100%

د طالبانو د اقتصاد وزیر دین‌محمد حنیف او په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي د یوې کتنې پر مهال د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت او د بشري مرستو د دوام په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو اقتصاد وزارت د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دین محمد حنیف په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همداراز د بشري مرستو د دوام په برخو کې د علي رضا بېکدلي هڅې ستایلې دي.

علي رضا بېکدلي په دې کتنه کې په ډاګه کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې مخ په پراختیا دي او همداراز یې د دوی اقتصادي پالیسۍ هم وستایلې.

نوموړي په افغانستان کې د انرژۍ، ټرانسپورټ او سوداګرۍ په برخو کې د ایراني پانګه‌والو د لېوالتیا په اړه هم خبر ورکړ.

له پاکستان سره د طالبانو د سوداګریزو اړیکو له پرېکون او د پاکستان له لوري پر ډيورند کرښه د دروازو له تړل کېدو وروسته د منځنۍ اسیا او ایران استازو له افغانستان سره د سوداګریزو چارو د پراختیا لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې ایران د پاکستان په څېر په دې وروستیو کې څه باندې یو میلیون افغان کډوال په زوره بېرته افغانستان ته استولي او دغه بهیر همداراز دوام لري. په ایران کې مېشت افغان کډوال بیا تل د ایراني پولیسو له ناسم چلند څخه شکایت لري.

افغان سوداګر د پاکستان پرځای د ډبرو سکاره ازبکستان ته صادروي او په بدل کې یې سمنټ واردوي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۰ GMT+۰
100%

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې د افغانستان د خصوصي سکټور او ازبکستان ترمنځ نوې هوکړې شوې چې له مخې به بې د افغانستان د ډبرو سکاره د پاکستان پرځای ازبکستان ته صادروي او په بدل کې بې افغانستان ته سیمنټ واردیږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د شوې هوکړې له مخې، به ازبکستان خپل درمل په ټیټه بیه افغانستان، په ځانګړي ډول کابل ته صادر کړي.

طالبانو ویلي، یاده هوکړه پرداسې مهال شوې، چې افغانستان دمګړی د سمینټو له کمښت سره مخ دی او د یاد تړون په عملي کېدو سره به په افغانستان کې د سیمنټو اړتیاوې پوره شي.

طالبانو پرداسې مهال له ازبکستان سره د نویو سوداګریزو هوکړو خبر ورکړی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته اوس یادې ډلې خپله سوداګري له پاکستان نه اړولې او پر ځای یې ایران، هند ازبکستان او نورو هېوادونو ته مخه کړې ده.

طالبانو د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون د ملا عمر په نامه نومولی

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۰ GMT+۰
100%

د کندهار پوهنتون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد پوهنتون په تدریسي روغتون کې یې د جراحي څانګه فعاله کړې، خو په خبرپاڼه کې د پوهنتون تدریسي روغتون د «مستشفي عمر» تدریسي روغتون په نوم یاد شوی دی.

د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو امریت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په حکم په کندهار کې د «مستشفي عمر» تدریسي روغتون د جراحي څانګه په بشپړه توګه فعاله شوه.

وړاندې دغه روغتون د کندهار پوهنتون د تدریسي روغتون په نوم یادیده، خو طالبانو یې اوس نوم د یادې ډلې د پخواني مشر ملاعمر په نوم بدل کړی دی.

د معلوماتو له مخې، د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون په ۲۰۱۳ کال کې جوړ شو او بیا وروسته د یاد روغتون لپاره نورې څانګې فعالې شوې.

طالبانو تردې وړاندې هم د هېواد د یو شمېر ادارو، سړکونو او نور ځایونو پخواني نومونه تغیر کړي، چې د خلکو له پراخ غبرګون سره هم مخ شوي دي.

طالبانو د پکتیا په ملي ټلوېزیون کې د ساکښو د انځورونو پر خپرولو بندیز ولګاوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۷ GMT+۰
100%

د پکتیا ملي ټلوېزیون ځینو کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېره ورځ ددغه ولایت امربالمعروف ریاست د پکتیا ملي ټلوېزیون ته امر کړی، چې له دې وروسته په ټلوېزیون کې د ساکښو انځورونه خپاره نه کړي. د ټلویزیون خپرونې اوس یوازې په غږیزه بڼه روانې دي.

د پکتیا په مرکز ګردیز کې ددغه ولایت د ملي ټلوېزیون ځینو کارکوونکو د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ ۲مه وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې د پکتیا ملي ټلوېزیون ټولې خپرونې یوازې په غږیز ډول او د ساکښو له انځورونو پرته خپریږي.

د پکتیا ملي ټلوېزیون کې د نننۍ ورځې راپورونه هم یوازې په غږیزه بڼه خپاره شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز ادعا کړې، چې په پکتیا ولایت کې د واکمنې ادارې د ځایي چارواکو له لوري د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز له اعلان وروسته، په پکتیا کې د ملي تلویزیون خپرونې درول شوې او یاده رسنۍ راډیو ته اوښتې ده.

پکتیا ۲۳ ولایت دی، چې یاد بندیز پکې په رسمي ډول اعلان او پلي کېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپله اعلامیه کې زیاته کړې، چې دغه بندیز د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ۱۷مې مادې پر بنسټ پلي کېږي.

د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د یاد بندیز د پلي کېدو د لړۍ له پیل راهیسې، تر دې دمه پر پکتیا سربېره په ۲۲ نورو ولایتونو کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر، لغمان، سرپل، بلخ او هرات کې هم یاد بندیز په رسمي ډول اعلان او پلي شوی دی.