په لغمان کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۵ نور ټپیان دي

د کابل- جلال اباد پر لویه لاره د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۵ نور ټپيان شوي دي. دغه پېښه نن ماسپښین شاوخوا ۲ بجې د لغمان ولایت اړوند د قرغهيي ولسوالۍ په کاکڅ سیمه کې رامنځته شوې ده.
