ملا برادر د ایران له روغتیايي چارواکو سره د درملو او طبي وسایلو پر همکاریو غږېدلی

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ایران د عامې روغتیا وزارت له مرستیال مهدي پیر صالحي او په کابل کې د دغه هېواد له سفیر علي رضا بیکدلي سره د روغتیا او درملو په برخه کې پر همکاریو خبرې کړې دي.