• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د ملي تدارکاتو کمیسیون د یونیم میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظورې کړې

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرااقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د دې ډلې د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندي میاشتې پر ۱۱مه، په خپله نوبتي غونډه کې د یونیم میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظور کړې دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې شاوخوا ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې، چې له هراړخیزو بحثونو وروسته، د یو میلیارد او ۵۳۸ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې تصویب شوې او په ۱۵ نورو پروژو کې یولړ تعدیلونه راغلل؛ د یوې پروژې قرارداد فسخ، یوه اعاده او د دوو پروژو په اړه نور اقدامات هم تایید شول.

سرچینه وايي، چې د منظورو شویو پروژو ارزونه د ټاکل شویو کمېټو له خوا ترسره کېږي، او پایلې به د ملي تدارکاتو کمیسیون مشرتابه ته وړاندې شي.

په تصویب شویو پروژو کې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ یتیم تپې د تحکیماتو نهم لاټ، د غور هوایي ډګر د ځغل لیکې ترمیم، د کابل نړیوال هوایي ډګر د حفظ او مراقبت قراردادونه او د بغلان د دهنه غوري څه باندې ۱۷ کیلومتره سړک جوړول شامل دي.

دغه راز د پکتیکا د زرګرانو ـ ګردیز ښار سړک جوړول، د شمال ډبرو سکرو دولتي شرکت ته د معدني وسایلو پېرل، د افغان ټور شرکت لپاره د اړتیا وړ موټرو پېرل، له قره باغ او مقر څخه تر شاه جوی پورې د سب سټیشنونو جوړول او نصب هم ددې پروژو برخه دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په وینا، د کابل موسهي ولسوالۍ د برېښنا رسونې، ودانیزو توکو، نصب او مونتاژ، او د باریکاب د ۲۲۰ کیلوولټه سب سټیشن د سروې، ډیزاین او ټیسټ ورکولو قراردادونه هم په دې پروژو کې شامل دي.

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۳

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۴

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۵

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو واکمنۍ کې یوولسم قصاص؛ په خوست کې د «قصاص» د تطبیق امر هبت الله ورکړی و

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، په خوست کې د قصاص حکم په تړاو ددې ډلې د سترې محکمې او درې ګونو محاکمو پرېکړه د طالبانو مشر ته ولېږل شوه او هغه د قصاص حکم د تطبیق امر وکړ. په اعلامیه کې راغلي، چې هبت الله د مقتول کورنۍ ته د بښنې وړاندېز هم کړی و، خو هغوی د قاتل له بښلو انکار کړی و.

د طالبانو سترې محکمې نن سې شنبه، د لیندۍ ۱۱مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د قصاص موضوع د درې ګونو محاکمو «ابتدايه، مرافعې او تمیز» له پرېکړو او تایید وروسته پلې شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې د قصاص د تطبیق لپاره دا پرېکړه د طالبانو مشر هبت الله ته ولېږل شوه او وروسته د قصاص د تطبیق امر ورکړل شو.

طالبان وايي، ددې ډلې د درې ګونو محکمو او د هبت الله له خوا د قتل په قضیه کې د دوو نورو ښکیلو کسانو د قصاص د تطبیق امر هم شوی دی خو د مقتولینو د وارثانو د نشتوالي له امله نه دی عملي شوی.

د خوست د طالبانو د والي ویاند، د طالبانو د سترې محکمې د جنایي محکمې د مشر عتیق الله درویش په حواله ویلي چې دا د طالبانو د حکومت په دوره کې د اعدام یوولسم حکم دی.

د خوست ولایت په ورزشي لوبغالي کې نن سې‌شنبه هغه کس په عام محضر کې قصاص شو، چې یوبل تن یې د کلاشنکوف په ډزو وژلی و.

طالبانو په اعلامیه کې د قصاص شوي کس نوم منګل د طلا خان زوی یاد کړی دی.

په خوست کې د طالبانو استیناف محکمې رییس مولوي عین‌الله خلیل د یاد کس د اعدام غونډې پر مهال په خبرو کې وویل، چې «بې‌ځایه وژنې د سرطان دانې مثال لري او د دې رنځ د مخنیوي لپاره یوازینۍ حل لاره قصاص دی.»

په ورته مهال د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ په عام محضر کې قصاص «بې‌رحمانه او د نړۍوالو قوانینو خلاف» کړنه بللې.

د کرملین ویاند وايي مسکو د طالبانو په تړاو له هند سره په «تفاهم» کې دی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۶ GMT+۰

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پېسکوف وايي، چې د افغانستان په تړاو د روسیې او هند ترمنځ تفاهم موجود دی. د تاس اژانس د رپوټ له مخې، پسکوف ویلي، چې افغانستان د پخوانیو شوروي سیمو ګاونډی او د سیمه‌ییزو اړیکو لپاره اړین هېواد دی، نو له دې سره باید خبرې اترې وشي.

پېسکوف وویل: «موږ له افغانستان سره خپلې اړیکې لرو. هلته په حقیقت کې یو حکومت شته. دا سیمه‌ییز مهم هېواد دی، د پخوانیو شوروي سیمو ګاونډی، او له تاجکستان سره پوله لري».

هغه زیاته کړې چې په تاجکستان کې د روسيې سرحدي ساتونکي فعالیت کوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې «له همدې امله موږ اړتیا لرو چې له افغانستان سره خبرې وکړو، او په دې برخه کې له هند سره زموږ بشپړ تفاهم شته».

د طالبانو کورنیو چارو وزارت خپلو ویاندویانو ته په کمو امکاناتو د ډېر کار سپارښتنه کړې

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس عبدالحکیم همت اخوندزاده د ولایتونو د امنیه قوماندانیو ویاندویانو ته ویلي، چې په کمو امکاناتو ته به ډېر کار کوي او ددې ډلې کړنې به منعکسوي. په ورته مهال د یاد وزارت ویاند وايي، چې نن سبا عصر کې تبلیغاتي جګړه روانه ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن سې شنبه، د لیندۍ ۱۱مه وویل، چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د والیانو، امنیه قوماندانیو ویاندویانو له مطبوعاتي مسوولینو سره یو ویډیویي کنفرانس کې عبدالحکیم همت اخوندزاده ویاندویانو ته لارښوونې وکړې او او ټینګار یې وکړ، چې خپل مطبوعاتي مسوولیتونه دې په موثر، منظم او مسلکي ډول تر سره کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل، چې ویاندویان دې ددې ډلې د پالیسۍ له مخې د خدماتو رسونې، ولسي او عامه اړیکو پیاوړي کولو، له رسنیو سره موثر تعامل، اطلاعاتو ته د لاسرسي اسانتیا او د لاسته راوړنو انعکاس ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو له راتګ سره دې ډلې په هېواد کې رسنۍ سانسور کړې دي.

متقي: له تاجکستان سره د اعتماد فضا رامنځته شوې، خو ځینې کړۍ هڅه کوي دغه بهیر زیانمن کړي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له تاجکستان سره د یادې ډلې اړیکو وروستي مثبت بدلون ته په اشارې سره ویلي، چې «دواړه هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ پر لور د اعتماد فضا رامنځته کړې ده؛ خو ځینې کړۍ هڅه کوي چې دغه مثبت بهیر زیانمن کړي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یادې ډلې او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کې د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، سرحدي وضعیت او امنیتي همغږۍ د پراختیا په اړه بحث کړی او دواړه خواوو د ګډو امنیتي اقداماتو د پیاوړتیا ملاتړ څرګند کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، متقي د تاجکستان په خاوره کې د وروستیو امنیتي پېښو او د چینایي وګړو د وژنې پېښه غندلې او په سیمه کې یې د ګډ ثبات لپاره د دواړه هېوادونو پر ګډو اقداماتو ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې، چې «طالبان د سرحدي امنیت د ټینګښت، ګډو څېړنو او هر ډول همغږۍ لپاره بشپړ چمتو دي او د شریرو عناصرو پر وړاندې ګډ اقدامات د وخت اړتیا ده.»

خبرپاڼه زیاتوي، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین د افغانستان او تاجکستان تاریخي او کلتوري اړیکې ستایلې او ویلي یې دي چې «تاجکستان له افغان حکومت سره د مثبت تعامل پلوی دی او هغه مغرضې ډلې ردوي، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابولو هڅه کوي.»

د تاجکستان د بهرنيو چارو وزیر د سرحدي همغږۍ د پیاوړتیا ملاتړ څرګند کړی دی.

خبرپاڼه کاږي، چې دواړه وزیرانو د سرحدي ځواکونو د منظم تماس، د امنیتي همکاریو د ګډو کمېټو د فعال ساتلو او د تخنیکي ناستو د دوام پر سر هوکړه کړې.

طالبانو په خوست کې یو کس په عام محضر کې اعدام کړ

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۸ GMT+۰

طالبانو نن سې‌شنبه په خوست ولایت کې هغه کس په عام محضر کې اعدام کړ، چې لس میاشتې وړاندې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ د ۱۳ غړو پر وژنې تورن وو. طالبانو د دغه کس د «قصاص» حکم د خوست ورزشي لوبغالي کې ترسره کړ.

د خوست ولایت په ورزشي لوبغالي کې نن سې‌شنبه هغه کس په عام محضر کې اعدام شو، چې د طالبانو د عدلي او قضايي ارګانونو په وینا لس میاشتې وړاندې یې د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي وژلي وو. د قربانیانو په ډله کې ښځې، نارینه او پنځه ماشومان هم شامل وو.

په خوست کې د طالبانو استیناف محکمې رییس مولوي عین‌الله خلیل د یاد کس د اعدام غونډې پر مهال په خبرو کې وویل، چې «بې‌ځایه وژنې د سرطان دانې مثال لري او د دې رنځ د مخنیوي لپاره یوازینۍ حل لاره قصاص دی.»

ورته مهال د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ په عام محضر کې اعدام «بې‌رحمانه او د نړۍوالو قوانینو خلاف» کړنه بللې. هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په خوست کې په عام محضر کې د قصاص ترسره کېدل «بې‌رحمانه، ظالمانه او د نړۍوالو قوانینو خلاف» کړنه ده.

هغه ټینګار کړی: «په عام محضر کې اعدامونه د انسانیت خلاف کړنې دي او د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ هېڅ ډول توجیه نه‌لري.» هغه له طالبانو غوښتي، چې دغه ډول سزاوې «سملاسي ودروي».
د یادونې وړ ده، چې طالبانو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ورته سزاوې عملي کړې دي.