طالبانو په کابل کې ۱۵ کسان په دُرو وهلي دي

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په کابل ولایت کې یې ۱۵ کسان د «نشهیي تابلیتو (ذیکپ او تابلیت کا)، الکولي مشروباتو، پوډرو، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو» په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په کابل ولایت کې یې ۱۵ کسان د «نشهیي تابلیتو (ذیکپ او تابلیت کا)، الکولي مشروباتو، پوډرو، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو» په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د یادې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسانو ته له اوو میاشتو څخه تر درېیو کالو او شپږو میاشتو تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو سزا ورکړل شوې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره د هغه د دندې پای ته رسېدو په تړاو د مخهښې ناسته کړې. مولوي کبیر دې ناسته کې له ترکیې مننه کړې، چې د دوی د ډلې او پاکستان ترمنځ یې په مذاکراتو کې منځګړتوب کړی.
پنجشنبه د (لېندۍ ۶مه) د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر په ترکیه کې له افغان کډوالو سره د کېدونکي ښه چلند ستاینه کړې او د ویزو په برخه کې یې هم اسانتیاوې رامنځته کړې دي. جنګ اونال په دغه ناسته کې وویل، چې ترکیه په افغانستان کې د روغتیایي مرستو، اقتصادي ودې او په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته ژمنتیا لري.
د طالبانو خبرپاڼه کې د ترکیې د سفیر له قوله راغلي، چې «ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګڼو نړۍوالو ناستو کې نړۍوال له طالبانو سره مثبت تعامل ته هڅولي دي». ترکیه او طالبان دواړه ډېپلوماټیک تعامل لري؛ خو لا هم یاد هېواد پر کابل واکمن په رسمیت نه پېژني.
دغه لیدنې په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو کې طالبان له خپل پخواني دوست او ګاونډي پاکستان سره په سخت سیاسي کړکېچ کې ښکېل دي او ترکیې یې د منځګړتوب هڅې هم کړې دي. تېره میاشت د ترکیې او قطر پر منځګړیتوب د پاکستاني او طالب پلاوي ترمنځ د مسایلو د حل لپاره مذاکرات وشول؛ خو بېپایلې پای ته ورسېدل.
طالبانو په وار، وار له ترکیې او قطر نه مننه کړې، چې د دغه مذکراتو لپاره یې ورته لاره هواره کړې وه.
د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) رییس جان رټکلېف فاکسنيوز ته ويلي، واشنګټن کې پر ملي ګارډ برید کوونکی په افغانستان کې د امریکا د دولتي ادارو همکار پاتې شوی دی. هغه وایي، په دغو ادارو کې سيایاې هم شامله ده چې یاد بریدګر ورسره دنده کړې.
نوموړي وويل: «د بايډن د حکومت له لوري د افغانستان له فاجعې ډکې وتنې وروسته، د بايډن ادارې د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې دغه کس د هغه د پخواني همکار د اجازې پر بنسټ انتفال کړی دی. دغه کس د کندهار په يوه همکاره ځواک کې د امريکا له حکومت او په ځانګړي ډول د مرکزي استخباراتو ادارې سره کار کړی و؛ خو دغه همکاري له تخلیې وروسته پای ته ورسېده».
د سيایاې ریيس زياته کړه: «دغه کس او ډېر نور ورته کسان هېڅکله بايد دغه هېواد ته د راتګ اجازه نه وای موندلې. زموږ وګړو او ځواکونو کې د دې وړتيا شته، چې له دې څخه ډېر ښه چلند ورسره وشي؛ نه دا چې د بايډن د ادارې د ناکاميو دوامداره پايلې وزغمي».
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، چې د واشنګټن په وروستۍ پېښه کې یو افغان کډوال د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو برید وکړ. هغه امر کړی، چې تر ۲۰۲۱کال وروسته دغه هېواد ته د ټولو ورغلیو افغانانو دوسیې له سره وڅېړل شي او په سملاسي توګه د افغانانو د کډوالۍ ټولې پروسې هم تر نامعلومې نېټې بندې شوې.
بریدګر رحمانالله لکڼوال نومېږي، چې د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې یې د امریکا له استخباراتو سره اوږه په اوږده دنده کوله.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر عمر پولات ترمنځ ناسته کې هوکړه شوې، چې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره به یوه «ګډه کاري ډله» جوړوي. د طالبانو خبرپاڼه وایي، د یادې کاري ډلې لومړنۍ ناسته به ډېر ژر تر سره شي.
دغه دواړو وزیرانو د ایکو سازمان د سوداګرۍ د وزیرانو د پنځمې غونډې په څنډه کې سره لیدلي او یو بل سره یې د سوداګریزو راکړو په تړاو خبرې کړې دي.
عزیزی د ناستې په پیل کې د ترکیې دولت د ایکو وزیرانو د غونډې له کوربهتوب او همدارنګه د حلال نړۍوال کنفرانس او نندارتون ته د وربللو له کبله مننه کړې. نوموړي همدارنګه د زلزلهځپلو افغانانو سره د ترکیې د مرستو او ملاتړ قدرداني هم وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي په اړه پراخې خبرې وکړې. د طالبانو یاد وزیر د ناستې پر مهال ویلي، سره له دې چې د افغانستان او ترکیې تر منځ د پراخو اقتصادي ظرفیتونو امکان شته؛ خو اوسنۍ سوداګریزه کچه کمه ده او د هغې پر پراختیا ټینګار وشو. عزیزي همدا راز غوښتنه کړې، چې ترکي شرکتونه او سوداګریز بنسټونه دې افغانستان ته لا ډېره پانګونه راجلب کړي.
د ترکیې د سوداګرۍ وزیر په وینا؛ د دغه هېواد یو شمېر سوداګریزو ټولنو او بنسټونو خپل استازي دفترونه په کابل کې پرانیستي دي، چې دا کار د افغانستان سره د اقتصادي همکارۍ او پانګونې په برخه کې د هغوی د زیاتېدونکي لېوالتیا څرګندونه کوي.
په ناسته کې ترکیې ته د افغانستان د پنبې، شوکاڼي او ډبرو سکرو صادراتو او همدارنګه د افغانستان د ټرانزیټ د اسانولو پر مسلو هم خبرې شوې دي. دغه لیدنه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ترکیې د سوداګرۍ وزیر عمر پولات ته بلنه ورکړې، چې په مناسب وخت کې افغانستان ته سفر وکړي او له نږدې د پانګونې پراخ فرصتونه او د سوداګریزې همکارۍ اسانتیاوې وڅېړي.
له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو د بندېدو له امله اوس طالبانو منځنۍ اسیا او ایران ته مخه کړې ده. دغه ډلې افغان سوداګرو ته ویلي، چې له پاکستان سره دې هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې ختمې کړي او پر بدیلو لارو دې غور وکړي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۴۰۳ افغان کډوال چې د عراق او پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې ۴۰۰ کسان چې د پاکستان په زندانونو کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې بندیان وو، د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، ۳ نور کسان چې د عراق په زندانونو کې له ۵ تر ۸ میاشتو پورې بندیان وو؛ د نیمروز له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نهدي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو لهخوا نیول کېږي.
همدا وړمه ورځ د پاکستان پولیسو د اسلاماباد په «ارجنټاین پارک» کې تر نیمې شپې چاپې وروسته د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۳۹ نیول شوي افغان کډوال افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړل. د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې؛ په نیول شویو کسانو کې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د پخواني حکومت کارکوونکي شامل وو.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو ترمنځ ګډه ناسته کې ګډون وکړ. استانبول کې د دغې ناستې پر مهال د اقتصادي همکاریو پراخولو، د سیمهییزې سوداګرۍ پیاوړتیا او د ګډو پروژو د پرمختګ پر محور بحثونه شوي.
پنجشنبه د (لېندۍ ۶مه) د طالبانو د یاد وزرات په خبرپاڼه کې راغلي، چې د وزیرانو تر ناستې مخکې د غړو هېوادونو لوړپوړو تخنیکي کارپوهانو دوه ورځې د سوداګریزو اسانتیاوو، ګمرکي چارو، پانګونې او د سوداګریزو هوکړهلیکونو د تعدیل پر موضوعاتو خبرې اترې وکړې. د دغه تخنیکي ناستې پایلې بیا د وزیرانو په عمومي غونډه کې وړاندې شوې.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په خپله وینا کې د ایکو سازمان ارزښت ته په اشارې، افغانستان د سیمې د ترانزیټي څلورلارې په توګه مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټي پروژو د لا پیاوړتیا په برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو دی.
په دې ناسته کې د پرېکړو په برخه کې د غړو هېوادونو وزیرانو څو مهم اسناد او ستراتېژۍ په رسمي ډول تایید کړې، چې پهکې «د ایکوټا (ECOTA) د سوداګریز هوکړهلیک د تعدیل د خبرو اترو ستراتېژي، د سوداګریزو اسانتیاوو د هوکړهلیک د ترتیب او وروستي کولو ستراتېژي، د غړو هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د چوکاټ هوکړهلیک (FTA)، د ۲۰۲۶ – ۲۰۳۵ کلونو لپاره د ایکو لس کلن پرمختیایي لید شامل وو».
طالبان وایي، د دغه اسنادو تایید د ایکو تر چتر لاندې د راتلونکو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لوری لا روښانه کوي او د ازادې سوداګرۍ د پراختیا، د ګمرکي بندیزونو د کمولو او د سیمهییز اتصال د پیاوړتیا لپاره نوی فرصت برابروي.
پر کابل د واکمنې ډلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی پلاوی وتوانېد د سوداګرۍ د پراختیا، د ټرانزیټ د اسانتیاوو او د بهرنیو پانګونو د جذب په برخه کې د غړو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.
نور الدین عزیزي د ایکو سازمان غړو هېوادونو ته بلنه ورکړه، چې د دغه سازمان د سوداګرۍ وزیرانو راتلونکې ناسته په کابل کې ترسره کړي او زیاته کړې یې ده چې دوی دغه ناستې ته بشپړ چمتووالی لري.
د اقتصادي همکارۍ سازمان (ECO) لس غړي هېوادونه لري او د دغه سازمان اصلي موخه د اقتصاد، سوداګرۍ، ترانزیټ او انرژۍ په برخو کې د همکاریو پراخول دي. طالبان وایي، په دغه ناستو کې د دوی فعاله ونډه د صادراتو د پراختیا، د پانګونې د جلب او د سیمې له ترانزیټي ظرفیتونو د لا ښې ګټې اخیستنې لپاره مهم فرصت بلل کېږي.
طالبان چې اوسمهال یې له خپل پخواني ملګري پاکستان سره اړیکې ترینګلې شوې او هر ډول سوداګري یې ورسره بنده اعلان کړې، غواړي د منځنۍ اسیا هېوادونو سره اقتصادي همکارۍ او سوداګریزې راکړې ورکړې ډېرې کړي.