• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا عبدالغني برادر: د افغانستان په دښمنانو غږ کوم چې نور دې زموږ حوصلې نه ازمویي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۹ GMT+۰تازه شوی: ۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې د افغانستان پر دښمنانو غږ کوي چې افغان خاورې او حریم ته دې په بد نظر نه ګوري، او نور دې د افغانانو حوصلې نه ازمويي.

ملا برادر، پاکستان یا کوم بل هېواد ته له له مستقیمې اشارې پرته ټینګار وکړ چې طالبان هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان پر خاورې برید وکړي.

هغه وویل: «هر ډول تېري ته ځواب ویونکي یو او د هېواد د حریم ساتنه زموږ سرې کرښې دي.»

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د خپلو ملي حدودو په چوکاټ کې له ټولو هېوادونو سره د متقابلو او متوازنو اړیکو غوښتونکی دی، خو د هر ډول فشار، تېري او لاسوهنې پر وړاندې به کلک دریږي.

ملا برادر دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې په وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ لفظي او امنیتي ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.

وړمه شپه ناوخته یو ځل بیا د پاکستان پوځ د افغانستان پر درېیو ولایتونو خوست، کونړ او پکتیکا هوایي بریدونه وکړل چې له امله یې یوه مېرمنه او ۹ماشومان ووژل شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یادو بریدونه په تایید سره وویل چې دغو بریدونو ته به په مناسب وخت کې ځواب ووايي.

بل خوا د پاکستان د پوځ ویاند ویلي چې په افغانستان کې وروستي بریدونه دوی نه دي ترسره کړي، او که چېرې یې ترسره کړي په ډاګه وايي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۴

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

اشرف غني: د افغانستان له تجزیې او پاشل کېدو اندېښنه لرم

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۶ GMT+۰
100%

مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې د افغانانو له خوا د افغانانو د وینې تویولو د امکان مخنیوي ته باید لومړیتوب ورکړل شي. غني پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه له نړیوالو اصولو سرغړونه ګڼلې او وايي باید ودرول شي. غني ویلي، چې افغانان د خپلې خاورې د ساتنې او دفاع بشپړ حق لري.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې، چې د نوموړي پر ټولنیزو اکاونټونو خپره شوې، پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونو ته غبرګون ښودلی.

اشرف غني ویلي، چې افغانستان له څو لسیزو راهیسې د ډیورنډ کرښې له ها غاړې څخه د یوې نا اعلان شوې جګړې هدف و او یادې جګړې د کرښې په دواړو غاړو کې مېشتو خلکو ته سخت زیان اړولی دی.

پخواني ولسشمر ویلي، چې د پاکستان د پوځي بریدونو تر څنګ د افغانستان په ادرس د پاکستان له خوا د سیاسي بدلونونو راوستلو اشارې هم ور رسیدلې دي. نوموړي ویلي، چې د افغانستان په راتلونکي برخلیک کې د پردیو هر ډول مستقیم او غیرمستقیم رول او لاسوهنه ناروا ده.

غني زیاته کړې:«افغانان باید خپله دا فرصت او امکان ومومي چې د یوې لازمي اجماع له لارې د خپلې راتلونکې پرېکړه چې مشروعیت او ولسي مقبولیت، د ښځو او سړیو د حقونو او ازادیو تامین او له نړۍ سره مشروع تعامل ته لاره پرانیزي، پخپله وکړي».

هغه زیاته کړې، چې« نور باید وپوهېږي چې افغانان که په نورو خبرو کې اختلاف لري، دلته یې نظرونه اتفاق ته نژدې سره ورته دي او همدا افغانان له غیر افغانانو بېلوي.»

نوموړي د افغانانو ترمنځ پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دې چې نور باید د افغانانو په لاس افغان وژنې او ینې توییدنې ته باید لاره جوړه نه شي.

اشرف غني ویلي:« دلته د افغان له خوا د افغان د وینې تویېدنې مخنیوی باید زموږ په لومړیتوب کې وي. زما اندېښنه دا ده، چې د افغانانو د وینې تویولو یوه بله پروژره چې په پایله کې به خدای مه کړه، د افغانستان د تجزيي او پاشل کېدو لامل شي، د ځینو کسانو له خوا تر لاس لاندې نیول شوې . اوس موږ یو ډېر سخت انتخاب ته رسېدلي یو، چې موږ د یو بل په منلو سره په رښتیا سره خپل ځان د اسیا په څلور لارې بدلوو او که له بده مرغه یو ځل بیا د نورو لپاره د نیابتي جګړې ډګر جوړیږي.»

اشرف غني ویلي، د ترهګرۍ موضوع باید افغانستان، پاکستان د سیمې په ګده اجماع سره یو نوی تعریف او چوکاټ ومومي او د هغه له مخې ورسره چلند وشي.

غني ویلي، چې اوسني موضوعات په موقتي موافقو او اوربند نه حلیږي او اوسنی تګلوری د وخیمو عواقبو خواته ځي.

متقي او د ناروې شارژدافیر د پاکستان او طالبانو پر ناندریو او د سیمې پر وضعیت خبرې وکړې

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۷ GMT+۰
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پیر البرټ الساس سره کتلي او د سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو ترڅنګ یې له پاکستان سره د ناندریو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د امیرخان متقي له قوله ویل شوي،‌ چې طالبان د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام په اساس د ښو اړیکو غوښتنه او هیله لري.

متقي پاکستان ته په اشاره ویلي، چې د زور او بې ثباتۍ پر ځای د خبرو اترو انتخاب ته لومړیتوب ورکوي.

پر همدغه مهال د ناروې شارژدافیر پیر البرټ الساس په کونړ، خوست او پکتیکا په ولایتونو کې په هوايي بریدونو کې د ښځو، ماشومانو او ملکي وګړو په نښه کول غندلي او خواشیني یې ښودلې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت «یوناما» له سر پرستې سره په لېدنه کې د پاکستان په بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د یوناما د دریځ ستاینه کړې وه.

مولوي کبیر د طالبانو او پاکستان ترمنځ مذکراتو کې د ترکیې له هڅو مننه کړې

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۰
100%

د‌ طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره د هغه د دندې پای ته رسېدو په تړاو د مخه‌ښې ناسته کړې. مولوي کبیر دې ناسته کې له ترکیې مننه کړې، چې د دوی د ډلې او پاکستان ترمنځ یې په مذاکراتو کې منځګړتوب کړی.

پنج‌شنبه د (لېندۍ ۶مه) د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر په ترکیه کې له افغان کډوالو سره د کېدونکي ښه چلند ستاینه کړې او د ویزو په برخه کې یې هم اسانتیاوې رامنځته کړې دي. جنګ اونال په دغه ناسته کې وویل، چې ترکیه په افغانستان کې د روغتیایي مرستو، اقتصادي ودې او په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته ژمنتیا لري.

د طالبانو خبرپاڼه کې د ترکیې د سفیر له قوله راغلي، چې «ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګڼو نړۍوالو ناستو کې نړۍوال له طالبانو سره مثبت تعامل ته هڅولي دي». ترکیه او طالبان دواړه ډېپلوماټیک تعامل لري؛ خو لا هم یاد هېواد پر کابل واکمن په رسمیت نه پېژني.

دغه لیدنې په داسې حال کې دي‌، چې په دې وروستیو کې طالبان له خپل پخواني دوست او ګاونډي پاکستان سره په سخت سیاسي کړکېچ کې ښکېل دي او ترکیې یې د منځګړتوب هڅې هم کړې دي. تېره میاشت د ترکیې او قطر پر منځګړیتوب د پاکستاني او طالب پلاوي ترمنځ د مسایلو د حل لپاره مذاکرات وشول؛ خو بې‌پایلې پای ته ورسېدل.

طالبانو په وار، وار له ترکیې او قطر نه مننه کړې، چې د دغه مذکراتو لپاره یې ورته لاره هواره کړې وه.

د افغان مدني ټولنې ګډې کاري ډلې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د شړلو د مخنیوي غوښتنه وکړه

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۲ GMT+۰
100%

د افغان مدني ټولنې ګډې کاري ډلې له نړۍ، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له سازمانونو او د هېوادونو له پارلمانونو وغوښتل، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د نیولو او جبري شړلو مخه ونیسي.

دغې ډلې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه ویلي، چې زرګونه افغان کډوالې ښځې او ماشومان په پاکستان، ایران، ترکیه، هند او تاجکستان کې د تاوتریخوالي، خپل‌سري نیونو، جبري شړلو او ناوړه چلند سره مخ دي.

دوو ویلي، چې د افغان ښځو پر وړاندې دا وضعیت په ټوله سیمه کې د بشري حقونو د سرغړونو یوه بېلګه ده.

په خبرپاڼه کې د پاکستاني پولیسو له خوا د کډوالو پر کورونو چاپې وهل، دروازې ماتول، خلک په زوره نیول او کورنۍ په تیاره او سړه هوا کې بند ساتل د اندېښنې وړ بلل شوي دي.

د دوی د معلوماتو له مخې، کډوال د نیول کېدو له وېرې شپې په پارکونو کې تېروي.

د افغان مدني ټولنې ګډې کاري ډلې له افغان کډوالو سره دا ډول چلند د بشري حقونو د ټولو قوانینو سرغړونه یاده کړې.

دوی له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له شورا، د کډوالو له عالي کمېشنرۍ او اروپایي ټولنې وغوښتل، چې په ټولو کوربه هېوادونو کې دا ډول کړنې وڅاري او دروي.

دغې ډلې همداراز غوښتنه کړې، چې د زیانمنونکو کورنیو لپاره بشري ویزې او د بیا مېشتېدو پروسه باید ګړندۍ شي.

د یادولو ده، چې د پاکستان پولیسو بیا د اسلام‌اباد په «ارجنتینا پارک» کې د نیمې شپې له چاپې وروسته د ۵۳۹ افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د بېرته جبري اېستلو لړۍ پیل کړې ده. د افغانستان انټرنشنل-پښتو د راپور له مخې؛ په نیول شویو کسانو کې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د پخواني حکومت کارکوونکي شامل دي.

پولیسو د هغه افغان کډوالو شمېر تایید کړی، چې تر نیول کېدو وروسته لومړی حاجي کمپ ته لېږدول شوي او له هغه ځایه د تورخم له لارې افغانستان ته اېستل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څو ورځې مخکې وویل، چې د روان کال له پیل راهیسې د بندیانو په ګډون تر ۲ مېلیونه او ۴۳۰زره ډېر کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

یاد شمېر کډوال له پاکستان، ایران، ترکیې او تاجکستان څخه یا په زور اېستل شوي او یا په خپله خوښه ستانه شوي دي. د راپورونو له مخې، دا کډوالو افغانستان ته په داسې حال کې ستانه شوي، چې اوسنی افغان ولس له پراخ بشري ناورین سره مخ دی.


منظور پشتین: پاکستان ترهګري نه ختموي ځکه ترهګري د دوی تر ټولو لوی کاروبار دی

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۵ GMT+۰
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین وايي، «په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ وروستی تاوتریخوالی او پوځي عملیات د پښتنو پر وړاندې د منظمې نسل‌وژنې دوام دی». پشتین وايي، «پاکستان ترهګري نه ختموي ځکه ترهګري د دوی تر ټولو لوی کاروبار دی».

منظور پشتین په خواله رسنۍ فیسبوک لیکلي چې د شنبې شپه په مرکزي کورمه ولسوالۍ کې د مېلې پر مهال د پاکستاني پوځ په برید کې د دوو کورنیو پنځه کسان وژل شوي دي.

د ده په وینا، دجنوبي وزیرستان د اعظم ورسک په کژه‌پونګه سیمه کې هم پر یوه کور د پوځ د برید له امله یوه ښځه او څلور ماشومان ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي چې نن په باجوړ کې د پوځ له لوري په خښو شویو ماینونو درې کم عمره پښتانه ځوانان وژل شوي، او په ډېره اسماعیل خان کې هم د یو بل تن د سر پرې کولو راپورونه ترلاسه شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي چې «دا پېښې یوازې خبرونه نه، بلکې د پاکستاني ریاست او پنجابي استعمار له لوري منظم ظلم دی»

هغه زیاتوي چې د پاکستان رسنۍ، پارلمان او قضايي نظام د پوځ تر اغېز لاندې دي او له همدې امله د دې ډول پېښو په اړه غلي پاتې کېږي.

پشتین وايي چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو تر نوم لاندې د بې‌ګناه خلکو وژنه دوام لري، خو پوځ دا ادعا کوي چې وژل شوي کسان «ترهګر» وو. د ده په وینا، د دې وضعیت پر وړاندې د خلکو خاموشي د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل کېږي.

د پي ټي ایم مشر هغو خلکو ته هم اشاره وکړه چې ځانونه پښتانه معرفي کوي خو دده په وینا، د پوځ دریځ پیاوړی کوي او د پښتنو د قربانیو په اړه چوپ پاتې کېږي.

منظور پشتین له ټولو پښتنو غوښتنه کړې چې د خپلو خلکو د ژغورنې لپاره یو موټی شي او د هر ظلم پر وړاندې غږ پورته کړي.

نوموړي په پای کې ویلي چې باور لري پښتانه به په راتلونکي کې د یو ملت په توګه د دې ظلم پر وړاندې قوي او ګډ دریځ خپل کړي.