وسله والو د شمالي وزیرستان مرستیال کمیشنر وژلی

د شمالي وزیرستان مرستیال کمیشنر شاه ولي وزیر د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې وژل شوی دی. محلي سرچینې وایي، چې د نوموړي موټر د بنو- میرانشاه پر سړک تر برید لاندې راغلی او دوه پولیس ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. په پېښه کې د یوه ملکي کس د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
