په ګینهبیساؤ کې پوځ ولسمشر له واک څخه لرې کړ او ټول اجرایي صلاحیتونه یې واخیستل

د ګینهبیساؤ د پوځ یو شمېر لوړپوړو افسرانو د دې هېواد د کنټرول د ترلاسه کولو خبر ورکړ او ویې ویل، چې اوماورو سیسوکو ایمبالو یې له ولسمشرۍ څخه لرې کړی او د هېواد د جنجالي ټاکنو بهیر یې وځنډاوه.
