په هانګ‌کانګ کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۹۴ ته لوړ شو

په هانګ‌کانګ کې د وروستیو لسیزو تر ټولو پراخې اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۹۴ ته لوړ شوی او لسګونه نور لا هم تري تم دي. ورته مهال چارواکو ویلي، ښایي د لټون او ژغورنې عملیات نور پای ته ورسېږي.