امارات په افریقا کې د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا لپاره د ۱ میلیارد ډالرو نوې پروژه پیلوي

متحده عربي اماراتو د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت به پانګونه وکړي، څو په ټوله افریقا کې د مصنوعي ځیرکتیا زېربناوې او د AI پر بنسټ خدمات پراخ کړي. موخه یې دا ده، چې له افریقایي هېوادونو سره د ملي پرمختیایي اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.