• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پشتین: پاکستان ترهګري نه ختموي ځکه ترهګري د دوی تر ټولو لوی کاروبار دی

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۵ GMT+۰تازه شوی: ۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۱ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین وايي، «په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ وروستی تاوتریخوالی او پوځي عملیات د پښتنو پر وړاندې د منظمې نسل‌وژنې دوام دی». پشتین وايي، «پاکستان ترهګري نه ختموي ځکه ترهګري د دوی تر ټولو لوی کاروبار دی».

منظور پشتین په خواله رسنۍ فیسبوک لیکلي چې د شنبې شپه په مرکزي کورمه ولسوالۍ کې د مېلې پر مهال د پاکستاني پوځ په برید کې د دوو کورنیو پنځه کسان وژل شوي دي.

د ده په وینا، دجنوبي وزیرستان د اعظم ورسک په کژه‌پونګه سیمه کې هم پر یوه کور د پوځ د برید له امله یوه ښځه او څلور ماشومان ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي چې نن په باجوړ کې د پوځ له لوري په خښو شویو ماینونو درې کم عمره پښتانه ځوانان وژل شوي، او په ډېره اسماعیل خان کې هم د یو بل تن د سر پرې کولو راپورونه ترلاسه شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي چې «دا پېښې یوازې خبرونه نه، بلکې د پاکستاني ریاست او پنجابي استعمار له لوري منظم ظلم دی»

هغه زیاتوي چې د پاکستان رسنۍ، پارلمان او قضايي نظام د پوځ تر اغېز لاندې دي او له همدې امله د دې ډول پېښو په اړه غلي پاتې کېږي.

پشتین وايي چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو تر نوم لاندې د بې‌ګناه خلکو وژنه دوام لري، خو پوځ دا ادعا کوي چې وژل شوي کسان «ترهګر» وو. د ده په وینا، د دې وضعیت پر وړاندې د خلکو خاموشي د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل کېږي.

د پي ټي ایم مشر هغو خلکو ته هم اشاره وکړه چې ځانونه پښتانه معرفي کوي خو دده په وینا، د پوځ دریځ پیاوړی کوي او د پښتنو د قربانیو په اړه چوپ پاتې کېږي.

منظور پشتین له ټولو پښتنو غوښتنه کړې چې د خپلو خلکو د ژغورنې لپاره یو موټی شي او د هر ظلم پر وړاندې غږ پورته کړي.

نوموړي په پای کې ویلي چې باور لري پښتانه به په راتلونکي کې د یو ملت په توګه د دې ظلم پر وړاندې قوي او ګډ دریځ خپل کړي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۵

په جرمني کې یو افغان کډوال د چاقو په برید کې وژل شوی

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني سوداګر وايي چې له افغانستان سره د لارو بندیدو سخت زیان ور رسولی

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۳ GMT+۰
پاکستاني سوداګر وايي چې له افغانستان سره د لارو بندیدو سخت زیان ور رسولی
100%

پاکستاني سوداګرو په پېښور کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان او د عوامي نشنل ګوند مسوولینو سره کتلي او له افغانستان سره یې د سوداګریزو لارو د پرانېستل کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د سوداګرو د جرګې غړو نن د چار شنبې په ورځ د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان سره کتلي او له افغانستان سره د لارو خلاصیدو په برخه کې یې ترې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

پاکستاني سوداګرو ویلي، چې د لارو تړل کېدو له امله ورته سخت زیان اوښتی دی او ټولې لارې دې ژر تر ژره پرانېستل شي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن سوداګرو ته له خپله اړخه د لارو د خلاصیدو په برخه کې د هلو ځلو په تړاو ژمنه ور کړې ده.

بل خوا د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین د لارو بندیدو په غبرګون کې پر پاکستاني چارواکو نیوکې کړې دي او وايي، چې د لارو بندیدو سره تر ټولو ډېر زیان د پاکستان عامو خلکو ته اوښتی دی.

نوموړي پر طالبانو او پاکستان غږ کړی چې کړکېچ دې د خبرو له لارو حل کړي.

میا افتخار ویلي:« موږ افغانستان او پاکستان ته وایو اول او ښه حللاره داده، چې مذاکرات وکړئ، بیا قطر او ترکیې ته وایو، چې تاسې د خبرو ضمانت کړی دی، په کار ده چې ضمانت سر ته ورسوئ او اوسنۍ ستونزه حل کړئ. چې ستونزه حل شي، بیا به لارې او سوداګري هم پرانېستل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې له شاوخوا ۴۶ ورځو راهیسې د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پرمخ تړلې دي.

د راپورونو له مخې، د لارو بندیدو له امله د دواړو لوریو سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.

د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې ناڅرګندو وسله والو دوه تنه په ډزو وژلي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۰
د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې ناڅرګندو وسله والو دوه تنه په ډزو وژلي
100%

د خیبر پښتونخوا ایالت د سویلي وزیرستان ولسوالۍ په اعظم ورسک سیمه کې وسله والو دوه تنه په ډزو وژلي دي. د سیمې خبریالان وايي، چې تر اوسه د دواړو کسانو پېژندګلوي نه ده شوې او ځايي پولیس یې په اړه پلټنې کوي.

تر اوسه کومې ډلې د دغو دوو کسانو د وژلو مسوولیت هم پرغاړه نه دی اخېستی.

دا په داسې حال کې ده، چې سیمه ییزو خبریالانو خبر ورکړی، چې د یادې ولسوالۍ په غونډاګ سیمه کې وسله والو د سرحدي ملیشو پر یوې پوستې برید کړی او د دواړو خواوو ترمنځ د نښتو او حکومتي ځواکونو د توپونو د ډزو له امله د سیمې خلک له سیمې نه وتلو ته اړ شوي دي.

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند: طالبان له ژور ملي مشروعیتي کړکېچ سره مخ دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۸ GMT+۰
د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند: طالبان له ژور ملي مشروعیتي کړکېچ سره مخ دي
100%

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند شریک مشر مختار خان یوسفزي ویلي، چې طالبان له ژور ملي مشروعیتي کړکېچ سره مخ دي او باید د یوه ټول‌ګډونه او ولسواک نظام د جوړولو لپاره بېړني ګامونه واخلي.

یوسفزي چې د پېښور په اسلامیه کالج کې یوې علمي غونډې ته خبرې کولې، د افغانستان اوسنی وضعیت د«ځنګل له قانون» سره تشبیه کړ او ویې ویل، چې له قانون پرته ټولنه د دوامدارې بې‌ثباتۍ پر لور ځي.

هغه د پاکستان وروستي هوايي بریدونه وغندل او دا یې د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری وباله. یوسفزي ټینګار وکړ، چې د ملکي خلکو وژل هېڅ توجیه نه لري او اسلام‌اباد باید د تاوتریخوالي پر ځای د ډیپلوماسۍ لار خپله کړي.

نوموړي طالبان وهڅول، چې د اساسي قانون او ټول‌ګډونه حکومت پر جوړولو کار وکړي، څو هېواد له اوسني امنیتي او سیاسي کړکېچ څخه ووځي.

یوسفزي د افغان کډوالو جبري اېستل د نړۍوالو اصولو خلاف وبلل او پر افغانانو یې غږ وکړ، چې د احتمالي خطرونو پروړاندې متحد پاتې شي.

هغه وویل، چې د افغانستان کړکېچ هغه وخت حل کېدای شي چې ټولو خلکو ته د سیاسي ګډون مساوي حق ورکړل شي او یو ملي او د خلکو پر رایه ولاړ حکومت رامنځته شي.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۲۲ وسله‌وال وژل شوي دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۲ GMT+۰
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۲۲ وسله‌وال وژل شوي دي
100%

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۴مه) خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په یو لړ عملیاتو کې ۲۲ وسله‌وال وژلي دي.

د یادې ادارې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد عملیات د دوشنبې په ورځ د استخباراتي عملیاتو پر بنسټ شوي چې په‌کې د ټي‌ټي‌پي اړوند ۲۲ وسله‌واله وژل شوي دي. د خبرپاڼې له مخې؛ په یاده سیمه کې لاهم چاڼیز عملیات روان دي.

ورته مهال د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یاد عملیات بریالي بللي او ویلي یې دي:« موږ له هېواد څخه د ترهګرۍ د بشپړې له‌منځه وړلو لپاره ټینګ هوډ لرو.»

دا په داسې حال کې ده، چې همدا تېره ورځ په پېښور کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو پر مرکزي دفتر برید کې د یادو ځواکونو درې سرتېري وژل شوي او ۱۲ کسان بیا ټپیان شوي دي. د پاکستان پوځ ویلي، چې د بریدګرو یاد برید په شا تمبول شوی دی.

د بشري حقونو فعاله: له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۷ غړي ورک دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۱ GMT+۰
د بشري حقونو فعاله: له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۷ غړي ورک دي
100%

د بشري حقونو فعاله سامنتا لییننګ وايي چې د روانې نومبر میاشتې له ۱۲نېټې راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ اووه تنه غړي لادرکه دي. نوموړې زیاتوي، چې دغه درې کسان د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر ۱۲مه په پېښور کې د سولې په جرګه کې له ګډون وروسته په زوره لادرکه کړای شوي دي.

د بشري حقونو فعالې سامنتا لییننګ نن دوشنبه ، د لیندۍ ۳مه په خپل اېکس کې لیکلی، چې د راپورونو له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په زوره ورکولو کې په ساده جامو او یونیفورم ملبس کسان ښکېل دي.
هغه وايي، چې د پیښور پولیسو له خوا اخیستل شوې سي سي ټي وي ویډیو کې د پیښې پرمهال موجود موټر او کسان پیژنېدل کېږي، خو نوموړې زیاتوي، چې تر اوسه رسمي څېړنې نه دي ثبت شوې.

نوموړې اندېښنه ښودلې، چې ورک شوي کسان ممکن په اسلام اباد یا شاوخوا سیمو کې ساتل کېږي خو هیڅ رسمي تایید شوي معلومات په لاس کې نشته.

هغې غوښتنه کړې، چې دا وضعیت بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په نیول شویو، غړو کې نورالله ترین، حنیف پشتین، سید عرفان الله، فرمان وزیر، عدنان وزیر او حبیب وزیر شامل دي.

د خیبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي د لړم پر ۲۲مه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي و، چې د پېښور په امن جرګه کې ټول ګډون کوونکي د جرګې میلمانه وو او هر چا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه غړي تښتولي هغه د پښتنو د امن دښمنان دي.