• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر: د پاکستان د مېوو په فصل کې هم باید ټولې لارې تړلې پاتې شي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر ویلي چې د پاکستان د مېوو فصل رارسېدلی او اسلام‌اباد هڅه کوي خپل محصولات افغانستان ته صادر کړي، نو ځکه باید دروازې تړلې پاتې شي. منصور ویلي چې پاکستان کله ناکله د ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو له لارې هڅه کوي خپلې غوښتنې پر افغانستان تحمیل کړي.

منصور زیاته کړې چې پاکستان د افغانستان د مېوو په فصل کې لارې تړلې، چې د افغان سوداګرو مېوې او سبزیجات ضایع شول او دې کار د افغانستان په اقتصاد جدي اغېز وکړ.

د نوموړي په وینا، اوس چې د پاکستان مېوې بازار ته راځي، اسلام‌اباد هڅه کوي دروازې پرانیزي، خو طالبان باید دا دروازې تړلې وساتي.

منصور همدارنګه ویلي چې پاکستان کله ناکله د ملګرو ملتونو، اسلامي هېوادونو او ځینو شخصیتونو له لارې هڅه کوي خپلې غوښتنې پر افغانستان تحمیل کړي.

هغه څرګنده کړې چې ګڼو افغان سوداګرو د طالبانو ادارې نه غوښتنه کړې چې له پاکستان سره لارې تړلې پاتې شي، څو پاکستان هم د لارو د تړل کېدو زیان تجربه کړي.

منصور ټینګار وکړ: «موږ د دې غوښتنې کلک ملاتړ کوو او سپارښتنه کوو چې له پاکستان سره هم همدغه چلند وشي او دروازې تړلې پاتې شي».

ترویج لرونکی

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري
۱

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۲

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۳

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۴
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۵

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو لوړپوړی چارواکی فتح الله منصور: په ګاونډ کې د شریرو عناصرو هڅې باید شنډې کړو

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۸ GMT+۰
د طالبانو لوړپوړی چارواکی فتح الله منصور: په ګاونډ کې د شریرو عناصرو هڅې باید شنډې کړو
100%

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند معیین فتح‌الله منصور وايي، په ګاونډ کې د شریرو عناصرو، چې دده په وینا، د طالبانو د نظام د له منځه وړو هڅې کوي، باید شنډې شي. منصور دا څرګندونې په کابل کې له مسلکي او تخنیکي زده کړو د طالبانو د درې زره او ۵۰۰کسانو د فراغت غونډه کې وکړې.

منصور وویل: « اوسنی اسلامي نظام د سلګونو زره افغانانو په وینو رامنځته شوی او ساتنه یې پر ښځو او نارینه وو فرض ده».

هغه د افغانستان د تېرو څو پېړیو جګړو ته په اشارې وویل چې بریتانیا، پخواني شوروي اتحاد او د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه ټول د افغانانو د قربانیو په نتیجه کې مات شول.

ده زیاته کړه چې اوسنی نظام هم د قربانیو او د استعدادونو د کارولو له لارې خوندي پاتې کېږي.

سره له دې چې منصور د کوم ځانګړي بهیر نوم وانخیست، خو ظاهرا اشاره یې د پاکستان په کوربه توب د یو شمېر افغان سیاسي فعالانو وروستۍ ناستې ته ده.

د تلې میاشتې په دې ناسته کې شاوخوا ۳۰ افغان سیاسي څېرو، د مدني ټولنې فعالانو، د پخواني حکومت چارواکو او همدارنګه د پاکستان ۴۰ پخوانیو چارواکو ګډون کړی و.

طالبان دغه راز د پاکستان په پوځ کې یوې برخې ته هم د شریرې کړۍ اصطلاح کاروي، چې ددوی په وینا، د کابل او اسلام اباد د اړیکو پر وړاندې خنډ ده.

محمد نعیم په کابل کې د ترکیې سفیر سره د مخه‌ښې لیدنه کړې

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۷ GMT+۰
محمد نعیم په کابل کې د ترکیې سفیر سره د مخه‌ښې لیدنه کړې
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د یاد وزارت له مالي او اداري مرستيال محمد نعیم سره په کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال د مخه‌ښې لیدنه کړې ده. په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پیاوړتیا، متقابل تفاهم او د هر اړخيزو همکاریو په پراختیا بحث شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه، لیندۍ ۱۱مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال د افغانستان او ترکیې ترمنځ تاریخي، فرهنګي، مذهبي او سیاسي اړيکې ژورې وبللې او د راتلونکي لپاره يې د لاپراخو همکاریو هیله څرګنده کړه.

په اعلامیه کې د ترکیې سفیر جنګ اونال له قوله لیکل شوی، چې نوموړي د طالبانو بهرنيو چارو وزارت له همغږۍ او همکاريو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او له افغانانو سره د هر ډول ملاتړ اوهمکارۍ لپاره ژمن دی.

عبدالسلام حنفي: افغانان هرکال په بهر کې په درملنه ۴۰۰ تر ۶۰۰ میلیونه ډالر لګوي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۸ GMT+۰
عبدالسلام حنفي: افغانان هرکال په بهر کې په درملنه ۴۰۰ تر ۶۰۰ میلیونه ډالر لګوي
100%

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال په کابل کې د شاوخوا ۳۵۰۰طالبانو د فراغت په مراسمو کې وویل چې افغانان په بهر کې په درملنه هرکال له ۴۰۰ تر ۶۰۰ میلیونه [ډالر] لګوي. د جمهوري حکومت پرمهال د عامې روغتیا وزارت دا کچه د ۳۰۰ میلیون ډالرو په شاوخوا کې اټکل کوله.

عبدالسلام حنفي له مسلکي او تخنیکي زده کړو د طالبانو د ۳۵۰۰ کسانو په فراغت غونډه کې وویل، چې د افغانستان د اوسني اسلامي نظام د خوندي کولو، د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د ځوانانو رول ډېر مهم دی.

نوموړي څرګنده کړه چې د طالبانو ټوله پاملرنه «د هېواد ابادۍ» ته ده او هڅه کوي د سړکونو، اوبو بندونو او بنسټیزو پروژو په جوړولو کې جدي ګړندي ګامونه پورته کړي.

د ده په وینا، هر کال له ۴۰۰ تر ۶۰۰ میلیونه پورې د افغانانو پانګه د درملنې لپاره بهر ته ځي، او د همدې اړتیاوو د کمولو په موخه په تخنیکي او مسلکي برخو کې پانګونه اړینه ده.

هغه د ددې لګښت کرنسي یاده نه کړه، خو په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي و، چې افغانان هر کال له ۳۰۰ میلیونو ډالرو ډېرې پيسې په بهرنیو هیوادونو کې په درملنه لګوي.

تازه کچه که د ډالرو په کرنسۍ وي، دا له هغه څه ډېره ده، چې د جمهوري حکومت پرمهال چارواکو اعلانوله.

حنفي زیاته کړه چې اوس مهال په ۸۰ تخنیکي او مسلکي برخو کې افغان ځوانان روزل کېږي، چې هدف یې د هېواد د کاري ځواک پیاوړتیا او ځان‌بسیاینه ده.

نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي نظام باید وساتل شي: « اسلامي نظام باید حفظ شي او یوازینی څه چې افغان ملت متحد کولای شي هغه اسلامي نظام دی. په دویم ګام کې د افغانانو دنده د افغانستان جوړول دي».

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل چې د طالبانو مسوولین او ادارې خپل شته وسایل او امکانات د خلکو په واک کې ورکوي، څو د هېواد د رغونې پروسه چټکه شي.

د طالبانو د ملي تدارکاتو کمیسیون د یونیم میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظورې کړې

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۵ GMT+۰
د طالبانو د ملي تدارکاتو کمیسیون د یونیم میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظورې کړې
100%

د طالبانو د ریاست‌الوزرااقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د دې ډلې د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندي میاشتې پر ۱۱مه، په خپله نوبتي غونډه کې د یونیم میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظور کړې دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې شاوخوا ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې، چې له هراړخیزو بحثونو وروسته، د یو میلیارد او ۵۳۸ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې تصویب شوې او په ۱۵ نورو پروژو کې یولړ تعدیلونه راغلل؛ د یوې پروژې قرارداد فسخ، یوه اعاده او د دوو پروژو په اړه نور اقدامات هم تایید شول.

سرچینه وايي، چې د منظورو شویو پروژو ارزونه د ټاکل شویو کمېټو له خوا ترسره کېږي، او پایلې به د ملي تدارکاتو کمیسیون مشرتابه ته وړاندې شي.

په تصویب شویو پروژو کې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ یتیم تپې د تحکیماتو نهم لاټ، د غور هوایي ډګر د ځغل لیکې ترمیم، د کابل نړیوال هوایي ډګر د حفظ او مراقبت قراردادونه او د بغلان د دهنه غوري څه باندې ۱۷ کیلومتره سړک جوړول شامل دي.

دغه راز د پکتیکا د زرګرانو ـ ګردیز ښار سړک جوړول، د شمال ډبرو سکرو دولتي شرکت ته د معدني وسایلو پېرل، د افغان ټور شرکت لپاره د اړتیا وړ موټرو پېرل، له قره باغ او مقر څخه تر شاه جوی پورې د سب سټیشنونو جوړول او نصب هم ددې پروژو برخه دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په وینا، د کابل موسهي ولسوالۍ د برېښنا رسونې، ودانیزو توکو، نصب او مونتاژ، او د باریکاب د ۲۲۰ کیلوولټه سب سټیشن د سروې، ډیزاین او ټیسټ ورکولو قراردادونه هم په دې پروژو کې شامل دي.

د طالبانو واکمنۍ کې یوولسم قصاص؛ په خوست کې د «قصاص» د تطبیق امر هبت الله ورکړی و

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۰
د طالبانو واکمنۍ کې یوولسم قصاص؛ په خوست کې د «قصاص» د تطبیق امر هبت الله ورکړی و
100%

د طالبانو ستره محکمه وايي، په خوست کې د قصاص حکم په تړاو ددې ډلې د سترې محکمې او درې ګونو محاکمو پرېکړه د طالبانو مشر ته ولېږل شوه او هغه د قصاص حکم د تطبیق امر وکړ. په اعلامیه کې راغلي، چې هبت الله د مقتول کورنۍ ته د بښنې وړاندېز هم کړی و، خو هغوی د قاتل له بښلو انکار کړی و.

د طالبانو سترې محکمې نن سې شنبه، د لیندۍ ۱۱مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د قصاص موضوع د درې ګونو محاکمو «ابتدايه، مرافعې او تمیز» له پرېکړو او تایید وروسته پلې شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې د قصاص د تطبیق لپاره دا پرېکړه د طالبانو مشر هبت الله ته ولېږل شوه او وروسته د قصاص د تطبیق امر ورکړل شو.

طالبان وايي، ددې ډلې د درې ګونو محکمو او د هبت الله له خوا د قتل په قضیه کې د دوو نورو ښکیلو کسانو د قصاص د تطبیق امر هم شوی دی خو د مقتولینو د وارثانو د نشتوالي له امله نه دی عملي شوی.

د خوست د طالبانو د والي ویاند، د طالبانو د سترې محکمې د جنایي محکمې د مشر عتیق الله درویش په حواله ویلي چې دا د طالبانو د حکومت په دوره کې د اعدام یوولسم حکم دی.

د خوست ولایت په ورزشي لوبغالي کې نن سې‌شنبه هغه کس په عام محضر کې قصاص شو، چې یوبل تن یې د کلاشنکوف په ډزو وژلی و.

طالبانو په اعلامیه کې د قصاص شوي کس نوم منګل د طلا خان زوی یاد کړی دی.

په خوست کې د طالبانو استیناف محکمې رییس مولوي عین‌الله خلیل د یاد کس د اعدام غونډې پر مهال په خبرو کې وویل، چې «بې‌ځایه وژنې د سرطان دانې مثال لري او د دې رنځ د مخنیوي لپاره یوازینۍ حل لاره قصاص دی.»

په ورته مهال د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ په عام محضر کې قصاص «بې‌رحمانه او د نړۍوالو قوانینو خلاف» کړنه بللې.