یونېسف د بلخ د فقیراباد سیمې له زلزلهځپلو ماشومانو سره مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) استازي تاجالدین اویوواله ویلي، چې د بلخ ولایت د فقیراباد سیمې له زلزلهځپلو ماشومانو سره یې مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) استازي تاجالدین اویوواله ویلي، چې د بلخ ولایت د فقیراباد سیمې له زلزلهځپلو ماشومانو سره یې مرسته کړې ده.
اویواله په خپل اېکس کې لیکلي، چې د یادې سیمې ډېری ماشومانو خپل کورونه او سرپناه له لاسه ورکړې او یونېسف ورسره د کمپلو، ژمنیو جامو او نغدو پیسو مرسته کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې دغه کورنۍ لا هم زیاتو مرستو او دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.

د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسولا وان ډرلاین د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، چې د ښځو د خوندیتوب لپاره مبارزه روانه ده.
هغې ویلي، چې اروپا تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او له کورني تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره خپل لومړنی قانون تصویب کړ، خو دا هڅې لا تراوسه پای ته نه دي رسېدلي.
نوموړې زیاته کړې: «نن شپه اروپا زمونږ د مسوولیت د یادونې لپاره په نارنجي رڼا روښانېږي، څو د دې پیغام یادونه وشي چې هره ښځه باید له وېرې پرته ژوند وکړای شي.»
نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي له نړۍوالې ورځې سره برابره ده او دغه نارنجي کمپاین د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو نړۍوال سمبول دی.
د سوډان د چټک ملاتړ وسلهوالو ځواکونو (اراېساېف) مشر د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هڅو په غبرګون کې به د ده وسلهوال سمدستي د درې میاشتو لپاره بشري اوربند وکړي. دا اعلان په داسې حال کې شوی، چې جګړې دغه هېواد لوږې او قحطۍ ته ټېل وهلی دی.
د امریکا، متحده عربي اماراتو، مصر او سعودي عربستان هغه هېوادونه چې د "کواډ" په نوم پېژندل کېږي، روانه میاشت یې د درېیو میاشتو اوربند او د سولې د خبرو وړاندیز کړی دی.
اراېساېف وویل، چې دغه وړاندیز مني، خو لږ وروسته یې د پوځ پر سیمو د ډرون بریدونه پیل کړل.
د دوشنبې د ورځې اعلان یو اړخيز اوربند ښکاري. دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه شوی، چې د سوډان د پوځ مشر د "کواډ" وړاندیز رد کړ او متحده عربي امارات یې پر دې تورن کړل، چې ګواکې اراېساېف ته وسلې ورکوي. امارات دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د جګړې د ختمولو لپاره کار کوي.
واشنګټن پوسټ لیکلي، چې د سویس ساینسپوهانو یو داسې مایکرو روباټ جوړ کړی، چې اندازه یې د شګې د دانې سره برابره ده او د مقناطیسي ساحې په وسیله کنټرولېږي.
د راپور له مخې، دغه کوچنی روباټ کولی شي د وینې رګونو او یا د دماغي مایعاتو له لارې حرکت وکړي او درمل د بدن دقیقې برخې ته ورسوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې دا پرمختګ د دې لپاره طرحه شوی چې د درملو سخت جانبي عوارض کم کړي.
د واشنګټن پوسټ په وینا، ساینسپوهان باور لري چې دا مایکرو روباټ کولای شي د ځانګرو درملنو لپاره په طبابت کې نوی بدلون رامنځته کړي.
د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ویلي، چې د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې یې له ۴۰۰ زلزلهځپلو کورنیو سره د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د بېوزلۍ د کمولو په موخه د ۳۱.۲ ټنه خوراکي توکي وېشلي دي.
طالبانو ویلي، چې دغه مرسته د ملک سلمان د بشري مرستو د مرکز له لوري چمتو شوې وه او پر هرې کورنۍ ۷۸ کیلو ګرامه خوراکي توکي وېشل شوي دي.
په دې مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، بوره، لوبیا او خرما شامله ده.
د یادولو ده، چې څه موده وړاندې سمنګان، بلخ او ځینې نور ولایتونه نسبتا زوروري زلزلې ولړزول.
د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۶کسان مړه او ۱،۱۴۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
یاد سازمان زیاتوي، په زلزلهځپلو سیمو کې شاوخوا ۴۳۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وروسته له هغه چې د دغه هېواد پوځ د بېروت په سوېلي برخه کې عملیات ترسره کړل او د حزبالله دویم مهم کس هیثم علي طباطبایي یې په نښه کړ، وویل: «موږ به هېڅکله حزبالله ته اجازه ورنه کړو چې خپل ځواک بیا ورغوي او د اسراییل لپاره ګواښ رامنځته کړي.»
نتنیاهو زیاته کړه: «زه د لبنان له حکومت څخه تمه لرم چې د حزبالله د بې وسلې کولو ژمنه عملي کړي، ځکه یوازې په همدې صورت کې د لبنان د ټولو وګړو لپاره ښه راتلونکی ممکن دی او د اسراییل او لبنان ترمنځ به خوندي او ښه ګاونډیتوب رامنځته شي.»
د اسراییل لومړي وزیر د پوځ او امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه او ویې ویل: «هیثم طباطبایي یو لوی جنایتکار و. د هغه لاسونه د ګڼ شمېر اسراییلیانو او امریکایانو په وینو لړلي دي او همدا علت و چې امریکا د هغه د موندلو لپاره د پنځه میلیونه ډالرو انعام ټاکلی و.»
نتنیاهو زیاته کړه: «هیثم طباطبایي تازه د حزبالله د بیا وسلې کېدو د هڅو مشري په غاړه اخیستې وه.»