• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کندوز کې یو کس د انسان تښتونکو له منګلو وژغورل شو

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۸ GMT+۰

د کندوز ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، یو کس په کندوز ښار کې د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورل شوی او په تړاو یې ۵ کسان هم نیول شوي دي.

د دغې قومندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، انسان تښتوونکو یو کس د میدان وردګ د نرخ ولسوالۍ له سرافراز خېلو کلي اختطاف او غوښتل یې د کندوز له لارې نامعلوم ځای ته ولېږدوي، خو تر هغې مخکې د کندوز ښار د پنځمې امنیتي حوزې له شاوخوا سیمو ونیول شو.

د خبرپاڼې له‌مخې، د انسان تښتونکو له دغې ۵ کسیزې ډلې دوه موټر او دوه وسلې هم ترلاسه شوي او تر لومړنیو پوښتنو او ګروېږنو وروسته به د دوی عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۴

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

۵

د ترکیې پولیسو ۱۲ افغانان دغه هېواد ته په ناقانونه توګه د ننوتلو په تور نیولي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د پارلمان غړی: په قانوني ډول له افغانستان څخه د تاریاکو واردولو هڅې بریالۍ نه وې

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۱ GMT+۰
100%

د ایران د پارلمان د روغتیا کمیسیون غړي محمد جمالیان ویلي، چې د تاریاکو د کمښت له امله یې په تاریاکي شربت کې یو لړ نیمګړتیاوې وموندلې. هغه وویل:«له افغانستان څخه هیواد ته د تاریاکو د واردولو اندازه کمه شوې او د تاریاکو د قانوني واردولو هڅې هم شوي، مګر دا هڅې بریالۍ نه وې.»

د ایران لپاره دا موضوع له دې امله مهمه ده چې ګڼ شمېر درمل، په ځانګړي ډول د تریاکي شربت په نوم چې د ځانګړو ناروغانو د درد د کنټرول لپاره کارېږي، خام مواد یې له همدې لړۍ څخه تولیدېږي.

شنونکي باور لري چې دا مسئله ښيي چې د افغانستان د وضعیت بدلون یوازې پر داخلي سیاستونو نه، بلکې پر سیمه‌ییزو اقتصادي او بشري برخو مستقیم اغېز لري.

د ایران روغتیايي سکتور خبرداری ورکوي چې که د خامو موادو د تأمین بدیلې لارې پیدا نه شي، د درملو کمښت به د زرګونو ناروغانو پر درملنه ناوړه اغېزه وکړي.

یونیسف: په غزه کې له اوربند راهیسې په منځني ډول هره ورځ دوه ماشومان وژل کیږي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۰ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق(یونیسف) وايي چې په غزه کې د اوربند له پیل راهیسې هره ورځ په منځني ډول دوه ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د یونیسف ویاند ریکارډو پیرس وویل چې نن په خان یونس کې په یوه هوايي برید کې یوه ماشومه نجلۍ وژل شوې، او له دې یوه ورځ وړاندې د غزې په ښار او جنوب کې اووه ماشومان وژل شوي وو.

هغه وویل چې په غزه کې یوازې د شخړې یو اړخ د هوایی بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري او دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې ماشومان د ناکافي روغتیایی خدماتو او د خوړو د کمښت له امله لاهم له جدي خطرونو سره مخ دي.

ښاغلي پیرس زیاته کړې چې د اکتوبر له لسمې راهیسې، کله چې د حماس او اسراییل ترمنځ اوربند پیل شو، لږترلږه ۶۷ماشومان وژل شوي دي.

د غزې اوربند د ۲۰۲۵کال د اکتوبر په لسمه نیټه د اسراییل او حماس ترمنځ د دوو کلونو جګړې وروسته نافذ شو.

طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۲ مشکوک کسان نیولي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۱ GMT+۰
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې په ۷ ولایتونو کې د دوی د عملیاتو پر مهال ۲۲ کسان نیولي شوي چې په غلا، د عامه نظم په ګډوډولو، قتل او غیرې قانوني وسولو ساتلو کې ښکېل وو. د یادې ډلې دغه وزارت ویلي، د دوی ځواکونو دا اقدام د خلکو د خوندیتوب او قانون د پلې کولو لپاره ترسره کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د د دوی په عملیاتو کې ۱۰ تنه د عامه نظم ګډوډولو، دوه تنه د نامشروع اړیکو، پنځه تنه د تښتونو او دوه تنه د قتل په تور نیول شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، نیول شوي کسان د کندز، فاریاب، سرپل، خوست، غزني، سمنګان او بدخشان ولایتونو اوسېدونکي دي.

همدا راز ویل شوي، له دغه ډلې د وسلو د غیرقانوني انتقال په تړاو دوه کسان نیول شوي، یو کس د کندز ولایت له مرکز څخه د ۷میل تفنګچې، ۲ میل کلاشینکوف، ۷شاژورونو او یو شمېر مرمیو سره او بل کس د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ څخه د یو میل تفنګچې او ۲۷مرمیو سره نیول شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پولیسو دا عملیات د قانون پلې کولو، د جرمونو مخنیوي او د خلکو د امنیت د ساتنې په موخه ترسره شوي دي.

امرالله صالح: روسیې د اوکراین جګړه ګټلې او امریکا د مسکو له ۸۰سلنه غوښتنو سره هوکړه کړې

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۹ GMT+۰
100%

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام پرمهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د اوکراین جګړه په عملي ډول د روسیې په ګټه پای ته رسېدلې او اوس د «بریا مدیریت» روان دی. صالح ادعا کوي چې متحده ایالاتو د جګړې د بندېدو لپاره د روسیې له شاوخوا ۸۰ سلنه غوښتنو سره توافق کړی دی.

امرالله صالح په اېکس لیکلي چې لس میاشتې وړاندې یې وړاندوینه سمه وه او اوس «د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر مشرۍ لاندې روسیې جګړه ګټلې ده».

نوموړی زیاتوي:«زه لس میاشتې وړاندې صحي وم، روسیې جګړه ګټلې، اوس هر څه د بریا د مدیریت په اړه دي، متحده ایالاتو د جګړې د بندېدو لپاره د روسیې له شاوخوا ۸۰ سلنه غوښتنو سره سلا کړې ده».

صالح زیاتوي چې د اوکراین جګړې پای ته رسېدل به «په نړۍوالو جیوپولیټیکي معادلو کې نوي افقونه پرانیزي» او د ده په خبره، «افغانستان او سیمه به هم د دې بدلونونو له اغېزو خوندي نه وي».

صالح د دې څرګندونو ترڅنګ د هغه پلان تفصیل هم شریک کړی چې ادعا کېږي د ډونالډ ټرمپ د ډلې له لوري وړاندیز شوی دی. د هغه په وینا، دا طرحه د اوکراین له پراخو امتیازاتو غوښتنه کوي.

د صالح په وینا، له دغو وړاندیزونو سره سم اوکراین به کریمیا په رسمي توګه د روسیې برخه ومني، د دونېڅک او لوګانسک ټول ولایتونه به مسکو ته وسپاري او په خرسون او زاپوریژیا کې به د اوسنیو کرښو د کنګل کېدو پرېکړه عملي شي.

په طرحه کې د اوکراین له‌خوا د ناټو د غړیتوب پرېښودل، د پوځ د پرسونل د کچې محدودول، د ځانګړو وسلو له منځه وړل او په هېواد کې د هر ډول بهرنیو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو بشپړ بندیز هم شامل دي.

دا مسوده سمدستي اوربند د ۱۰۰ ورځو په موده کې د ټاکنو ترسره کېدل، د دواړو لوریو لپاره عمومي عفوه او پر روسیې د بندیزونو کمول هم وړاندیز کوي؛ هغه امتیازات چې نیوکې کوونکي یې د مسکو په واضح ګټه بولي.

په مسوده کې د امریکا–روسیې د امنیتي خبرو بیا پیل، د اروپا لپاره د نوې امنیتي ترتیباتو طرح، د بې‌طرفه سوله‌ساتونکو ځای پر ځای کول، او د اوکراین د بیا رغونې لپاره نړۍوال صندوق جوړول هم شامل دي.

صالح د دې پلان د شریکولو پر مهال لیکلي: «دا د ټرمپ پلان دی، سیاسي لویدیځ دا لوبه بایللې ده».

د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې دي چې د اوکراین چارواکو، اروپایي متحدینو او د امریکا یو شمېر سیاستوالو د دې ډول هرې معاملې په اړه اندېښنې ښودلې او ویلي یې دي چې دا به د مسکو دریځ قوي او د کیف د حاکمیت بنسټونه کمزوري کړي.

د اوکراین په اړه د ټرمپ ډلې او روسي استازو پټو لیدنو بحثونه راولاړ کړي

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۴ GMT+۰
100%

په میامي کې د ټرمپ د سیاستوالانو او یو روسي استازي تر پټې ناستې وروسته، هغه نوې مسوده چې د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره جوړې شوې، د امریکا او اروپا په دولتي کړیو کې اندېښنې راولاړې کړي دي. په دې مسوده کې د اوکراین نه د پراخو امتیازاتو غوښتنه شوې ده.

د مسودې د خپرېدو وروسته په واشنګټن، اروپایي هېوادونو او کېیف کې اندېښنې زیاتې شوې، ځکه پلان په اوکراین د پراخو امتیازاتو غوښتنه کوي، په تېره بیا د ختیځو سیمو پرېښودل او د کریمیا د روسیې د برخې په توګه منل په‌کې شامل دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ټینګار کړی چې «اوکراین به د خپل هېواد له ګټو هېڅ‌کله تېر نه شي».

سپینې ماڼۍ ویلي چې هر ډول طرحه باید د اوکراین او اروپا امنیت تضمین کړي، خو اروپایي متحدین او کېیف د دې پلان په اړه شکمن دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ګڼ کانګریسي غړي هم وایي چې له طرحې څخه نه وو خبر او دا یې د پوتین د غوښتنو د پلي کېدو هڅه بللې ده.