• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سویسي ساینس‌پوهانو د شګې په اندازه داسې روباټ جوړ کړی چې کولای شي درمل تر ټاکلي ځای ورسوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۰

واشنګټن پوسټ لیکلي، چې د سویس ساینس‌پوهانو یو داسې مایکرو روباټ جوړ کړی، چې اندازه یې د شګې د دانې سره برابره ده او د مقناطیسي ساحې په وسیله کنټرولېږي.

د راپور له مخې، دغه کوچنی روباټ کولی شي د وینې رګونو او یا د دماغي مایعاتو له لارې حرکت وکړي او درمل د بدن دقیقې برخې ته ورسوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا پرمختګ د دې لپاره طرحه شوی چې د درملو سخت جانبي عوارض کم کړي.

د واشنګټن پوسټ په وینا، ساینس‌پوهان باور لري چې دا مایکرو روباټ کولای شي د ځانګرو درملنو لپاره په طبابت کې نوی بدلون رامنځته کړي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په سمنګان کې پر ۴۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۴ GMT+۰
طالبانو په سمنګان کې پر ۴۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ویلي، چې د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې یې له ۴۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو سره د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د بېوزلۍ د کمولو په موخه د ۳۱.۲ ټنه خوراکي توکي وېشلي دي.

طالبانو ویلي، چې دغه مرسته د ملک سلمان د بشري مرستو د مرکز له لوري چمتو شوې وه او پر هرې کورنۍ ۷۸ کیلو ګرامه خوراکي توکي وېشل شوي دي.

په دې مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، بوره، لوبیا او خرما شامله ده.

د یادولو ده، چې څه موده وړاندې سمنګان، بلخ او ځینې نور ولایتونه نسبتا زوروري زلزلې ولړزول.

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۶کسان مړه او ۱،۱۴۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

یاد سازمان زیاتوي، په زلزله‌ځپلو سیمو کې شاوخوا ۴۳۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

بنیامین نتنیاهو: حزب‌الله ته به د خپل ځواک د بیا رغولو اجازه ور نه کړو

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۹ GMT+۰
بنیامین نتنیاهو: حزب‌الله ته به د خپل ځواک د بیا رغولو اجازه ور نه کړو
100%

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وروسته له هغه چې د دغه هېواد پوځ د بېروت په سوېلي برخه کې عملیات ترسره کړل او د حزب‌الله دویم مهم کس هیثم علي طباطبایي یې په نښه کړ، وویل: «موږ به هېڅکله حزب‌الله ته اجازه ورنه کړو چې خپل ځواک بیا ورغوي او د اسراییل لپاره ګواښ رامنځته کړي.»

نتنیاهو زیاته کړه: «زه د لبنان له حکومت څخه تمه لرم چې د حزب‌الله د بې وسلې کولو ژمنه عملي کړي، ځکه یوازې په همدې صورت کې د لبنان د ټولو وګړو لپاره ښه راتلونکی ممکن دی او د اسراییل او لبنان ترمنځ به خوندي او ښه ګاونډیتوب رامنځته شي.»

د اسراییل لومړي وزیر د پوځ او امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه او ویې ویل: «هیثم طباطبایي یو لوی جنایتکار و. د هغه لاسونه د ګڼ شمېر اسراییلیانو او امریکایانو په وینو لړلي دي او همدا علت و چې امریکا د هغه د موندلو لپاره د پنځه میلیونه ډالرو انعام ټاکلی و.»

نتنیاهو زیاته کړه: «هیثم طباطبایي تازه د حزب‌الله د بیا وسلې کېدو د هڅو مشري په غاړه اخیستې وه.»

د اوکراین جګړې د پای ته رسولو مذاکرات؛ زېلېنسکي د ټرمپ له هڅو مننه وکړه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۱ GMT+۰
د اوکراین جګړې د پای ته رسولو مذاکرات؛ زېلېنسکي د ټرمپ له هڅو مننه وکړه
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ وویل، چې اوکراین د امریکا او د دې هېواد د ډونالډ ټرمپ له هغو هڅو مننه کوي، چې د کییف په ملاتړ یې ترسره کړي دي.

زېلېنسکي ویلي: «اوکراین د متحده ایالاتو، هر بل امریکایي او په ځانګړې توګه د ولسمشر ټرمپ څخه منندوی دی، د هغه له مرستې چې د جاولین توغندیو په وړاندې پیل شوې او د اوکرایني وګړو ژوند ژغوري.»

د زېلېنسکي دا څرګندونې وروسته له هغې خپرې شوې، چې ټرمپ ویلي وو اوکرایني مشران د امریکا له مرستو «هېڅ ډول مننه» نه کوي.

همداراز د اوکراین ولسمشر له اروپایي هېوادونو، د جي-۷ او د جي-۲۰ له ډلو څخه هم مننه وکړه او ویې ویل، چې د دغو ملاتړو دوام ډېر مهم دی.

هغه لیکلي: «همدا علت دی چې موږ د سولې په لاره کې پر هر ټکي او هر ګام ډېر په دقت کار کوو. هر څه باید په سمه توګه ترسره شي، څو په رښتیا وکولای شو دې جګړې ته پای ورکړو او د تکرار مخه ونیسو.»

خالد حنفي: د اسلامي احکامو پرېښودل به له موږ څخه د اسلامي نظام نعمت واخلي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۸ GMT+۰
خالد حنفي: د اسلامي احکامو پرېښودل به له موږ  څخه د اسلامي نظام نعمت واخلي
100%

د طالبانو امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر محمد خالد حنفي خبرداری ورکړ چې «که دوی د اسلامي احکامو له تطبیقولو مخ واړوو، الله به له ورڅخه د اسلامي نظام په څېر لوی نعمت واخلي». نوموړي دا خبرې د منکراتو او معروفاتو د اقامې تر عنوان لاندې د ددغه وزارت له خوا جوړې شوې غونډې کې کړي.

د طالبانو امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت له‌خوا د لویې جرګې په تالار جوړې شوې نننۍ غونډې ته خالد احنفي وویل چې اسلام یوازې په جوماتونو او دیني مرکزونو پورې محدود نه دی، بلکې د انسان د ژوند ټول اړخونه رانغاړي.

حنفي وویل: «مغرضې کړۍ تل هڅه کوي چې د اسلام د اساسي شعبې، یعنې امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر، پر ضد تبلیغات وکړي».

هغه د دې اصل ارزښت ته په اشارې زیاته کړه: «امر بالمعروف او نهي عن المنکر د اسلامي نظام روح دی؛ که یې پرېږدو، نو داسې به شو لکه بې‌روحه جسد».

په غونډه کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم خبرې وکړې او ویې ویل: «د اسلامي نظام تر چتر لاندې د ټولو وګړو حقوق خوندي دي، که مسلمان وي او که غیرمسلمان. هیڅوک جرئت نه شي کولی د چا پر حق تېری وکړي».

د غونډې بل ګډونوال کابل کې د طالبانوو والي حاجي امین‌الله عبید د خپلې ډلې د واکمنۍ په دفاع کې وویل چې «د طالبانو نظام له امله افغانستان له تجزیې وژغورل شو».

غونډې ته پر کابل د واکمنو د رییس‌الوزرا ملا حسن اخوند په لېږل شوي پیغام کې بیا پر یووالي ټینګار شوی و. په پیغام کې راغلي: «د اسلامي نظام د بقا او د اسلامي احکامو د تطبیق لپاره سره یو موټی شئ. هېچا ته اجازه مه ورکوئ چې تاسې سره بې‌اتفاقه کړي».

یاده دې وي چې د طالبانو بیا واکمنېدو سره د دوی امربالمعروف وزارت په خلکو سخت قوانین وضعه کړي، د محدودیت دغه قوانین تر ډېره په ښځو تطبیق شوي، له زده کړو او کار نیولې بیا په سیاسي مشراکت، تفریح ځایونو ته په تګ، په رسنیو کې په پټ مخ کار او له محرم پرته سفر نه کول هغه څه دي چې په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شوي.

هالنډ کې د ملکه ثریا د زېږېدو ۱۲۶مه کلیزه ونمانځل شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۴ GMT+۰
هالنډ کې د ملکه ثریا د زېږېدو ۱۲۶مه کلیزه ونمانځل شوه
100%

په هالند کې د افغان ښځو یووالي بنسټونو د ملکه ثریا د ۱۲۶مې کلیزې په مناسبت ګډه ناسته ترسره کړې چې په‌کې د هغې د ژوند، هڅو او د افغانستان د ښځو د حقونو په مبارزه کې د نوموړې د تاریخي رول په اړه علمي ویناوې وشوې.

د افغانستان د ښځو د یووالي ټولنې او د «ښځو لومړیتوبونو» سازمان په ګډه هالنډ کې د ملکه ثریا ـ د شاه امان‌الله خان مېرمنې د زېږېدو د ۱۲۶مې کلیزې په درناوي ځانګړی مراسم ترسره کړل.

ګډونوالو د ملکه ثریا د ژوند، افکارو او اصلاحاتو په اړه علمي بحثونه وکړل او ویې ویل چې هغه د افغانستان د ښځو د زده‌ کړو، حقونو او ټولنیزو بدلونونو له بنسټ‌ اېښودونکو شخصیتونو څخه وه.

د ویناوالو په وینا، هغې سل کلونه وړاندې د نجونو د زده‌کړو د پراختیا، د ښځو د کار حق او د ښځو د مدني او علمي مشارکت په برخه کې تاریخي لاسته‌ راوړنې لرلې.

شاه امان‌الله چې د افغانستان نوښتګر او مترقي پادشاه بلل کېږي، له خپل اروپایي سفر وروسته پراخ سیاسي او ټولنیز اصلاحات پيل کړل او په همدې لړ کې یې د نجونو زده کړو لپاره ځانګړي ښوونځي جوړل کړل.

ملکه ثریا له اروپا نه تر راستنېدو وروسته حجاب لرې کړ او پاچا له افغان ښځو وغوښتل چې د هغې له پوښاکه الهام واخلي.

ټایم مجلې په ۲۰۲۰ کال کې ملکه ثریا د نړۍ د سل اغېزمنو ښځو په نوملړ کې شامله کړه او هغه یې د ۱۹۲۰ لسیزې په اوږدو کې د منځني ختیځ له ځواکمنو او نوښتګرو ښځو څخه یاده کړه.

د دې اصلاحاتو د مخالفت له امله د امان‌الله خان اصلاحات پای ته ونه رسېدل، خو د ملکه ثریا مبارزه د افغان ښځو لپاره د الهام سرچینه پاتې شوه.

د ناستې ګډونوالو د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې نن ورځې افغان ښځې له خپلو اساسي حقونو بې‌ برخې شوې دي، خو د ملکه ثریا له مبارزې، زړورتیا او دریځ څخه الهام اخلي.

د ناستې کوربه بنسټونو د افغان ښځو د پیوستون، زده‌ کړو، کار او اساسي حقونو په برخه کې د ګډو پروګرامونو د دوام ژمنه وکړه.