د طالبانو د عامې روغتیا وزارت یو پلاوی ترکیې ته ولاړ

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن چهارشنبه (د لېندۍ ۵مه) خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو چارو مرستیال عبدالولي حقاني له یوه لوړپوړي پلاوي سره په رسمي سفر ترکیې ته ولاړ.
دغه وزارت ویلي، چې یاد سفر د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، د نویو روغتیایي تجربو د ترلاسه کولو، د علمي او تخصصي مرکزونو د لیدنې او د ترکیې له دولتي او خصوصي مسوولینو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه شوی دی.



