طالبان وايي ارزګان کې د انارو له ۶۶۹ هکټاره باغونو څخه څه باندې ۶زره ټنه حاصلات راټول شوي

په ارزګان کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ویلي، چې روان کال په یاد ولایت کې د انارو له ۶۶۹ هکټاره باغونو څخه ۶۴۶۹ ټنه انار راټول شوي دي.

په ارزګان کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ویلي، چې روان کال په یاد ولایت کې د انارو له ۶۶۹ هکټاره باغونو څخه ۶۴۶۹ ټنه انار راټول شوي دي.
د ارزګان یو شمېر بڼوالو ويلي، که څه هم د تېرکال په پرتله د انارو حاصلات ډېر و، خو د خرڅلاو لپاره یې مناسب بازار شتون نه لري او د صادراتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
په ورته مهال د یاد ولایت د کرنې ریاست مسولینو ویلي، چې د ارزګان د انارو حاصلاتو ډېره برخه په خپله ارزګان کې په مصرف رسېږي او لږ برخه یې کندهار ته له لېږدول کېدو وروسته هند او پاکستان ته صادرېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته له شاوخوا ۴۶ ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولي لارې د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ پرمخ تړلې دي او طالبانو د افغانستان د وچې او تازه مېوو صادراتو لپاره له ازبکستان سره هوکړې کړې دي.