باجوړ کې د ایالتي اسمبلۍ د غړي د کور ترڅنګ چاودنه کې یو تن ټپي شوی دی

باجوړ کې د خیبر پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ د غړي انور زېب خان د کور ترڅنګ چاودنه شوې او له امله یې یو تن ټپي شوی دی. ځايي سرچینو ویلي، پیښه د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) شوې او انور زېب خان د پېښې پر مهال په کور کې نه و. سرچینې زیاتوي، چې د چاودنې څرنګوالی لا معلوم نهدی.




